Homeخبرونهد ط ویاند له امریکا او نورو وغوښتل چې د دوی حکومت...

د ط ویاند له امریکا او نورو وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني

تاند(شنبه، د عقرب ۸مه) طالبانو د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو هیوادونو وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او که یې ونه پېژني د دې او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو منفي ستونزې به نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ وویني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې،  د طالبانو د حکومت ویندی ذبیح الله مجاهد نن / شنبې په یوه خبري غونډه کې وویل «امریکا ته زموږ پیغام دا دی، که زموږ نه رسمیت پېژندنه دوام وکړي، د افغانستان ستونزه دوام کوي، دا د سیمې ستونره ده او کېدای شي د نړۍ پر ستونزې بدله شي.»

تراوسه پورې د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره اسعاري زېرمه په امریکا او نورو هیوادونو کې کنګل شوې ده.

پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني. دا په داسې حال کې ده چې روسیه د اشرف غني د حکومت پر پرزېدو او د امریکايي پوځیانو پر وتلو خوشاله ده.

ذبیح الله مجاهد وویل، تېر ځل هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې دلیل دا و چې د دواړو خواوو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې نه وې.

امریکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په یوولسمه نېټه په امریکا کې له تروریستي بریدونو او د اسامه بن لادن له نه سپارلو وروسته په افغانستان کې پر طالبانو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د هغوی رژیم یې وپرزېده.

خو ذبیح الله مجاهد وايي «دا ډول مسلې چې د جګړې سبب شوې، د خبرواترو له لارې حل کېدای شوای، دا د سیاسي جوړجاړي له لارې هوارېدلی شوای.»

مجاهد ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندا د افغانانو حق دی.

سره له دې چې هیڅ دولت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، د بېلابېلو هیوادونو چارواکي له طالبانو سره تماس نیسي ځکه چې ټول بېره لري چې د افغانستان انزوا به ترهګرو ډلو ته فرصت برابر کړي چې یو وار بیا په دغه هیواد کې ځالې جوړې کړي.

1 COMMENT

  1. تالبان دې لږ ځانونه سړي کړي. د بندو دروازو سیاست د هېڅ عاقل او هوښیار حکومت تګلاره باید نه وي.

    د ښځو زده کړه د ښځو اسلامي حق دی. طالبان کلیوالي دود د اسلام په نامه په ښځو کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...