چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د جیمز بانډ تازه فلم په ۳ ورځو کې ۵۶ ملیون وپلورل...

د جیمز بانډ تازه فلم په ۳ ورځو کې ۵۶ ملیون وپلورل شو

تاند- د جیمز بانډ د فلمونو د ټولګې تر ټولو نوی فلم (د مړینې وخت نه دی)، چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د امریکا په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، ۵۶ ملیون ډالره وګټل. په دومره لنډ وخت کې د دغه فلم پلور حاضردمه په درو ورځو کې دې فلم تر ټولو د ډېر پلورل کېدونکي فلم نوم وګوټ.

خو دې ته په پام چې دا فلم په ۴۴۰۷ سینماګانو کې ښودل شوی، تر هغه څه چې تمه کېده، کمې پیسې ګټلې دي.

تمه کېده چې دا فلم به په لومړیو دریو ورځو کې له ۶۰ ملیونو تر ۷۰ ملیون ډالرو پورې وګټي. که څه هم د (د مړینې وخت نه دی) فلم تر هغه څه چې توقع کېده، ډېر لږ هم نه دی پلورل شوی خو هغو مثبتو نقدونو یا کره کتنو ته په پام چې د دغه فلم په اړه شوي او همداراز دې ته په کتو چې دانیل کریک د وروستي ځل لپاره د جېمز بانډ په رول کې پکې کار کړی دی، کېدای شوای چې دې فلم تر دې خورا ډېرې پیسې ګټلې وای.

دې فلم تراوسه په ټوله نړۍ کې ۳۱۳ ملیون ډالره ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب