Home+راشدخان، نړیوال جام د ورو باولرانو دی

راشدخان، نړیوال جام د ورو باولرانو دی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۷مه) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی راشدخان اټکل کوي چې د نړیوال شل اوره جام ګټونکي به سپینر یا ورو باولران وي.

راشدخان د کرکټ مشهورې ویبپاڼې (اي ایس پي این کریک اینفو) ته وویل چې افغانستان هر ټیم ته په دې شرط ماتې ورکولی شي چې دوی ښه بیټنګ وکړي.

د افغانستان د کرکټ ټیم لومړۍ دوې سیالۍ د اکتوبر په ۲۵ او ۲۹ نېټو دي.

راشد خان، چې دا یې دوهم ځل دی چې په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې ګډون کوي، تراوسه پورې ۳۳۳ لوبغاړي سوځولي او د شل اوره سیالیو په فارمټ کې د نړۍ لومړی نمبر باولر ګڼل کېږي.

د راشدخان په باور د متحده عربي اماراتو میدانونه د ورو باولینګ لپاره ډېر مناسب دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...