تاند:( چار شنبه، د ميزان اته ويشتمه) د امريکا متحده ايالاتو چارواکو يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې له افغانستان سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي، خو د دغه هېواد کنګل شوې شتمني به طالبانو ته ور نه کړي.
د متحده ايالاتو د ماليې وزارت مرستيالوالی آدیمو د دغه هېواد سنا جرګې ته وويل، چې پر طالبانو به د متحده ايالاتو بندیزونه دوام ولري.
له دې سره، د نوموړي په وينا، له افغانستان سره به د بشري ناورين د مقابلې لپاره د دوی بشرپاله مرستې روانې وي.
طالبانو د امريکا متحده ايالاتو له لوري د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره شتمنۍ کنګلول له افغانستان سره ظلم او د بشري حقونو نقض ګڼلی.
پاکستاني چارواکو هم له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پانګه طالبانو ته په واک کې ورکړي.
طالبان په افغانستان کې د دوی له واکمنیدو سره، د اوج ته رسېدلي بشري او اقتصادي ناورين اصلي دلیل د يادو پيسو کنګل کيدل ګڼلي، خو اقتصادي شنونکي وايي، چې که دا پيسې کنګل هم نه وي، طالبان يې مصرفولای ځکه نه شي، چې يادې پيسې د اقتصادي زيربنا حيثيت لري او په ورځينيو لګښتونو کې د استعمال وړ نه دي.
د پيسو نړيوالې ادارې پرون ناوخته وویل، چې د طالبانو له واکمنیدو سره به يوازې سږ کال د افغانستان اقتصاد ۳۰ سلنه را غورځي او تر ۱۰ ميليونه پورې افغانان به ناقانونه مهاجرت ته اړ باسي.
سرچينې ويلي، چې دا وضعيت به د سيمې هېوادونه، ترکيه او ان اروپايي ټولنه تر سخت فشار لاندې راولي او د کډوالو سېلاب به ور مات شي.
طالبانو بيا له بهر ته تلو افغان کډوالو هم غوښتي، چې بيرته هېواد ته ستانه شي.
دوی اقتصادي ستونزې حلیدونکي ګڼلي، خو منتقدین یې وايي، چې د مدرسو د فارغانو حکومتولي او ټولو برخو سره غیر تخصصي او نابلده چلند به د افغانستان اوج ته رسېدلی ناورين حل نه کړای شي.