دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهطالبانو په واده کې د موسيقۍ له کبله ۲ تنه وژلي او...

طالبانو په واده کې د موسيقۍ له کبله ۲ تنه وژلي او ۱۰ ټپيان کړي

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) له ننګرهار څخه په يوه راپور کې راغلي، چې طالبانو په يوه واده کې د موسيقۍ غږيدو له کبله ۲ تنه وژلي او لږ تر لږه ۱۰ نور يې ټپيان کړي.

يوې ځايي سرچينې تاند د ته وويل، چې دا پېښه د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په مارکونډۍ تېره شپه رامنځته شوې ده.

ويل کيږي، چې طالبانو پر دې مراسمو هغه مهال چاپه واچوله چې په لوړ آواز موسیقي وغږول شوه.

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود مياخېل هم پخپله ټویټر پاڼه کې دا خبر د ځايي سرچينو په حواله يې خپور کړی.

نوموړي لیکلي:((‏جلال اباد کې هره ورځ هدفي وژنې او حلالول دي خو څوک له ویرې غږ نه پورته کوي.))

په یوه بل خبر کې راغلي دي چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې دوه مېرمنې او یو نارینه وژل شوي او څو ماشومان ټپیان دي.

له ننګرهاره د یوبل خبر له مخې: په شېرزاد ولسوالۍ کې هم د واده په مراسمو کې په هوايي ډزو کې یو تن وژل شوی او یوبل ټپي دی. ویل کېږي چې سیمه ایزو طالبانو د پېښې په تړاو د څېړنو لپاره پنځه کسان نیولي دي.

د طالبانو ویندویانو تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي

په وروستيو کې له ننګرهار ولايت څخه هره ورځ د لسګونه هدفي وژنو خبرونه ورکول کېږي، خو ويل کيږي چې د رسنیز کیدو زمینه یې برابره نه ده.

3 COMMENTS

  1. طالبان که داسې نران وي او غیرت لري خلکو ته دې ټکله ورکړي…..خلک دې په نس ماړه کړي بیا دې په موسیقۍ خلک وژني.

  2. د وحشت او ظلم انتها

    تالبان ددې وحشت اصلی عاملین دی او د خلکو په سترګو کی دی خاوری ته اچوی.

    تالبانو داسی وحشیان او سړیخواړه روزلی او د پردو د ارمانونو پوره کولو لپاره يی د ددرغجنو جنتونو د لاس ته راوړلو لپاره پداسی روحیه سمبال کړی چی هر ډول وحشت ، انسان وژنه او د بی ګناه خلکو وینه تویول ورته د خپلو جاهلو او مفسدو او پردو مزدورانو مشرانو د واکمنۍ د ټینګولو لپاره الهی او اسمانی هدایات او الهام ښکاری.

    تالبان یوه سړیخوره ډله ده چی د انسانانو په وینو او غوښو پايی او افغان وژنه ورته روا او حلاله ښکاری.

    افغانان باید ددوۍ کرغیړنی او افغان دښمنه څیری وپیژنی او ددوۍ په دروغجنو او خیالی جنتونو چی د اسلام سره هیڅ تړاو نه لری غلط نه شی دداډول بی ګناه خلکو د وژلو زمینه همدوۍ برابره کړی او دوۍ ددا ډول بی ګناه خلکو د وژلو اصلی عاملین دی.
    لکه په پورته لیکنو کی هم یاده شوی چی بی وزله افغانان همدا وخت له لوږی او فقر خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا وحشی ډله خو بی وزله افغانانو سره هیڅ ډول مرسته نه شی کولی بلکه د افغانانو لږه خوشحالی هم په غم او وینو بدلوی.

    د وحشت او نفرتونو په تیاروکی

    د لیوانو شرمخانو بادشاهی ده

    پدی ښار سړیخواړه اموخته شوی

    هر افغان سره يی لویه دښمنی ده

    ترهه کرکه یو وحشت په هرځای خور دی

    څه بلا بلا لیوانو زورواکی ده

    د مظلوم غاړه په دار باندی ختلی

    د جاهل د قضاوت ذمام داری ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب