پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeدا هم ولولئرسول امين / اسدالله غضنفر

رسول امين / اسدالله غضنفر

 

 یادونه: څو میاشتې پخوا (د ۲۰۱۱ د مارج ۲۸) په کابل کې د پروفیسر رسول امین  دلومړي تلین په مناسبت غونډه وه. په دې غونډه کې ما هم خبرې وکړې چې وروسته مې په کاغذ ولیکلې او وغزولې. د هغه ارواښاد د یاد د تازه ساتلو لپاره یې دا دی تاند ته ورکوم. غضنفر

 وختونه ډیر چټک تیریږي او د زمانې په غبار کې هر شی تتیږي، پټیږي او هیریږي ، خو ځینې کسان د هیریدو نه وي، پروفیسر رسول امین په همدې کسانو کې دی. دی چې رایادوم نو د ده په اړه تر هر څه ړومبی د عالي استعداد کلمه ذهن ته راځي. ارواښاد امین د جامع استعداد ، خلاق فكر او ژور تحليل څښتن و.  په دې وطن کې دغسې خلك نور هم شته مګر دۀ ورسره اكاډيميكې زده كړې لرلې. دى په اجتماعي او سياسي علومو باندې په رښتیا پوهېدۀ او دا پوهه يې له پراګماتيزم سره ملګرې وه. مطلب دا چې دۀ به د خپل چاپيريال شرايطو ته كتل او خپله اكاډيميكه پوهه به يې د دغو شرايطو په رڼا كې كاروله.

  له بلې خوا موږ ځينې كسان لرو چې هم پوهه ورسره شته او هم پراګماتيك خلك دي مګر دا وس نه لري چې خپلې آیډیې په فصيح ژبه بيان كړي، يعنې دوى خولۀ ور كسان نه دي. استاد امين خولۀ ور سړى و. دۀ چې به خبرې كولې ما به يې په معنا سربیره د جملو له طرزه هم خورا خوند اخيست.

  د استاد امين بل كمال دا و چې متعصب نه و. پوهه او خرافات يې له يو بل سره نه ګډول. ملي احساس او لاپې شاپې يې له يو بله بېل ساتل. كه به يې نوې خبره واورېدۀ او حقیقت به یې پکې ولید، نو كه به دغه نوې خبره د دۀ له پخوانو تجربو او انګېرنو سره په ټكر كې وه، داسې يې نه كول چې خامخا په هغه پخوانۍ خبره ټينګ ودرېږي. په فكرونو او قضاوتونو كې يې نرمي وه، تعصب او تر وار مخكې قضاوتونه یې نه خوښول.

  د خوی او روحیې په لحاظ هم ارواښاد امین ډیر جانانه سړی و. زړۀ ور و، دۀ هغه خبرې هم کولې چې نور یې د خپلو ګټو په خاطر یا  له ډاره نه کوي، او ګومان کوم همدا وجه وه چې صرف څو مياشتې وزير و. په استثنایي شرایطو کې له څو میاشتیني وزارته پرته، دی هیڅوخت مقام ته ونه رسید. دا ځکه چې د حقایقو په بیان کې زړه ور و. د مصلحت په نوم یې له رښتیا خواره کۍ سره جفا نه کوله. ما ته یو وخت سوال پیدا شو چې دومره صادق او د نویو فکرونو څښتن کس د دومره قسماقسم اسبتدادونو له منګولو  څنګه روغ راوتلی دی. دې پوښتنې ته چې ما کوم ځواب موندلی، هغه دا دی چې ارواښاد امین خاکساره، متواضع او د ټوکو شوقي بنیادم و. زموږ په استبداد او جهل ځبلې  ټولنه کې چې څوک د علم او فکر  او لویو مقصدونو ادعا لري، د هغه په اړه دا تصور موجود دی چې خوی یې باید د بادارانو غوندې وي، همیشه غټې غټې خبرې وکړي او په راشه درشه، لباس او خبرو کې باید د معمولي خلکو غوندې ښکاره نه شي. ارواښاد امین ته چې له عادي خلکو یې  ځان لوړ نه باله او جدي خبره به یې هم ډیر ځله د ټوکو او خندا په انداز کې کوله، د استبداد مامورینو  چې معمولا یې د پوهې او تجربې سویه ټیټه وه، ډیر ژر نه ورپام کیدل.

  د طالبانو د قدرت په وخت کې د ایران حکومت د افغانستان د مسالې په اړه یو سمینار جوړ کړ. د ایران حکومت له متحدې جبهې سره نږدې اړیکې لرلې  او له طالبانو سره یې  ډیره ورانه وه.

سیمنار ته راغلیو افغانانو به د طالبانو په مخالفت کې داسې خبرې کولې چې په ایرانیانو ښې ولګیږي. دې سیمنار ته پروفیسر رسول امین هم راغلی و. په هغه وخت کې ما د ایران په راډیو کې کار کاوه. یوه ایراني ژورنالیست چې په سمینار کې تر پایه ناست و، راته وویل چې: له رسول امینه پرته نورو افغانانو یوازې هغه خبرې کولې چې په ایران ښې لګیدلې.

 پروفیسر امین هورې ویلي وو چې که طالبان بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د تورې په زور غواړي حکومت وچلوي، دغه عیبونه په متحده جبهه کې هم شته. که طالبان په لوی کور کې کورګي جوړوي دا نیمګړتیا په متحده جبهه کې لا زیاته ده. که پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او نور افغانان یې هیر کړي دي، ایران هم د متحدې جبهې په ملګرتوب کې نورو افغانانو ته شا اړولې ده.

 ځینې کسان زړه وي او ځینې کسان په زړه ورتوب تظاهر کوي. زما په نظر رسول امین واقعي زړه ور و.

ارواښاد رسول امین د خپلو كارنامو د يادولو شوقي نه و. ځينې كسان يو خدمت كوي خو بيا بيا يې په مختلفو شكلونو په شخصي مجلسونو یا رسمي غونډو کې  يادوي. دى داسې نه و. ده په پېښور كې له سلګونو افغان ليكوالو سره مرسته وكړه او په شلګونو كتابونه يې ورچاپ كړل، خو ما هیڅ وخت له دۀ وانه ورېدل چې له پلاني سره مې دا مرسته کړې وه. د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې چې کوم خدمات کړي، د هغو په باره کې ځینې مطالب خپاره شوي دي. څومره چې زه خبر یم دغه معلومات ، له ادبي او فرهنګي تاریخ سره د خپلې ژورې مینې په بنیاد، سرمحقق هیوادمل راټول کړي وو. پخپله پروفیسر امین د خپلو فعالیتونو د یادولو او ځلولو شوقي نه و.

  د دۀ د شخصيت يوه بله ځانګړنه دا وه چې په سختو حالاتو کې یې هم روحیه نه بایلله. يو ځل ما پوښتنه ورنه وکړه: هیڅ وخت مې وارخطا ونه لیدلئ چې دا ولې؟ دۀ راته وويل: كه ته وارخطا ميدان ته ودانګې، لوبه دې تر شروع کیدو دمخه پنځوس فیصده بایللې ده خو كه په ډاډ سره مسابقې ته ودانګې تر پیلیدو دمخه دې پنځوس فيصده ګټلې ده.

ما دمخه یادونه وکړه چې دی د نوښتګر فكر څښتن و. په هغه وخت كې چې د ملګرو ملتونو د استازي په شمول ټولو د وسيع البنياده حكومت خبرې كولې، دۀ نوې خبره وكړه. دۀ وويل چې وسيع البنياده نه بلكې وسيع النظره حكومت پكار دى. له وسيع البنياده خو منظور دا دى چې هر څوك دې په چل او چالاكي ځان د يوۀ قشر او يوۀ قام نماينده وبولي او په حکومت کې دې ځان ته چوکۍ پیدا کړي، حال دا چې په وسیع النظره حکومت کې هغه کسان د چارو واګې تر لاسه کوي چې د نوې زمانې د پېژندلو او له نورو سره د ګوزارې كولو په هنر پوهیږي.

  پروفيسر رسول امين د كونړ په يوه معتبره كورنۍ كې دنيا ته راغلى و. كورنۍ يې د ساپيو له مشهور بغاوته وروسته هرات ته فرار شوه. وروسته بيا دى په نوې ځوانۍ كې پيښور ته لاړ او هلته يې په سياسي علومو كې په ډېرو ښو نومرو ماستري واخيسته. په اتیایمو کلونو کې چې ما په پیښور پوهنتون کې سبق لوست، د پروفیسر رسول امین د محصلۍ په موده ډیر کلونه تیر وو، خو ځینو  مشرانو ااستادانو د خپل وخت دغه ډیر لایق محصل نه و هیر کړی، په ډیر درناوي به یې د هغه ذکر کاوه.

 په كوچيواله كې د دوی په کورنۍ باندې راغلیو مشکلاتو د ده د شخصیت په جوړولو ژور اثر کړی و. هغه کسان چې د عمر په لومړیو کلونو او نوې ځوانۍ کې له متفاوتو شرایطو او محیطونو سره مخ کیږي، په ذهن کې یې ډیر سوالونه پیدا کیږي. د دغسې کس په ذهن کې د مختلفو حالاتو، شرایطو او اقدارو مقایسه روانه وي او دغه مقایسه د ذهن او فکر په روزلو کې لویه برخه لري. رسول امین چې د هلکوانې په عمر کې یې د قبایلي کلچر کلی، د خانانو په کورنۍ کې ژوند، په یوه اسیره کورنۍ کې او لریو نابلدو ښارونو کې ژوند او بیا په پیښور کې بیخي بیل چاپیریال تجربه کړ، معتدل فکر ته مایل شو او د مخالف فکر د زغملو وړتیا یې زیاته شوه.

 د ارواښاد امین  د ياد او ذكر په وخت يوه بله نكته هم د يادولو ده او هغه دا چې دۀ به همېشه دا ويل چې تر څو پورې د افغانستان په سويه فكر ونه كړو، د افغانستان مشكلات نه حل كېږي. افغانستان نه يو قام دى ، نه يوه ژبه ده، نه څو ډلې دي، بلكې دا ټول ملك دى .د دۀ په سياسي نظرياتو كې يو بله مهمه خبره دا وه چې د فكر په ازادۍ يې ډېر كلك باور و. دا به يې همېشه ويل چې څوك فكر وژني هغه انسان وژني، چې څوك فكر بندوي هغه انسان بندوي.

  رسول امين د بهاوالدين مجروح، عزیز الرحمن الفت او حكيم تڼيوال غوندې د هغو كسانو په ډله كې و چې په مقدس جهاد كې يې برخه واخيسته خو جهاد يې د يو بل استبداد د جوړولو لپاره ونه کړ، بلكې په دې مقدسه مبارزه كې یې د افغانستان د ازادۍ، سرلوړۍ او ترقۍ په نیت برخه واخيسته. ما خو په اوسني كابل كې د شهيد مجروح يا شهيد الفت په نوم كوم سړك يا څلور لاره ونه ليده، ډېر خوشبينه نه يم چې د پروفیسر امین په نوم يې هم ووينم . البته د داسې وخت د راتلو اميد لرم چې د وطن د واقعي خادمانو قدرداني وشي.

3 COMMENTS

  1. رسول امین او حکیم تڼیوال لکه له سېل څخه دوه جلا شوی مرغان دپيښور ښار په کوڅو کې سرګردان ول.موږ ډیرې مر ستې ور سره کړې دی دادجهاد پیل وه. موږ ډېر وخت ورسره تېر کړ، موږ هم ددوی په څېر دکوم تنظیم حیال نه ساته اونه په فکری لحاظ دومره ناتوان وه چې بل څوک دې موږ ته لاره پرانیزی.په هر حال په میاشتو موږ ور سره دلایل وویل ناستې او ولاړې مو وکړې چې یامخکې شی مبارزه وکړی او یا په کوم تنظیم ننوځی چې لاره پیداکړی هروخت په هوښیاره نه کیږی کله په ډب کله په اخ او کله په سیاست دلته څو اړخیزه بېړنی پراګماتېز م په کار وه چې له بده مرغه تڼیوال لکه دمرغۍ بچی دامین په وزره ننوت او کله امین دتڼي. دوه کسان یې نه درلود ل ولې داکیسه دیره اوږده ده.رابه شو دې برخې ته:
    د ارواښاد مجروح او الفت صاحب دشخصیت ظرفیتونه له رسول امین سره ډیر توبیر درلود.
    یو ماستر یایو پوهاند یا معادل اکادمیک کدر ځان ته مسولیت لری او باید لیدلوری یی روښانه وی ولې دخپل ولس په ژبه او نبض چې پوه نشی ،اهلیت او لیاقت ونه لری هسې غل وی نوله بوسو سره یی ارزښت یو دی
    وایی خپله ژبه هم کلا ده ! خوله ور هغه څوک دی چې ملی او اسلامی رسالت ولری امین داتوان نه درلو دکلا نه ! یوه بانډه یې هم جوړه کړاي نه شوی.
    وایی« مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید »دغنی به سلا کار ی تا دیره عطار وویل نو ګټه یې څه؟
    حهاد استبداد جوړول نه وه بلکې دافغان دخاورې غم ودرد ورنج ومحنت ومنت واهانت سر ه کلکه مبارزه لاس او پنجه نرمول وه چې بالاخره بریالی هم شوه.
    افغان ملت له جهاد سره دومره علاقه نه درلوده چار سده یې اډه وه.
    دا به دیره بده وی چې یو چا پسې بده ووایو خو تا یوڅه مبالغه کړې او له ارواښاد امین حخه دې ګاندی جوړکړی زموږ له فرهنګ دغه عادت ورته وایی یابل څه ورک نه شو.
    دپوهنتون یواستاد چې دخپل ولس په ژبه،فرهنګ، ضرورت ،امن، سوکالی، پرمختګ بوه نشی
    کمال يې څه دی؟
    ستا لیکنې باید معاصر وخت او رښتینی نقد په نظر کې ونیسی.

  2. د شریف زاد دغه بې معنا انتقاد د دې کرښو لیکلو ته مجبوره کړم. جنابعالي وايي (په میاشتو موږ ور سره دلایل وویل ناستې او ولاړې مو وکړې چې یامخکې شی مبارزه وکړی او یا په کوم تنظیم ننوځی چې لاره پیداکړی)
    بل ځای بیا وايي چې دوه کسان یې نه درلودل.
    هغوی چې دوه کسه نه لرل د څه دپاره مخکې شوي وای؟ وه د ظالم زویه په خپله به مخکې کېدې. په تا څه … لوېدلی و.
    د پټان لوی حماقت دا دی چې په خپل هیڅ شخصیت یې تعریف نه دی پیرزو. له احمدشاه بابا رانیولې تر امان الله خانه پورې او بیا تر اشرف غني پوري په ټولو پسې به د ټولو نه دی ډیر بد وايي.
    که امین ستا په فرمایش جهادي تنظیم نه دی جوړ کړی شهید مجروح هم دا (ناوړه) کار (له ښه مرغه) نه دی کړی.
    فاروق

  3. سلام،
    بل چا ته دخپل شخصیت تعبیر مه کوه نه مجبور وې اونه د بل حماقت ملګری خو ګوره چې
    تا بشپړ اهانت کړی ستا پوهه له لیکنې ډیره ټيټه ده زما په فکر روانی تکلیف لری .ستا نوم فاروق دی خو دفرق او توپیر په مانا په ډېر لیرې واټن کې پروت یې. که زما پلار ظالم وای ما ستا په څېر دپراټو او…. فرمایش چا ته وړاندیز نه کاوه . تا باندې دهندو چل شوی ملامت نه یی.. قالو سلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب