جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د عزیزالله کاروان مقبره ط په بمونو الوزولې

پکتیکا کې د عزیزالله کاروان مقبره ط په بمونو الوزولې

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) له پکتیکا ولایت څخه په تازه راپورونو کې ویل شوي، چې طالبانو په ارګون ولسوالۍ کې د مشهور طالب ضد قومندان عزیز الله مقبره په بمونو الوزولې ده.

عزیزالله کاروان په یاد شوي ولایت کې د ځانګړو افغان ځواکونو تر ټولو مشهور قومندان و، چې د طالبانو خلاف یې سختې جګړې کړې وې.

هغه څو کاله مخکې، د کابل ښار په مکرویانو کې د خپل کور مخته د طالبانو لخوا ووژل شو.

د نوموړي مړینه هغه مهال د طالبانو پرضد مبارزه کې یوه لویه ضایع ګڼل شوې وه.

ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې، چې د عزیز کاروان قبر پرون ماښام طالبانو په بمونو الوزولې ده.

طالبانو په رسمي ډول دا پېښه تایید کړې او رد کړې نه ده.

مخکې طالبان په پنجشیر ولایت کې د مشهور جهادي قومندان احمدشاه مسعود په قبر الوزولو هم تورن شوي وو، خو وروسته یې بیرته د یادې مقبرې د رغولو عکسونه خپاره کړي وو.

د اسلامي احکامو له مخې، د مړو د قبرونو سپکاوی ناوړه او منع شوی عمل دی، خو طالبانو نه دي ویلي، چې ولې «د اسلامي امارت» له ادعا سره د خپلو مخالفو څېرو قبرونه په بمونو الوزوي؟

1 COMMENT

  1. داسی ښکاری چی تالبانو ژوندو ته یوه دروغجنه عفوه اعلان کړی خو لا مړو افغانانو ته ته يی لا دا دروغجنه عفوه هم نه ده کړی.
    دی ته تالب یا ملا ویل ګناه ده بلکه دا د پاکستان جعلی ملایکی دی چی د افغانانو ننګ غیرت او ملی ارزښتونه پایمالوی او خپلو بادارانو نه د وفادارۍ سرټیفیکیټونه اخلی.
    د مړو قبرونه په بمونو الوځول یوازی د تالب له تور وحشت او جهالت نه پرده پورته کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب