شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد فقر‌اوج ، طالبانو د وروستۍ اسرې په توګه د غنمو د...

د فقر‌اوج ، طالبانو د وروستۍ اسرې په توګه د غنمو د ملي زېرمو وېش پیل کړ

تاند:( يکشنبه، د ليندۍ دويمه) په افغانستان کې د فقر له شدت سره، طالبانو له ملي زېرمو څخه استفادې ته مخ اړولی دی.
د طالبانو کرنې وزارت نن له نورو ادارو سره په ګډه د کار په بدل کې د غنمو ورکولو پروګرام پرانيست چې د دوی په وینا  ۴۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
‏د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد دا پروګرام خورا مهم ګڼلی او ويلي، چې دا يې د مشرتابه د نه ستړېدونکو هڅو پایله ده.
هغه زياته کړې، چې د دې هڅو په پایله کې به د هېواد په اقتصادي او سوداګرۍ کې د پام وړ پرمختګونه وشي.
‏د طالبانو د کرنې اومالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد ويلي، چې دکرنې وزارت په سټراټیژیکو زیرمو کې ۶۶ زره ټنه غنم موجود دي چې له کابل وروسته به په نورو ولایتونو کې هم دبغلان، بلخ، ننګرهار اوقندهار له سټراټیژیکو زېرمو څخه دخوراکي توکو په بدل کې کاري فرصتونه رامنځته شي.
طالبانو که څه هم د دې پروګرام پيلول د خپلو مشرانو د نه ستړي کېدونکو هڅو پایله ګڼلې، خو په ټولنيزو رسنيو کې د غنمو د وېش دا لړۍ ډېره نقد شوې او طنزيه غبرګونونه ورته ښودل شوي.
د منتقدینو په وینا طالبانو له تېر جمهوري نظام څخه ورپاتې غنم د ميليونونو هغو بې کاره کړو او بې ډوډۍ کړو کسانو په بوې محدودې برخې، هغه هم د درنو کارونو په بدل کې د سترې لاسته راوړنې په توګه ويشي، چې همدې ډلې وزګار کړي او بې ډوډۍ کړي دي.
د غنمو له ملي زېرمو څخه هېوادونه معمولا هغه مهال استفاده کوي، چې د فقر او لوږې وروستي حد ته رسېدلي وي.
نن د کابل په لويديځ کې د يوې کورنۍ ۸ ماشومان له لوږې مړه شول، چې يوه هزاره سياستوال محمد محقق دا پېښه طالبانو ته شرمونکې وګڼله.
پر طالبانو نيوکه ده، چې د اوج ته رسولي بشري ناورين د مقابلې لپاره د پراخو نړيوالو مرستو په جذبولو پاتې راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب