سه شنبه, مې 21, 2024
Home+یوه نړۍ او مختلفي تیوري (نظریې) / پوپل صمیم

یوه نړۍ او مختلفي تیوري (نظریې) / پوپل صمیم

د نړیوالو چارو او موضوعاتو لوستل د ریالیسټ، لیبرال او د اساسي او بنیادي سمون غوښتونکو ترمنځ د پراخ او اوږد رقابت په مطالعه کې ښه پیژندلي سو. ریالیسم او یا هغه مکتب چې پېښي په واقعي ډول څرګنده وي، دوي په دې باندې ټینګار کوي چې د هیوادونو او ولسونو تر منځ مشکلات او جګړې د دوي د شخصي غوښتنو په اساس رامنځ ته کیږي. لیبرال او یا ازاد غوښتونکي بیا له مختلفو لارو دې مشکلاتو او جګړوته ګوري او ټینګار کوي چې ددغو مشکلاتو مخنیوی کیدای سي. د اساسي او بنیادي سمون غوښتونکي بیا په دې ټینګار کوي چې د یو هیواد او یا ولس د اړیکو د بدلېدو امکان سته. ددغو مکتبونو تر منځ سرحدونه ځینی وخت ډیر تت او مبهم وي او اکثره وخت یې تر منځ توپیر کول ګران کار دی. که څه هم سیاست پوهان او ساسي  علماء د نړۍ زیاتره پیښې له دې درو جهته څېړې خو بعضی وختونه د نړۍ ټولو پیښو ته ددې مکتبونو له عینکو کتل هم مشکل کار دی. خو علماء، ساسي پوهان، استادان او شاګردانو تر منځ مباحثه ددغو مکتبونو دیسپلین تعریف کړي او موږ ته یې واضح کړی دی. 

(Realism) ریالیسم 

ریښتینواله: ریښتینوني یا ریالیست هغه چا ته ویل کیږي چې د چارو او پېښو رښتیني لاملونه او جوړونکي توکي وڅیړي او وشمېري. او په ټوله کې رښتینی هغه چاته ویل کیږي، هر څه چې وایې هغه ترسره کوي. دا مکتب هڅه کوي چې د نړۍ او ټولنیز چاپیریال سره سمونتیا تر لاسه کړي. رښتینواله د خیالپالۍ په وړاندي تګلاره ده. د سړې جګړې په دور کې د ریالیسم مکتب مسلطه او حاکمه نظریه وه. د ریالیسم مکتب په دې باندې ټینګار او باور کوی چې نړیوالي چاري او روابط  دیو څو لویو قوتونو او حکومتونو تر منځ تګلاره ده،تر څو دا ستر قوتونه وتوانېږي خپلي ګټې خوندي کړي او په نړیواله  صحنه کې پاتې سي. د ریالیست مکتب  ممسیلین د هغې نظریې په اړه هم بدبینه وو چې ګواکې نړیوالي چاري او روابط د مشکلاتو او جګړو په  له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي.

د سړې جګړې په دور کې ریالیسم ځکه مسلطه او حاکمه نظریه وه، چې نړیوال چاري یې په ډیره ساده مګر قوي دلایلو باندې  تشریح کړې وي، لکه د هیوادونو تر منځ د اتحاد تړونونه، امپریالیزم (دانحصار او نورو لارو څخه هیوادونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل)، د هیوادونو ترمنځ همکاري په مخ کې خنډونه، او داسی نوري نړیوالي پیښي. ددې مکتب زیاتره ټینګار او تاکیده د هیوادونو تر منځ په سیالیو باندې وو خصوصا بیا دامریکا او د شروي بلاکونه تر منځ سیالي او دوښمني. 

موږ پوهیږو چې ریالیسم  یوازنی مکتب نه دی، ددې نظریي تر څنګ نور مکتبونه هم وجود لري. خو د وخت په تیریدو سره او د سړې جګړې په وخت کې د ریالیسم په نظریه کې هم د پام وړ تغیرات راغلل. د کلاسیک ادبیاتو ریالیستانو لکه هانس مورګینتو او رینهولډ نیبور په دې باور وو، چې دولتونه یا هیوادونه لکه انسانان طبعي او ذاتي خواهشات لري تر څو نور تر خپل کنټرول لاندې راولي او پر مسلط سي. د هانس او رینهولډ په نظر همدغه ذاتي خواهشات دي چې حکومتونه او ولسونه جګړې ته هڅوي. هانس پدې هم ټینګار کاوه چې پخوانی کلاسیکل سیستم (هغه حکومتونه چې واک پکښې په درو برخو ویشل سوی وي) او ددغو درو قواو تر منځ د واک توازون یې ښیګڼه بللې ده او دوه طرفه دوښمني یا سیالي  لکه د متحده ایلاتو او شروي اتحاد تر منځ له کلونو راهیسي وه، یوه خطرناکه لوبه بللې ده. 

وروسته بیا د نیوریالیست مکتب چې کنیت والټز  وړاندې کړه، انساني طبیعت او یا ‌د انسان ذاتي فطرت پکښې له نظره غورځیدلې ده او ډیر تمرکز یې د نړیوال سیستم په  اثراتو او چلند باندې کړی دی. والټز په دې باور وو چې نړیوال سیستم د یو څو محدودو سترو قوتونو څخه جوړ شوی دی او هر یو کوشش کوي چې پایښت ومومي. والټز ځکه په دې عقیده وو، چې نړیوال سیستم  د انارشېزم بڼه لري او بې قانونه سیستم دی، داسي یو مرکزي حکومت اوقوت په دې سیستم کې وجود نه لري ترڅو حکومتونه او هیوادونه یو له بله وژغوري او هر هیواد کوشش کوي تر څو په صحنه کې پاتې سي او پخپله د ځان څخه دفاع و کړي. والټز دا هم لیکي چې دا حالت کمزوري حکومتونه دې ته هڅوي تر څو له سترو قوتونو سره یوځای سي، ددې پر ځای چې له هغو سره سیالي وکړي. د نیوریالیست تیوري بنسټپال والټز  د هانس مورګینتو هغه نظریه هم رد کړې ده،  چې ملټیپولریټي سیستم تر بایپولریټي سیستم غوره دی او ادعا یې کړې ده  چې د بایپولریټي سیستم تر ملټیپولریټي سیستم برقراره دی. 

یو څه موده ورسته د ریالیسم نظریې بڼه بدله سوه او لږ پرمختګ پکښې رامنځ ته سو. د رابرټ جرویس، جورج  قویسټر، او سټیفن وان ایورا په واسطه د تیري او دفاع  نظریه ور اضافه سوه. دې درې پوهانو په دې ټینګار کاوه چې د شخړو او جګړو یو عمده لامل د هیوادونو او حکومتونو یو بل په أسانی سره فتح کول یا نیول دي.  کله چې دفاعي حالت اسانه وي تر تیري حالت، نو ستر قوتونه ددې کوشش کوي چې پر یو بل د حملې څخه لاس واخلي او دا حالت د هیوادونو تر منځ  یو له بل سره د همکاري لاره پرانیځي تر څوخپلو مشترکو اهدافو ته په ګډه سره  ځان ورسوي. کله چې په دفاعي حالت کې ګټه لیدل کیږي او حکومتونه د دفاعي او تیري حالت  او وسایلو تر منځ د تشخیص  کولو وړتیا په ځان کې ویني، نو په هغه صورت کې دا قوتونه کوشش کوي هر هغه څه لاس ته راوړي چې د خپل ځان په دفاع کې ترې ګټه واخلي بغیر ددې نه چې نور هیوادونه  تهدید کړي یا وګواښي. په عین حال کې دا حالت د نړیوال انارشیزم سیستم تاثیرات هم کمزوري کوي. 

د تیري او دفاعي نظریې  ریالیستان په دې عقیده هم  وو، هغه حکومتونه چې یوازي کوشش کوي د نورو له تیري څخه ځان وژغوري، دوي له سترو قوتونو سره د اتحاد تړون له مخي یو ځای کیږي تر څو له دوي څخه په آینده کې دفاع وکړي. والټز او نورو نیوریالېستان باور درلودی چې د امریکا متحده ایالات د سړې جګړې په دوره کې تر ټولو یو خوندي او ساتلي قوت وو. دوي ځکه دا باور درلودی چې د امریکا متحده ایالات یو ستر قوت وو او کولي یې سول چې هر رکم  تیری کوونکې بهرنۍ پالیسي غوره کړي تر څو نور په تهدید کړي. د سړې جګړې په ورستیو کې د ریالیسم مکتب د مورګینتو د هغې نظریې چې شخړې او جګړې د انسانانو له ‌ذاتي او فطرې خواص  څخه نتیجه اخلي، تېره سوه او یو څه یې د خوشبیني طرف ته بڼه مایله کړه. 

(Liberalism) لېبرالېزم  

ازادیواله، پراخ لید، دا نومونه د لاتیني ژبي څخه سرچینه اخلې. د لېبرال مکتب پیروان په دې عقیده دي چې انسان نړۍ ته ازاد راغلی او د خپل واک او اختیار خاوند دی. دا په دې مانا چې انسانان د خپل واک خاوند دي او باید په خپله خوښه ژوند وکړي. د لېبرالېزم مکتب عمومي په دوو برخو ویښل کیږي، چې یوه یې سیاسي او بله یې اقتصادي ازادیوله دي. د لېبرالېزم فلسفه د اتلسمي پیړۍ له پایه پیل او په نولسمه پیړۍ کې په برتاینا کې رامنځ ته سوه او وده یې وکړه. جرمي بنتهام، جېمز میل، جان ستوارت میل، توماس هیل ګرین او نور ددې فلسفي له بنسټوالو څخه شمیرل کیږي. 

لمړۍ برخه یا سیاسي ازادیوالي یې په دې باور وو، چې انسانان باید د فکر ازادي، د وینا ازادي، او د شخصي عمل ازادي ولري ، خو دا ازادي باید تر هغه حده وي تر څو  د نورو اشخاصود ازادیو په مخ کې کوم خنډ جوړ نه کړي او یا کوم ضرر ورته ونه رسوي. دوهمه برخه یې د اقتصادي ازدیوالي په  نوم یادیږي چې په دې باور وو،  په اقتصادي خوځښت کې انسان باید خودمختاره وي  او په سوداګري او شخصي راکړه ورکړه کې باید سیاسي کنټرول نه وي . دا په دې مانا ده چې د حکومت  باید په شخصي ملکیت کې لاس ونه وهي. هر انسان باید د خپلو حقوقو ازادي ولري او د خپل ملکیت واک ور سره وي .

د لېبرالېزم پراخ لید د ریالیسم مکتب له یو غټ او مهم ګواښ سره مخ کړ.  یو شمېر لېبرالېستانو ادعا کوله چې د اقتصاد له پلوه د حکومتونو یو پر بل باندې تکیه، د ځینو حکومتونه  مخه نیسي تر څو یو پر بل باندې له حملې یا تیري څخه ډډه  وکړي او یا له زوره کار وا نه خلي. دا ځکه چې شخړي او جګړې به د دواړو طرفو اقتصاد وځپي او د پرمختګ په لار کې به ورته ډېر خنډونه جوړ کړي. دوهمه ډله لېبرالېستان چې د جمهور وډرو ویلسن پوري تړلې وو او له هغه سره یې نژدې اړیکي در لودې،  فکر کاوه، چې په نړۍ کې د ډیموکراسي خپریدل د نړیوالي سولي له مهمو عناصرو څخه دی. دغي ډلي ادعا کوله چې ډیموکراتیک دولتونه په ذاتي یا میراثي توګه ډیر سولییز دي تر استبدادي دولتونو. دریمه ډله لېبرالېستان بیا په دې عقیده دي چې نړیوال سازمانونه یا بنسټونه لکه د پیسو نړیوال صندق او د انرژۍ نړیوال اژانس له لاري کولي سو په هغو دولتونو چې له زوره کار اخلي، مجبور کړو تر څو په خپل چلند کې تغیر راولي او نړیوالي همکاري ته غا ړه کښېږدي او وتوانېږي  په نړیواله سطحه خپلو اهدافو ته په چټکۍ سره ځان ور سوي.

خو ډیرو دغو لېبرالېستانو بیا د نړیوالو سازمانونو نظریه دومره جدي نه نیوله خصوصا هغه د همکارۍ سازمانونه چې ډیرو هیوادونو پکښې کې ګډون درلودی. دوي ادعا کوله چې زیاتره دغه سازمانونه د سترو دولتونو لخوا د خپلو شخصي اهدافو ته د رسیدو لپاره جوړ سوي او د دوي تر اغېزې لاندې دي. په عمومي ډول په نړیوالو چارو او موضاعتو په سطحه، د لېبرالېسم مکتب دولتونه د مرکزي لوبغاړي په توګه پیژندل. د ټولو لېبرالېستانو له نظریو  څخه دا اخذ کولي سو چې نړیواله همکاري زیاتره د دولتونه  بهرنۍ پالیسي ده تر څو خپل  نفوذ په نړۍ کې پیدا کړي او نور دولتونه له ځان سره یو ځای کړي. 

رغښت پالنه نظریه ((Constructivist Theory

د ریالسیم او لېبرالېزم مکتوبونه تر ډیره حده توجو یا ټینګار په مادي جهتونو باندې کوي لکه نړیوال قوت او نړیواله راکړه ورکړه او له بلي خوا د رغښت پالني نظریه د مفکورو په اغېز او تاثیراتو باندې ټینګار کوي. ددې پر ځای چې ووایو، دولتونه یوازي کوشش کوي چې په نړیواله صحنه کې پاتې سي او پایښت وومومي، د رغښت پالني مکتب پیروان او پوهان داسي انګیرنه کوي او وایې چې د دولتونو ګټي او هویتونه د یو خاص تاریخي مرحلو نتیجه ده او په هر وخت کې په ډیره لوړه سطحه نوي بڼه ځان ته غوره کوي. د دوي زیاته توجو په ټولنه کې هغو موضوعاتو، رواجونو او افکارو ته ده چې په یو ټولنه کې په مجموعي ډول منل شوي وي، ځکه د یوې ټولني همدا منل شوي افکار او رواجونه دي چې د ټولني په عقیده، کړه وړه او ګټي تنظیمه وي او مشروعت ور کوي. د رغښت پالني نظریه زیاته توجو او ټینګار په ټولنه کې په تغیراتو باندې کوي او په نړیوالو چارو کې د مارکسیزم په ځای زیات کار ترې اخیستل کیدی.   

د سړې جګړې په وروستیو کې د رغښت پالني نظریې نور هم مشروعیت پیدا کړ ځکه چې د ریالېزم او لېبرالېزم نظريې ځینی نیمګړتیاوي درلودې او ونه توانېدې چې د سړې جګړې مخنیوی وکړي او یا یې ټول اړخونه په مکمل توګه و څیړي. پوهان وايې چې رغښت پالانو تر یوې اندازې سړې جګړې لاملونو ته ځواب درلودي ، خصوصا کله چې د شوروي اتحاد جمهور رئیس میاخیل ګورباچو د شوروي اتحاد په بهرنۍ پالیسي کې تغیرات راوستل او د نوي نظریې (Common Security) مشترک امنیت ته یې هرکلی وکړ او زړه یې ورته ښه کړ.  

برسیره پر دې، موږ په یو داسي عصر یا دور کې کرار لرو چیرته چې زاړه یا پخواني میعارونه او رواجونه د تحول سره مخ دي، ځینی خاص سرحدونه د ړنګېدو په حال کې دي، په هویت پوري تړلي موضوعات نور هم رغند رول پیدا کوي . د کارپوهانو او سیاسی شنونکو توجو نوره هم دغو موضوعاتو ته ور اوښتې ده او د سیاست په ډګر کې یې خاص ځای نیولي دی. د زغښت پالانو په نظر، د سړې جګړې عمده لاملونه د مختلفو ډلو او ګروپونو هویتونه او ګټي وي او څرنګه ددغو هویتونو څخه ګټه واخلې تر څو خپل امتیازات خوندي کړي. که څه هم قدرت په رغښت پالنه کې له نظره نه دی غورځېدلي خو زیاته توجو یې دې ته وه چې څرنګه  مختلفي نظریې او هویتونه منځ ته راغلل،  څرنګه یې د وخت له تیرېدو سره تکامل وکړ او  دولتونه له کومو جهتو دغه تحولات  څیړل او کوم عکس العمل یې غوره کوی تر څو ځان له بدبختیو وژغوري. ځکه نو مهمه ده هغه که اروپایان  ځانونه د یو ملت او یا د یوې لوي وچي په حیث معریفي کوي، هغه که جرمني او جاپان دي چې خپل تیر تاریخ له سره تعریفه وي او په خپلو بهرنیو پالیسیو کې اصلاحات راولي او په نړیوالو چارو کې فعاله رول و لوبوي او یا هغه که د امریکا متحده ایالت  چې خپل هویت د نړۍ د پولیس په حیث منی یا رده وي. 

د رغښت پالني نظریه مختلف اړخونه لري او نړیوالو موضوعاتو له مختلفو جهتونه څخه  څیړي. الیکسانډر وینډټ په دې نظر وو او ټینګار یې کاوه چې د ریالیست د انارشي نظریه په کافي اندازه سره هغه اختلافات او مشکلات چې د دولتونو تر منځ واقع کیږي په ښه توګه نه دي بیان کړي. د وینډټ په نظر، څرنګه انارشي پیژندل سوې ده او یا تعریف سوې ده. هغه په دې ټینګار کوي چې دولتونه د انارشي څخه سرچینه اخلي او منځ ته راځي. د رغښت پالني د نظریې یو بل اړخ بیا په سیمه ییزو دولتونو باندې ټینګار کوي او وړاندوینه کوي چې ګډي اړیکي او مشترک مدني ارزښتونه پخواني یا زاړه ملي احساس کمزوری کوي او په بنیادي بڼه  نوي سیاسي اتحادئې ته لاره جوړه وي. نور رغښت پالان بیا د معیارونو په رول باندې تمرکز کوي او ادعا کوي چې نړیوال قانون او نور منل شوي نړیوال معیارونه پخوانی د (Sovereignty) واک نظریه کې تغیرات راوستلي دي  او په اساسي ډول باید د واک څخه د کومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره استفاده وشي. د رغښت پالني نظرئې ټول اړخونه زیات تمرکز په دې وو چې څرنګه سیاسي لوبغاړي خپل ځانونه او ګټي تعریف کوي اوپه خپلو کړو وړو کې سمون راولي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب