چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهپه نړیوال شل اوره جام کې د افغانستان لومړنۍ سیالي

په نړیوال شل اوره جام کې د افغانستان لومړنۍ سیالي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۳مه)  د افغانستان او سکاټلنډ لوبډلې نن د نړیوال شل اوره جام په سیالیو کې په داسې حال کې له یو بل سره مخامخ کېږي چې افغان لوبغاړي په خپل هیواد کې د وروستیو میاشتو جګړو او لویو تحولاتو اغېزمن کړي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تازه ګومارل شوي کیپتان محمدنبي د یکشنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې وویل چې لوبغاړو یې متحده عربي اماراتو ته د تګ لپاره د وېزې ستونزې لرلې او د نورو ټیمونو خلاف په ځنډ د لوبو ځای ته ورسېدل.

خو محمد نبي د هغو لوبغاړو یادونه وکړه چې د نورو هیوادونو په لوبډلو کې یې تمرین کړی دی.

که د افغانستان او سکاټلنډ د مسابقو تاریخچې ته وکتل شي، افغانستان اکثره سیالۍ ګټلي خو په روان جام سیالیو کې سکاټلنډ په لومړي پړاو کې ټولې سیالۍ وګټلې او په ښه روحیه دې پړاو ته راغلی دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره د نورو افغانانو په شان لوبغاړي هم د خپل ژوند د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمن دي. د لوږې او بېوزلۍ د ډېرېدو، د بې روزګاۍ د اوج ته رسېدو او ګڼو نورو ستونزو تشویش د لوبغاړو په شمول د هر افغان ذهن مشغول ساتلی دی.

حتي د نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو مخکې دا وېره وه چې د ښځو د سپورت په اړه د نویو واکمنانو د سختدریځو پالیسیو له کبله ښايي افغانستان له دې سیالیو محروم شي.

خو له دې ټولو سره سره دا سیالۍ په متحده عربي اماراتو او عمان کې کېږي. د اماراتو له میدانونو سره افغان لوبغاړي ډېر بلد دي او له دې کبله چې په دې میدانونو کې ورو باولران ښه نتیجه ترلاسه کولی شي، دا د افغانستان لپاره یو بل امتیاز دی.

ډېره هیله شته چې افغان لوبغاړي به نن سکاټلنډ ته ماتې ورکړي. سکاټلنډ ته ماتې به د افغان لوبغاړو د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او له پاکستان سره به، چې د هند په وړاندې په لوی توپیر بري یې روحیه خورا لوړه کړې ده، ښې لوبې ته چمتو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب