جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا له تاجکستانه د افغان هوايي ځواک پروسنل باسي

امریکا له تاجکستانه د افغان هوايي ځواک پروسنل باسي

تاند(شنبه، د میزان ۳۰مه) د امریکا متحد ایالتونه به ژر شاوخوا ۱۵۰ افغان پېلوټان او د افغان هوايي ځواک نور پرسونل، چې امریکايي ځواکونو روزلي او له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په تاجکستان کې په بد وضعیت کې په توقیف کې دي، له دې هیواده وباسي.

د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له ناببره واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د هوايي ځواک لسګونه الوتکې/ څرخکې تاجکستان او ازبکستان ته والوتې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې د افغان هوايي ځواک پرسونل به کله له تاجکستانه ولېږدول شي، خو ویې ویل چې امریکا غواړي چې ټول په یو وخت ولېږدوي.

د امریکا د پلان دقیقه نېټه لا څرګنده نه ده خو امریکا تر دې وړاندې لسګونه افغان پېلوټان او د هغوی څرخکې له ازبکستان څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي دي.

مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د افغانستان د هوايي ځواک ۱۴۳ تنه پرسونل د تاجکستان له پلازمېنې دباندې په یوه غرنۍ او کلیوالي سیمه کې په یوه سانتوریم کې په دې تمه د بند شپې – ورځې تېروي چې بالاخره به امریکا یا امریکا ته تر لېږدېدو وړاندې کوم بل هیواد ته وړل کېږي.

دوی د یوه موبایل ټېلفون، چې په پټه یې ترلاسه کړی و او د تاجکستان له امنیتي ځواکونو په پټه یې خبرې کولې، رویټرز ته ویلي چې تاجک چارواکو یې ټېلفونونه او اسناد ضبط کړي دي.

په عین حال کې د افغان هوايي ځواک ۱۳ تنه نور غړي، چې په دوشنبې کې دي او په ښو شرایطو کې اوسي، رویټرز ته ویلي چې دوی هم انتظار دي چې امریکا ته به وړل کېږي.

دا ۱۳ تنه له نورو جلا تاجکستان ته تللي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب