Homeخبرونهامکانات او ډوډۍ نه وه، خوست روزنتون بند او يتيمان يې رخصت...

امکانات او ډوډۍ نه وه، خوست روزنتون بند او يتيمان يې رخصت شول

تاند:( يکشنبه، د ليندۍ دويمه) په افغانستان کې د بشري ناورين له شدت سره، طالبانو په خوست کې د امکاناتو او ډوډۍ د نشتوالي له کبله ليلیه لرونکي یتیمان خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.
د دغه روزنتون يوه مسوول سورګل رسنيو ته ويلي، چې په دې روزنتون کې يوازې ۶ هغه ماشومان پاتې دي، چې نيږدې خپلوان او کورونه، نه لري.
ويل شوي، چې مخکې په خوست روزنتون کې ۳۵ يتيمان لیلیه وو.
د روزنتون منسوبينو ويلي، چې له ۳ مياشتو راهيسې دوی ته هم معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبير احمد عثماني ويلي، چې د اقتصادي ستونزو له حليدو سره به رخصت شوي يتيمان بیرته را وغوښتل شي.
طالب مشرانو ژمنه کړې، چې يتيمانو ته به خاصه پاملرنه وکړي.
د دوی له واکمنیدو سره افغانستان يو بيساری بشري ناورين تجربه کوي.
نن د کابل په لويديځ کې ۸ يتيم ماشومان، چې د يوې کورنۍ غړي وو، د لوږې له کبله مړه شول.
نړيوالو ادارو د ۳ ميليونه نورو ماشومانو په اړه هم جدي خبرداری ورکړی، چې د شديد فقر له وجې ممکن مړه شي.
طالبانو نن د فقر د شدت له کبله د کرنې وزارت د غنمو ملي زېرمې، چې يوه وروستۍ اسره وه، پرانيسته څو د اوبو د مدیریت په يوه پروژه کې خلک کار ته استخدام او په بدل کې غنم ورته ووېشي.

5 COMMENTS

  1. سړی حیران شي چې طالب چارواکي څنګه د شپی آرامه خوب کوي: تاسو دا لاندی خبرونو ولولئ :

    – خوست کې روزنتون پدی خاطر وټړل شو چې امارتی نظام ، ماشومانو ته خوړو په برابرولو کې پاتې راغلې

    ـ لوګر ولایت کې بندیان غرمه خپل کور ته د ډوډی خوړلو لپاره ځې او بیا بیرته محبس ته راځې.

    ـ اوس هم د هیواد په کلیو او باڼدو کې طالبان کلیوال مجبوره وي چې ورته ډوډۍ راوړي.

    ـ څو ورځی مخکې رسنیو کې خبر خپور شو چې اته تنه معصوم ماشومان همدا کابل کې د لوږی له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړي.

    ـ تر اوسه په هرات ، قندهار ننګرهار کابل او څو نورو ولایتونو کې د تیر نظام کارکونکي پدی خاطر چې خپلو بچو ته د وچې ډوډی د برابرولو توان یی نه لره په ځان وژنی لاس پوری کړی.

    ـ حضوری چمن کی همدا اوس لسګونه کونډی رنډی خپلو بچو ته د یومړی ډوډی د برابرولو پخاطر دکور اسباب خرڅوي.

    دا زموږ د خلکو او هیواد د زړه بوګنونکي حالت یواځی څو بیلګی دي چې ټوله نړی یی ورخطا کړی مګر د امارتي چارواکي بیغمه خپلو چوکیو کې ناست او ورځ په ورځ پړسیګي.
    بما خو په خپل ژوند کې داسی بیغیرته، سرتمبه ، بی عاطفی او بی احساسه چارواکي ندي لیدلي

  2. سلامونه،
    امکانات خو مخکینیو رژیمونو خپلو جیبونو او بهرني بانکونو کې کنګل کړي دي .لاکن ، د قطر، کویټې، پیښور او نورو خیټورو سیاسي مشران چې اوس به هم په ډالرو او دینارو معاشونه اخلي
    – + هغه ګلمرجانها !! چې په سلونو بلیونه ېې له کومه پیدا کړي ؟! د همدې ماشومانو او کوڼډو رڼډو د پلرونو په وینو معاملو !
    ولې یو انساني، اسلامي اوغاني حتی جهادي!!! او عمري رګ نه خوځوي؟؟؟؟
    .او دکابل د غرب خو د محقق سوء تبلیغات دي. هاغه د زغره وال لڼډ کروزر او د باډیګارډانو پیسې دې زکات ورکړي!!!.
    ( من این لهم هاذا؟) او) بِ اَی ذنب قتلت؟؟(

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...