Homeخبرونهروسيه: داعش او القاعده د افغانستان له بې ثباتۍ د ګټې اخيستو...

روسيه: داعش او القاعده د افغانستان له بې ثباتۍ د ګټې اخيستو هڅه کوي

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اته ويشتمه) روسي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د طالبانو واکمنيدل په افغانستان کې د ثبات په مانا نه ده او د داعش او القاعدې په شان ترهګرې ډلې له دې بې ثباتۍ څخه غواړي ګټه واخلي.

دا خبرداری نن د افغانستان په اړه د مسکو غونډې د پیل په وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ورکړ.

لاروف زیاته کړه، ګڼې تروریستي ډلې غواړي چې له بې ثباتۍ څخه د ځان په ګټه کار واخلي خو د ټولو په سر کې اسلامي دولت او القاعده دي، چې یو وار بیا یې سرونه راپورته کړي، او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خونړۍ حملې کوي.

نوموړي د طالبانو واک ته رسېدو ته په اشارې وویل چې دا بدلون د ثبات راتګ نه شي ګڼل کېدای ځکه چې له یوې خوا په لنډ اټکلېدونکي وخت کې بل الترانتیف یا متبادل نه شته، له بلې خوا حکومت د نړیوالو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او همداراز د کابل نوي چارواکي له اقتصادي، مالي ستونزو او بشري چلینجونو سره مخامخ دي.

په مسکو کې د افغانستان د مشورتي غونډې درېیم پړاو نن د دغه ښار په پریزدنټ هوټل کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د سیمې د هیوادونو د استازو ترڅنګ د طالبانو د رييس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون یو پلاوی ګډون لري.

د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷ کال څخه پیل شوي خو دا لومړی ځل دی چې دې غونډې ته د افغانستان له لوري یوازې طالبان بلل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون ويلي وو، چې په دې غونډه کې به له طالبانو څخه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه هم وکړي.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دې غونډې پر مهال غوښتنه کړې، چې روسيه دې د دوی رژيم په رسميت وپېژني.

په مسکو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام سفير سيد طيب جواد پرون مسکو ټایمز ته ویلي و، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ د نه په رسميت پېژندلو ډاډ ورکړی..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...