تاند:( شنبه، د قوس شپږمه) د ناټو سازمان سرمنشي ینس استولتنبرگ وایي، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ به راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه غونډه وشي.
نوموړي ویلي، چې یاده غونډه به د دغه سازمان د غړو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ترسره شي.
د ناټو د سرمنشي په وینا، په یاده غونډه کې به د افغانستان له ماموریت څخه د زده کړو درسونو په اړه هم بحث وشي او له دې درسونو به په راتلونکو تعاملاتو کې ګټه واخیستل شي.
ینس استولتنبرگ یو ځل بیا په افغانستان کې د ناټو له ماموریت څخه دفاع کړې او ویلي، چې دوی د دغه ماموریت پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزه وکړه او له دې اړخه یې ګواښونه مهار کړل.
د ناټو د سرمشني په خبره، دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستان څخه د ناټو د غړو او متحدینو خلاف د ترهګرو د بریدونو امکان له منځه یوړه، چې دا لویه لاسته راوړنه ده.
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او له افغانستان څخه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د بې قیدو شرطه وتو نور منتقدین بیا په افغانستان کې د ناټو او امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو بڼه او پایلې شرمونکي ګڼي.
د دوی په وینا، دغه ماموریت د سختې ماتې د منلو په بڼه پای ته ورسیده، چې دا کار امریکا او متحدینو ته یې شرمونکی دی.