دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهترکي الفیصل: ط باید د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته مجبور او...

ترکي الفیصل: ط باید د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته مجبور او بیا په رسمیت وپېژنو

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل غوښتنه کړې، چې طالبان باید لومړی له نړیوالو سره د کړو تعهداتو عملي کیدو ته مجبور او بیا یې واکمني په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه مخ وانه ړوي.

د دغه پخواني ترکي مقام په وینا، نړیوال باید پر دې تمرکز وکړي څو طالبان د ټول شموله حکومت د جوړولو، د بشري او ښځینه حقونو تضمینولو او دغه راز له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د نه استفادې تضمین ورکړي.

 د ترکي الفیصل په خبره، سعودي عربستان هم په دې برخه کې خپل رول غواړي ترسره او طالبان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته وهڅوي.

له دې سره نوموړی ټینګار لري، چې هېواد یې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو بدیل نه شي کیدای او هغه مرستې چې نوموړي هېواد کولې، دوی یې د ترسره کولو جوګه نه دي.

 دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د دوی یو پلاوی د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره دوه اونیز مذاکرات پيلوي.

ویل شوي،چې دا مذاکرات به له اروپایي ټولنې سره هم ترسره شي.

طالبان تر ډېره تمه لري، چې امریکا به د افغانستان کنګل کړې ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمه دوی ته په واک کې ورکړي، خو امریکا بیا د ټول شموله حکومت د جوړیدو، د بشري او ښځینه حقونو د تامین او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدو تضمین غواړي.

2 COMMENTS

  1. all saudi/emarat/qatar/pakistan are connected with british&usa.
    they have special sold-out agents between afghans
    they want share in power. again want to bring one weak government in afghanistan
    TALIBS MUST SHOW RESISTANCE LIKE IRAN IN FRONT OF ANY PRESSURE.
    CHINA& RUSSIA MYBE RECOGNIZE AFGHAN TALIBS GOVERNMENT.
    AFGHANS MUST SUPPORT THIS GOVERNMENT
    WESTERN DEMOCRACY&CULTURE ARE VERY BAD FOR AFGHANS.
    HAVE MANY NIGATIVE POINTS.
    ISLAM AND AFGHANI CULTURE IS NUMBER ONE POSITIVE
    THANK YOU

  2. ترکی الفیصل خو افغانستان کې د نیمې پيړۍ وحشیانه ترهګری یو لوی مسوول دی او خييرن ځناور پښتون خو له خپل دیني افراطیت و فطرته په نړۍ کې د عربي بنګو لوی کلاینت یا مصروفوونکی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب