شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهامير خان متقي ته د خلکو غوسه، ډيورنډ يې رسمي پوله ګڼلې

امير خان متقي ته د خلکو غوسه، ډيورنډ يې رسمي پوله ګڼلې

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي له دې کبله د خلکو غوسې او توندو غبرګونونو سره مخ شوی، چې ولې يې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ګڼلې ده.

منتقدینو په ټولنيزو شبکو کې د متقي د اړوندو خبرو ويډيو هم خپره کړې او په دې اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دغه طالب وزير يادې څرګندونې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سفر پر مهال په ارګ کې نوموړي سره د يوه ګډ ويډيويي پيغام پر مهال کړي دي.

افغان ژورناليست ميرويس ستانکزي پر خپل ټویټر د متقي د دغو څرګندونو ويډيو خپره کړې او اعتراض یې پرې کړی.

د ښځو د حقونو فعالې هيله مجتبی طالبانو ته په خطاب کې ليکلي: (( په داسې پروپاګنده، ضد و نقیض او بې ځایه خبرو ولاکه ښه حکومتداري وشي.))

طالبانو په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې دوی ډيورنډ کرښه په رسميت نه پيژني.

خو منتقدین يې وايي، چې طالبان په دې خبرو افغانان غولوي او په رسمي مجلسونو کې د متقي په شان پاکستاني ملاتړو ته يې تابع دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي وروستی سفر له نورو غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی.

د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ويلي، چې د پاکستاني يو رسمي پلاوی په لومړي ځل د طالبانو په همدې واکمنۍ کې له ويزې پرته افغانستان ته سفر وکړ.

هغه افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی وباله او ټينګار يې وکړ، چې دغه هېواد د پاکستان له خولې څخه ډېره لويه مړۍ ده او پاکستان به يې هضم نه کړای شي.

2 COMMENTS

  1. همدا مصنوعی خیټور ملاګۍ متقی او دده په شان نور خیټور طالبان او تنظیمونه د امریکا په ډالرو او د خلیلزاد تر رهبری او د پنجابی پاکستان د ISI تر کنترول تربیه شوی دی ددوی لپاره د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال اندکترین اهمیت نه درلود او نه ئی اوس لری او سربیره ددوی غیری افغانی تربیی سره بیا هم دا پنجابی چټلستان به ددی خائینینو خیټورو په واسطه د افغانستان مصنوعی د انګلیس توطیی سرحد په افغان ملت تحمیل نکړۍ شی اودا خرڅ شوی او تربیه شوی غلامان په داسی وطنفروشی اعمالو سره ځانونه افغان ملت او جهان ته لا ښه تره په ګوته کوی !!!!! اجنبیان همیش د خپلو شومو هدفو تر لاسه کولو لپاره همداسی جاهل بی سواده قاتلین په کار دی او دا رنګارنګ قاتلین د سترنج ګوټکو په شان سره بدلوی او فعلآ ئی احمق ترین جاهلین ئی هم په اول ځل او اوس ئی بیا دوهم ځل په ډرامائی شکل سره کابل ته داخل کړل او دا نوره غلامان ئی دوهم ځل لپاره په تیښتو کړل داسی لوبی به دوام ولری تر څو اجنبیان خپلو مردودو اهدافو ته ورسیدای شی !!!!!

  2. ښاغلی امير خان متقي ته وایم چه په خپلو خبرو کی د ښه دقت څخه کار اخله. ډيورنډ رسمي پوله نه ده او نه به وی.
    د ډیورنډ د پولی خبری د حوکمتونو خبری نه دی اونه به وی. ځان پوه کړه. دغه خبری د افغان ملت او لر او بر پښتون دی.
    که چیری د ملی ارزښتونو په ضد داسی خبری بیا سهوآ تکرار کړی، نو خلک او اولسونه به د اسلامی امارت د مشرتابه څخه ستا د منفک کیدلو خواست وکړی.
    تاسی باید حکومت، دولت او اولسونه وپیژنی.
    تکرار د ډيورنډ د پولی موضوع یوه ولسی او دولتی ده. نه حکومتی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب