جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملي مقاومت شورا يو شمېر منفي غبرګونونو سره مخ شوه

د ملي مقاومت شورا يو شمېر منفي غبرګونونو سره مخ شوه

تاند:( شنبه، د اکتوبر ۲۳ مه) د يو شمېر سياستوالو لخوا د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د عالي شورا اعلانيدل له یو شمېر منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دغه شورا پرون د يوې اعلاميې له خپرولو سره د موجوديت اعلان وکړ.

استاد سیاف، مارشال دوستم، یونس قانوني، عطا محمد نور او محمد محقق د دغه شورا لوړ پوړي غړي یاد شوي.

د کریم خلیلي يوه نيږدې کس او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مخکيني مصالحې عالي شورا مرستيال اسدالله سعادتي په يوه ټویټ کې لیکلي، چې دوی جګړې ته د خلکو د بللو له هر ډول غږ سره مخالف دي.

هغه له سیاسي مشرانو غوښتي، چې په داسې لاره لاړ نه شي، چې افغانستان د سوریې په برخليک اخته کوي.

د ملي ثبات ټولنې مشر او د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل وويل، چې وسله والو مخالفتونو وطن کمزوری کړی او خلک محتاجه کړي دي.

هغه د اصلاح او بدلون لپاره په منطق او خبرو ټينګار وکړ او له طالبانو يې وغوښتل، چې اصلاحي نیوکو ته سينه پراخه او غوږونه خلاص وساتي.

د مخکینۍ ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي بيا ويلي:((‏د ولس لپاره په تیرو ۴۳ کلونو کې په کورنۍ جګړه کې دخیلې ډلې د معقول سیاست لارویان نه شي کېدلئ.

ځوانان باید د افغان سیاست د راتلونکي لپاره یو نوي باب پرانیزئ.))

ژورناليست وحید پیکان بيا ويلي، چې د چپاولګرانو شورا د قاتلانو د ډلې پر ضد د موجوديت اعلان وکړ.

د هغه په باور، افغانستان به هغه مهال ارامه شي، چې طالبان او جهاديان دواړه پکې نابود شي.

د ملي مقاومت عالي شورا اعلان کړی، چې لومړی طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته کیني، چې د اسلامي او جمهوري ارزښتونو له مخې يې منتخب او ټول ګډونه نظام جوړولو ته وهڅوي، خو که دوی ورسره خبرو ته کینناستل، پر ضد به یې وسله واله مبارزه پیل کړي.

مخکې ويل شوي وو، چې د دې شورا د جوړېدو هڅې له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د بهرنيو چارو مخکيني وزير حنيف اتمر پيل کړي.

خو ستانکزي او اتمر په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. سیاپه جنایتکاره زوړ ګناهکاره دمرګ و وحشت علمبرداره!
    ۱۵ کاله دې د آی ایس آی له سوړې د افغانستان ته غپل. ۵ کاله دې کابل کې د رباني مسعود لپاره قتل عامونه وحشتونه وکړل. شل کاله دې د امریکایانو ناټو سپيتوب وکړ ځمکه درنه پاتی نه شوه هدیرې د غصب کړې او اوس د بګوان له مندره بیا غاپې او….
    پوهیږم، شهرکونه د زره لنډکروزرو کاروانونه د باډي ګاردانو کتارونه د ډالرو بستې او بکسونه او… یوه شپه کې بایلل ډير سخت وي.

    خو ګومان مې نه شي بیا په پغمان کې پسکۍ واچوې ولاړل هغه وختونه په خوب کې به یې هم ونه وینې، مړی به دې د بګوان خواته سوزوي او ایرې به یې ګنګا و جمنا ته ورخطا کیږی له خیره ههههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب