یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونها.ا : ننګرهار کې پر واده برید موږ نه دی کړی، عاملين...

ا.ا : ننګرهار کې پر واده برید موږ نه دی کړی، عاملين مو يې نیولي

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د طالبانو ‏اسلامي امارت د ننګرهار د تېرې شپې د یوه واده پر مراسمو ترسره شوې پېښه کې لاس لرل رد کړل.

طالبان وايي، چې تېره شپه د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ په شمسپور مار غونډۍ کلي کې د ملنګ جان په نوم د یوه کس د واده مراسمو ته درې کسان د طالبانو له نوم څخه په استفاده ورغلي او غوښتنه يې کړې چې ساز او سرود بند کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، وسله والو کسانو ‏په همدې مهال پر خلکو ډزې کړي چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او څو کسان ټپیان شوي دي.

 د طالبانو د اسلامي امارت مطبوعاتي سرچينې وايي، چې د پيښې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي او یو تن تښتیدلی چې پلټنې پسې روانې دي.

‏سرچینه زیاتوي چې د پيښې عاملينو د طالبانو له نوم څخه په استفادې سره شخصي تربګني پاللې.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد توند غبرګونونه پارولي دي.

طالبان په وروستيو کې د ورته ملامتیو پړه یې په نامعلومو وسله والو اچوي، خو تر اوسه یې یو ځل هم د داسې پېښو د عاملينو د هویت او ورته ورکړل شویو مجازاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

2 COMMENTS

  1. د وحشت او ظلم انتها

    تالبان ددې وحشت اصلی عاملین دی او د خلکو په سترګو کی دی خاوری ته اچوی.

    تالبانو داسی وحشیان او سړیخواړه روزلی او د پردو د ارمانونو پوره کولو لپاره يی د ددرغجنو جنتونو د لاس ته راوړلو لپاره پداسی روحیه سمبال کړی چی هر ډول وحشت ، انسان وژنه او د بی ګناه خلکو وینه تویول ورته د خپلو فاسدو او پردو مزدورانو مشرانو د واکمنۍ لپاره الهی او اسمانی هدایات او الهام ښکاری.

    تالبان یوه سړیخوره ډله ده چی د انسانانو په وینو او غوښو پايی او افغان وژنه ورته روا او حلاله ښکاری.

    افغانان باید ددوۍ کرغیړنی او افغان دښمنه څیری وپیژنی او ددوۍ په دروغجنو او خیالی جنتونو چی د اسلام سره هیڅ تړاو نه لری غلط نه شی دداډول بی ګناه خلکو د وژلو زمینه همدوۍ برابره کړی او دوۍ ددا ډول بی ګناه خلکو د وژلو اصلی عاملین دی

    د وحشت او نفرتونو په تیاروکی

    د لیوانو شرمخانو بادشاهی ده

    پدی ښار سړیخواړه اموخته شوی

    هر افغان سره يی لویه دښمنی ده

    ترهه کرکه یو وحشت په هرځای خور دی

    څه بلا بلا لیوانو زورواکی ده

    د مظلوم غاړه په دار باندی ختلی

    د جاهل د قضاوت ذمام داری ده

  2. تاسو د لومړۍ پیړۍ نه هم وروسته پاتې وحشیان یاست. د یو خوا د نړیوالو په پښو ورغورزیږئ چې په رسمیت مو وپژني او د بلې خوا شنه خره د اسلام په جامه کې. تاسو د انسانیت ازادۍ ته احترام نه لرئ او پدې غیری اسلامي او اخلاقي کړنو د حقیقي اسلام نه د خلکو نفرت مه پیدا کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب