تاند:( يکشنبه، د ليندۍ دويمه) طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې نن يې په هرات کې د خپلې يوې انشعابي ډلې ( ملا نیازي ډلې) له جنګياليو سره جګړه شوې ده.
په هرات کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمود شاه رسولي په يوه اعلاميه کې ويلي، چې نننۍ جګړه د انسان تښوونکو له یوې ډلې سره وه.
د سرچينې په وينا، نن د انسان تښوونکو یوه څلور کسیزه ډله د هرات ښار په ۱۵ مه ناحیه کې يوه کور ته ننوتي وو، چې د دوی جنګياليو پرې بريد وکړ او په نښته کې يې څلور واړه ووژل.
ويل شوي، چې د نښتې پر وخت يوه اندازه وسله طالبانو ته په لاس ورغلې او ۲ جنګيالي يې ټپيان شوي دي.
د هرات يو شمېر خبري سرچينو نن ويلي و، چې له طالبانو سره جګړه کوونکي د دوی د يوې انشعابي ډلې د مرستيال ملا منان نیازي اړوند دي.
ويل کيږي، چې د دغې ډلې يوه برخه وسله والو له داعش ډلې سره بیعت کړی او د طالبانو خلاف د هېواد په لوېديځ کې جګړې ته تیاری نیسي.
……………………………………………………………How small is this news site and it lies and lies