جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: په افغانستان کې لا د امریکا ماموریت پای ته نه دی...

خلیلزاد: په افغانستان کې لا د امریکا ماموریت پای ته نه دی رسیدلی

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مستعفي شوی استازی زلمی خلیلزاد وایي، سره له دې چې له افغانستان څخه امریکایي سرتېري وتي، خو په دغه هېواد کې د هېواد امریکا ماموریت لا پای ته نه دی رسیدلی.

 نوموړي له فاکس نیوز ټلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو لخوا د دوحې تړون ځینې برخې لا عملي شوي نه دي.

د خلیلزاد په وینا، دوی غواړي چې طالبان د یاد شوي تړون په اړه ځواب ویونکي وي.

دغه مخکیني امریکایي استازي ټینګار کړی، چې افغانستان باید د دوحې تړون په اساس د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي او یو ډول ګډونه نظام ولري.

د ده په وینا، که طالبانو نه افغانستان وپاشل شي او افغانستان په یوه بې دولته او له ترهګرۍ ډکې سیمې بدل شي، دا به نړۍ ته خطرناکه وي.

دې ته په پام سره، زلمي خلیلزاد ویلي، چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو ماموریت پای ته نه دی رسیدلی.

نوموړي نه ده په ډاګه کړې، چې امریکا به په څه ډول طالبان د ده په وینا د دوحې تړون د نا عملي شویو ټکیو عملي کیدو ته مجبور او ځان ته ځواب ګویه کوي؟

طالبانو پرون یو ځل بیا له متحده ایالاتو وغوښتل، چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.

امریکایي چارواکو بیا د دوحې تړون بشپړ عملي کیدل له طالبانو سره د اړیکو د بیا پيلیدو شرط ټاکلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب