یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د افغانستان تر باثباته کیدو د ټاپي پروژې چارې وځنډیدې

پاکستان: د افغانستان تر باثباته کیدو د ټاپي پروژې چارې وځنډیدې

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏پاکستاني چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات تر تامینیدو به د ټاپي پروژې چارې ځنډیدلې وي.

د پاکستان د اقتصاد وزیر عمر ایوب خان د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د دې ځنډ دلیل په افغانستان کې د نړیوال بانک د نمایندګۍ نه موجودیت او دغه راز له افغانستان څخه د یادې پروژې د اړوندو یو شمېر تخنیکي ظرفیتونو وتل دي.

د ده په وینا، د یادې پروژې د چارو د بیا پيل په اړه به له وضعیت روښانیدو وروسته پریکړه وشي.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د نل لیکې ګډه پروژه ده، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز یادو هېوادونو ته لیږدوي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي، چې د دغې پروژې د ځنډ پریکړه په ګډه شوې او که یوازې دوی په دې اړه دغه نظر ورکړی دی.

د ټاپي پروژې له اړخه افغانستان ته د کال تر ۵۰۰ میلیونه پورې امریکایي ډالره عاید په لاس ورتلی شو.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوی مخکې د یادې پروژې د چارو د دوام خبر ورکړی و او په دې اړه یې د جدي هڅو ژمنه کړې وه.

2 COMMENTS

  1. نو دا خو د طالب بادار ده د طالب د اورتې میړه ده. طالب نجس تر اوسه هم خنزیر ? پنجابي ته تر بیډیو ټیټیږی ولي رئس الحمارا ګونګ او امرالحمارین هیبت کاکو سي وایی ژوندی ده هیڅ نه وایی ؟ تر پاکستان نه ( فاکستات) هر د ځمکې په سر بل کافر شرف لري. لعنت دطالب په افغانیت او دغه طاغوتي اسلام. ?

  2. اصل کی د امریکا له ویری او ترس څخه پاکستان د ټاپی پروژه درول غواړی ، لکه څنګه چه د ایران او پاکستان ترنځ د ګازو پیپ لاین پروژه دا لس کاله د پاکستان سرحد سره رسیدلای ولاړه ده ، کنه پاکستان د یو لوی د انرژی له بحران سره مخ دی ، او دا څو ورځی مخکی د ای آس ای په مشوره د تیلو او ګازو کمپنیویو اعتصاب هم کړی وو ، تر څو پاکستان امریکی ته وښایی چه له دومره لویو لویو ستونزو باوجود ستاسی امر منو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب