Homeخبرونها.ا: ملا هیبت الله په لومړي ځل يوه مدرسه کې وینا کړې...

ا.ا: ملا هیبت الله په لومړي ځل يوه مدرسه کې وینا کړې ده

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د طالبانو اسلامي امارت ادعا کړې، چې اميرالمومنين یې ملا هیبت الله اخوند زاده نن په لومړي ځل په يوه مدرسه کې وینا کړې ده.

د طالبانو يوه مطبوعاتي کس محمد جلال دا خبره نن په خپله ټويټر پاڼه کې کړې ده.

 نوموړي ويلي، چې هیبت الله نن د کندهار ولايت په حکیمه دارالعلوم کې يو شمېر طالبانو ته وينا کړې ده.

 هغه له دې ادعا سره سره د هيبت الله کومه مستنده ويډيو، غږ يا تصوير نه دی خپور کړی.

د‌ هيبت الله اخوند زاده د دې وينا ادعا په داسې حال کې شوې ده، چې په وروستيو کې په پرله پسې ډول د نوموړي د مرګ ادعاوې کېږي.

طالب وياندويانو دا ادعا رد کړې او ويلي، چې نوموړی ژوندی او په کندهار ولایت کې دی، خو د امنيتي ګواښونو له کبله نه څرګنديږي.

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې دوی د خپل اميرالمؤمنين امنيت نه شي ساتلی، وطن به څنګه ساتي او حکومتولي به څنګه کوي؟

د ملا هیبت الله غیابت د خلکو دا شک، چې نوموړی ډير پخوا په بلوچستان ایالت کې د کورونا په ناروغۍ مړ شوی دی، لا قوي کوي.

3 COMMENTS

  1. خوسی خبری دی هیبت لا پخوا وژل شوی عجیبه خو داده چی د نورو ملایان امنیت ته دومره توجه نشته دا چی څوک یی پیژنی نه چی څوک دی او د کوم ځای ده دومره مهمه شو. الله خبر چی واقعیت به لری کنه.

  2. د دوه ویشتم ځل لپاره عرض کوم چی:
    انګریز د تاریخ په ” اوږدو ” کی موږ پېژندلی یو
    خو
    موږ د تاریخ په ” عرض ” کی انګرېز نه دئ پېژندلئ
    او
    داسی ښکاری چی نه غواړو و ئې پېژنو
    نو
    ځکه
    فرریادونه تر خولو راباسو
    خو
    پوهېږو نه چی ” درد ” مو چیرته دئ.

  3. امکان لري له قبره ورته ويديويي وينا کړې وي. نو اوس دوۍ د هغه ورستو سويو هډوکو ته روح ورکوي ؟ طالب جانه !! الله ﷻ په قران کريم کې ويلي لعنت الله علي الكاذبين. ايا تاسي لعنت الله ياست سي درواغ واياست ؟ نو ولي بيا ويديو نه خپروۍ ؟ بس ده نور د ولس په سترګو لاس يښودل الله ﷻ مو وشرموه له دغه هيبته سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...