جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهناهيد فريد: طالبانو ته د انساني حقونو لومړني درسونه بايد له سره...

ناهيد فريد: طالبانو ته د انساني حقونو لومړني درسونه بايد له سره پیل کړو

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د ښځو د حقونو افغان فعالې او د لغوه شوې ولسي جرګې غړې ناهيد فريد له نهيلۍ سره ويلي، چې له کلونو مبارزې وروسته اوس بايد له سره پيل او طالبانو ته د انساني حقونو لومړني درسونه وښيي.

هغې دا خبره په خپل ټویټر د يوې هراتۍ نجلۍ د هغه ويډيويي پيغام له خپرولو سره لیکلې، چې طالبانو نه دوی ته د زده کړو د اجازې غوښتنه کوي.

ناهيد فريد دغه وضعيت دردونکی ګڼلی، خو زياته کړې چې د هراتۍ نجلۍ دا پيغام او جرئت څرګندوي، چې افغانستان بدل شوی او طالبان بايد نننيو واقعيتونو ته په کتو ورسره تعامل وکړي.

دغې ښځينه فعالې ټينګار وکړ، چې د خپلو ازاديو تر لاسته راوړلو پورې به مبارزه کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، دغې ډلې د ښځينه وو زده کړو ته تر شپږم ټولګي اجازه ورکړې، خو نور یې په زده کړو، کار او فعاليتونو بنديز وضع کړی.

طالبان په دې اړه د قیوداتو د ختمولو پرله پسې ژمنې کوي، خو عملي اقدام يې تر اوسه نه دی لیدل شوی.

دوی له دې کبله، په کور دننه د ډېرو ښځينه اعتراضونو تر څنګ د نړيوالو او په خاصه توګه د اسلامي هېوادونو تر سختو فشارونو لاندې دي.

د مصر د الازهر جومات ملا امام څه مودې مخکې په پښتو ژبه د يوه ټويټ له خپرولو سره، طالبان وهڅول، چې د ښځينه وو د زده کړو ممانعت پای ته ورسوي، خو طالبانو تر اوسه دې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

5 COMMENTS

  1. په ملګرو ملتو کې دافغانستان لپاره ددایمی سفیر یا استازی څوکی خالی ده نو فوزیه کوفی او ناهید فرید چې دامریکا سنا سره اړیکی لری، دمنافقت او شیطانت لپاره نن نیویارک ښار ته راغلې وی . دغه افه ګانې یو ډله دی چې دراوا ګروپ په نوم یی دښځو دحقوقو په نوم دسیما سمر شعله ای په مرسته کار کړی او له هرې سوړې یې بیسی تر لاسه کوی . لویدیځ په لومړی سر کې دښځو دحقوقو مسله له ملګرو ملتو پاس کړه چې په نړۍ کې ور نه نغاره جوړه شوه اوس ناهید او شکریه بارکزی دانورې افه ګانې ورته پکه وهی او په ښکاره ناری وهی دښڅو طرحې ته په سیاسی چوکاټ یو ثابت او هراړخیزه پلان په کار دی دښځو حقوق دنړۍ په ټو لو هېوادو کې څه ډول بڼه لری ؟.

  2. د کابل اوسني واکداران باید په دې وپوهېږي، چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او دوی باید د هغوی حقه حقوق تر پښو لاندې نه کړي. دغه سرناخلاصي باید په دې هم وپوهېږي، چې د نجونو تعليم او د خویندو تحصیل د هغوی د حقه حقوقو څخه یو دی. دوی که په هره بهانه د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او خویندو پر مخ تړي دغه یې د جهالت او سرتمبګۍ وروستی حد دی.‌ په دې یوویشتمې پېړۍ کې که څوک غواړي خپل همنوعان او هېوادوال په بې ځایه بهانو په تیارو کې وساتي دغه کار یې نه بخښل کېدونکی جنایت او ستره بې ننګي ده. دا کوم منطق مني،‌ چې په یوه ولایت کې دې ټول مکتبونه د نجونو او پېغلو پر مخ خلاص وي، خو بل ځای دې نور شکنجه کېږي،‌ چې ولې تاسې د دغه حق غوښتنه کوئ؟

    له روشنفکرو او روڼ آندو څخه هم په کلکه غوښتنه کېږي، چې په خپلو لیکنو او نظریاتو کې د دغه حق د ورکړې په اړه په اوسنیو واکمنانو باندې غږ وکړي او د دوی پر دغو بې ځایه پرېکړو باندې نیوکې وکړي ترڅو دوی له یوې خوا د قلم رسالت پر ځای کړی وي او له بلې خوا یې دغه نوي واکمنانو خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي وي. دوی چې وايي موږ بدل شوي یو او د ټولشموله نغارې هم وهي، نو باید خپل بدلون په خپلو اعمالو او کړو وړو کې خلکو ته وښيي، هغه دا چې دوی د نورو حقوق نه تر پښو لاندې کوي.

  3. داکتره سلام:
    زما دنظر اصلی برخه داده:
    امریکا له طالبانو سره رسما پروتوکول لاس لیک کړ ،رسمیت تور وی که سپبین اوس فوزیه کوفی دښځو په حقوقو، له امریکا په کنګل شوې پیسو او نور يي لاڅهّ………… په هر حال راغلو دتعلیم په هکله .
    دتعلیم او تربیې فرهنګ او مبادی: زه فکر نه کوم په نړی کې به داسی ځواک وی چې ددې فرهنګ مخه ونیسی .
    د ښځو وحقوقو فرهنګ: سیا سمر،فوزیه کوفی ، ناهید اوډلې يې پخپله داستعمار په بطن کې موفعیت لری.دکومو ښځوڅخه ډفاع کوی؟
    داسلامی او ملی کلتور پر بنا: ددې ډلې هویت دښځو دحقوقو په مبارزه کې ستر شرم او بې حیایی ده.
    دنړۍ دښځو دحقوقو په مقایسه: د تریلیون دالرو دسهمیې یو هغه برخه چې دنړۍ له ښځوسره دمقایسې وړ نه دی.
    خو که بیا هم دزده کړو تعلیم او تربیه په نوم سیاسی سوء استفادی، جاسوسی، او اهانت کوی ابدا دا ددوی حق نه دی.
    هیله لرم چې دقضيې اصلی برخه او محراق روښانه شوی وی او له هردول غلط فهمی که شوی وی معذر ت غواړم

  4. په افغانستان کی غازی امان الله یواځینی پاچا وه چه د جنکیو مکتبونه یی جوړ کړه.
    په افغانستان کی یواځینی سړی حبیب الله بچه د سقاو وه چه د جنکیو مکتبونو مخالف وه. او په دغه هکله یی امان الله خان کافر باله.

    علم او زده کړی د نجونو او هلکانو مسلم حق دی.
    ناهید فرید د ښځو مکتبونه او حقوق نه غواړی. دا د خپل پخوانی لنډه غری ژوند غواړی.
    لمړی آغلی ناهید فرید په افغانستان کی یواځینی ښځینه وکیله ده چه په تیر پارلمان کی ډیره غیر حاضری لری.
    آغلی ناهید فرید په قومی تعصب او شر اچولو کی ډیره تکړه ده، کله چه روشنایی جنبش د ټوټاپ مظاهری کولی دا ډیره فعاله وه…….
    آغلی ناهید فرید د مهاجرت ژوند په ایران کی تیر کړی، اقتصادی ژوند یی ډیر خراب وه، خو کله چه د پارلمان وکیله شوه. نو مسعوده كرخي ورته په ژوندی بڼه داسی وویل :

    شفقناافغانستان- شب گذشته در یک گفتگوی زنده مسعوده کروخی نماینده هرات از فساد گسترده ناهید فرید نماینده دیگر هرات در مجلس پرده برداشت .
    به گزارش شفقناافغانستان، مشعوده کروخی اظهار داشت که خانم فرید از وظیفه اش سوء استفاده کرده است .
    وی افزود: ناهید فرید در طول پنچ سال وکالت یک ماه هم بیشتر در مجلس حضور نداشته است .
    وی بیان داشت: خانم فرید لوکس ترین موتر ها را از دوبی خریداری می کند و با پلت ولسی جرگه در کابل سورای می کند.
    کرخی گفت: بانو ناهید روابط خاص برخی سفارت ها و از طرف شورای امنیت حمایت می شود.
    وی تصریح کرد: ناهید فرید روزی که از هرات به عنوان نماینده به کابل رفت هیچ چیز نداشت اما حالا در امریکا لوکس ترین خانه را دارد و یکی از سهم داران پوهنتون امریکا درافغانستان است و صاحب چندین موتر و خانه است این همه را از کجا آورده است؟
    وی بیان داشت: ناهید فرید به چشم مردم خاک میزند و در برابر رسانه ها گپ از دموکراسی و حقوق بشر میزند همه ی این ها دروغ است مردم را فریب می دهد.
    وی اظهار داشت: ناهید فرید برادر اش را به امریکا فرستاد و سکرترش چندی پیش به اتهام کمشن کاری پاسپورت در هرات نیز دستگیر شده بود.

    په بل فیسبوک کی ورته یوسرباز د ایران د سفیر دغه لاندی خبری لیکلی
    ( ناهید فرید #شرم_کن!
    سفير ايران در كابل:
    سادگي يك وكيل پارلمان= ناهيد فريد عضو مجلس نمايندگان افغانستان ٣ بار ازم خواهش كرد تا شوهرش سفير در ايران انتصاب شود ولي من رد كردم.
    اين در حاليست خانم ناهيد فريد در روز اول معرفي سفير تازه هندوستان در كابل نزد وي رفته بود.)

  5. علم او زده کړی د نجونو او هلکانو مسلم حق دی.
    فوزیه کوفی د ښځو حقوق نه غواړی.
    فوزیه کوفی غواړی د کرزی او اشرف غنی د وخت په شان بیا د لنډغرو قوماندانه یم، د مافیه غړی او د بدخشان کانونه، تاریاک او خپلسره ملیشی ولرم. فوزیه کوفی او دهغی خور مریم کوفی چه ښځو ته څومره وفاداره
    دی. دغه لینک په ګوګل کی ولیکی او بیا د فوزیه په باره کی قظاوت وکړی

    فوزیه کوفی قاچاقبر و برادران فاسدتر از خودش را بشناسید!

    دغه لاندی ویدو لینک په ګوګل کی ولیکی او بیا د مریم کوفی په باره کی قظاوت وکړی.

    فا…ح..ش..ه خانه های مریم کوفی Parasto TV

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب