Homeخبرونهبريتانيا: ۲۹ افغان همجنس بازان مو د طالبانو له ګواښه خوندي او...

بريتانيا: ۲۹ افغان همجنس بازان مو د طالبانو له ګواښه خوندي او خپلې خاورې ته ولېږدول

تاند:( شنبه، د عقرب اتمه) د بريتانيې د بهرنيو چارو وزيرې اعلان وکړ، چې نهه ویشت همجنسباز افغانان پرون د دوی خاورې ته ورسیدل.

 وزیرې لیز تراس وويل، چې د همجنسبازانو د حقونو د سازمانونو په مرسته له افغانستانه وایستل شول.

وزيرې وویل، د دې کسانو د ایستلو په برخه کې یې مهم رول لوبولی او  له افغانستانه به د هغو افغانانو د راایستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.

د افغانانو په دې همجنسبازه ډله کې زده کوونکي او مدني فعالان هم شامل دي.

 د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې دا هغه طبقه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تر بل هر چا له ډير تبعیض سره مخامخ دي او زورزیاتی ورسره کیدای شي.

طالبانو بيا ټينګار کړی ، چې هيچا ته يې ګواښ نه دی پېښ کړی.

ويل شوي، چې دې ډلې لسګونه زره نورو هغو کسانو ته هم له ګواښه ډک چاپيريال رامنځته کړی، چې د مخکيني نظام د امنيتي، عدلي، قضايي، مطبوعاتي او نورو برخو اړوند وو.

په دې برخه کې د ځينو هدفي وژنو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

1 COMMENT

  1. زموږ هیواد کې ژوند خلکو باندی دومره سخت شوی چې د وتلو پخاطر ځینې پر خپل ځان هرڅه تپي ، د دی لپاره چې له هیواد نه ووځي، ځینې ځان عیسوي او ځینی هم ، هم جنسباز دا ټول يوازی د وتلو لپاره په هر حال که د دوي دا ادعا رښتیا هم وي دا ۲۹ کسه زموږ د خلکو په خبره (بدفعله ) د یو سلو دیرش زره کسانو په پرتله چې هیواد نه وتلي اصلا په هیڅ حسابیږي، زموږ ډیری هیوادوال د خطر او ناوړه شرایطو له کبله مجبور شوي دي هیواد پریږدي خو طالب ډنډورچيان به اوس د دی خبر له خپریدو نه وروسته ادعا وکړي چې وګورئ موږ خو ویل چې هیواد نه داسی کسان وځې او دا خبر د ټولو هغو هیواد والو رنګه هم بدوي چې هیواد یې پریښې یا وروسته به له هیواد نه له مجبوریت نه ووځي نو د پورتنې دلایلو پر اساس زما په نظر دا خبر د خپریدو ارزښت نه درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...