دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهقطر ط پلاوي سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړي

قطر ط پلاوي سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړي

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏قطري رسنۍ وایي، چې پرون یې یوه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ورغلي پلاوي سره بېلا بېل موضوعات بحث کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی له اړخه د پلاوي مشري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او منازعاتو د حل په برخه کې د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي مطلق القحطاني کوله.

د سرچنیې په حواله په دې ناسته کې قطري لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د بشري حقونو د تامینیدو او بشري مرستو د همغږي کولو په اړه طالب لوري سره خبرې کړي دي.

ویل شوي، چې دواړو لوریو د ژمي له را رسیدو سره د عاجلو بشري مرستو ترلاسه کول او افغانستان ته استول تر ټولو جدي اړتیاګڼلې ده.

د قطر پلاوي په دې لیدنه کې د تعلیمي نظام په زر فعالولو او د نجونو په ګډون ټولو ته پکې د خپلو حقه حقوقو پر ورکړې ټینګار کړی دی.

د قطر پلاوي دا هم ویلي، چې دوی به په افغانستان کې د ثبات ټینګولو لپاره د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تفاهم جوړیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 د طالبانو یاد شوی پلاوی اوړمه ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلی.

دغه پلاوی به نن د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره دوه اونیز مذاکرات پيلوي.

ویل شوي،چې دا مذاکرات به له اروپایي ټولنې سره هم ترسره شي.

طالبان تر ډېره تمه لري، چې امریکا به د افغانستان کنګل کړې ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمه دوی ته په واک کې ورکړي، خو امریکا بیا د ټول شموله حکومت د جوړیدو، د بشري او ښځینه حقونو د تامین او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدو تضمین غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب