تاند:( چارشنبه، د ميزان اته ويشتمه) بریتانوي رسنۍ وایي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره لیز تراس به په نیږدې ورځو کې د افغانستان په اړه د خبرو په موخه سعودي عربستان او قطر هېوادونو ته په سفر ورشي.
ویل شوي، چې دا به د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه منځني ختیځ ته د آغلې تراس لومړنی سفر وي.
قرار است لیز تراس، وزیر خارجه بریتانیا، در روزهای آتی به قطر و عربستان سعودی سفر کند.
د افغانستان د وضعیت او دغه راز له دغه هېواد څخه د قطر په همکارۍ د بریتانوي اتباعو او افغان همکارانو ویستل یې د دغه سفر عمده موخې ګڼل شوي دي.
په دې اړه د خبرو لپاره څو اونۍ مخکې د افغانستان لپاره د بریتانیې د صدراعظم ځانګړی استازی کابل ته هم په سفر راغلی و.
هغه د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي وو.
بریتانیې له افغانستان سره د بشري ناورین د مهارولو په برخه کې د بشري مرستو ډاډ ورکړی و، خو تراوسه یې د عملي اقداماتو راپور نه دی ترلاسه شوی.
له پاکستان سره د متحده ایالاتو او یو شمېر لویدیزو هېوادونو له نارضایتۍ وروسته، په وروستیو کې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه او په خاص ډول قطر له طالبانو سره د اړیکو لپاره د نړیوال تمرکز مرکز ګرځیدلی.
قطر، چې طالبانو ته یې په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کې د سیاسي دفتر د پرانیستو اجازه ورکړې وه، تراوسه د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر توندلارو دریځونو یې اعتراض کړی.