جمعه, مې 3, 2024
Home+د افغانستان بازان چېرې وړل کېږي؟

د افغانستان بازان چېرې وړل کېږي؟

محمد اياز ترنك

(د تاند له ارشیفه*)

بازان د غرونو په داسي څوكو كي ځالي جوړوي، چي انسانان نه شي وررسېدلاى. دوى په كال كي دوه بچيان زېږوي، چي يو يې نر او بله يې ښځه وي. نر يې غښتلى، غټ او زيات قيمت لري. خو ښځه يې وړه او كمزورې وي، څوك يې چنداني نه اخلي. د باز سترګي تكي توري وي، كه شنې او يا سپيني وي، هغه ټپوس دى. د باز مښوكه كږه، پښې يې تر پنډيو پوري تكي شنې وي، د منځ نوك يې غټ او نور نوكونه يې واړه وي. بازان په ازاده هوا كي خوښ وي.

د باميانو ولايت زيات بازان لري، خو اواره ځمكه چنداني نه لري، بازان يې ټول سيوري ته ناست وي او ارزښت يې د هغو بازانو په پرتله، چي په دښت كي ګرځي، ډېر كم دى.

په سلو كي يو مرغه، د كار وړ په كي پيدا كېږي.

بازان په داسي ځاى كي ښكار كوي، چي هلته رېګونه وي، ځكه باز د ښكار پر مهال ډېر تېز ځي. كه لاندي ځمكه پسته وي، نو د پښو نوكان يې نه خوږېږي. په اواره كي د بازانو د ښكار بل علت دا دى، چي له ډېر ليري وړوكى شى ليدلاى شي. خزندې، مرغان او هېڅ شى نه شي ځني پټېداى.

د ښكاريانو په وينا: بازان د مني په موسم كي چي مڼې پخې شي، له ګرمو سيمو سړو سيمو ته راځي. كه سړى يې د تلي او ليندۍ په مياشتو كي ونيسي، نو ښه پلورل كېږي، تر دې وروسته يې خوند نه وي او ټېكه داران “ايجاره داران” پر خپله مخه ولاړ شي. سږ كال منى، د بازانو درې ښكاريان، زموږ د كلي

په يوه زړه كوټه كي، چي په پسرلي كي بزګران له بارانه په كي پټېږي او په دوبي كي د كلي هلكان بېډۍ په كي كوي، بسترې اچولي وې. حيدر خان يې باله، په غزني ولايت پوري اړوند، د ديك ولسوالۍ اوسېدونكى و، نوموړي پنځه ويشت كاله دبازانو ښكار كړى و.

 د افغانستان بېلابېلو ولاياتو لكه: كندز، بلخ، سمنګان، بدخشان، هرات او باميانو ته په ښكار پسي تللى و.

د ده په وينا، ان تركمنستان ته هم د بازانو په ښكار پسي تللى دى.

حيدر خان د بازانو په پېژندلو كي دومره مهارت لري، چي ان په هوا كي هم اصل او كچه باز سره پېژني. نوموړى وايي: “اصل باز چي الوزي، لكۍ ټيټه كړي او كچه باز لومړى د لكۍ خوا جګوي او بيا الوزي. د اصل مرغه بله ځانګړتيا دا ده، چي لكه كوتره تېز ځي، په هوا كي يې لكه جيټ الوتكه سږهارى وي او كچه باز مړ پړ روان وي”.

په افغانستان كي تقريباً 460 ډوله مرغان ژوند كوي، خو باز په ټولو مرغانو كي د نامي زوى دى.

 د حيدر خان په وينا: باز هم پر شپږ ډوله دى. نوموړى وايي: “تر يوه كال كم د باز اكوڼي ته “چوز” وايي. د دې مرغه د پښو او سترګو شا و خوا شنه وي. دا مرغه چي كله تر كال واوړي، نو “ترناك” يې بولي. د ده د سترګو او پښو په شا و خوا كي ژيړاولى پيدا شي. باز چي دريم كال ته لوړ شي، “ګرناس” ورته ويل كېږي. د دې مرغه د پښو او سترګو شا و خوا تكه ژيړه وي”.

په بازانو كي يو بل قوم هم شته، چي توره “تپه” يې بولي. دا ډول مرغه زياتره په هغو سيمو كي اوسېږي، چي بحر ته نژدې وي. د دې مرغه د سر وېښتان د ښځو د كوڅيو په څېر اوږده او پښې يې ژيړ بخوني وي.

څلورم ډول مرغه يې “بارۍ” بولي، چي زياتره يې د غزني په سيمه كي پيدا كېږي. دا باز له 14_ 15 انچو پوري اوږد وي، كه يې پښې شنې وې، بارۍ ده او كه يې پښې ژيړي وې، دا نر دى. “بارۍ بښ” يې بولي، په يوه روپي يې هم څوك نه اخلي.

د بازانو په قوم كي يو ډول مرغه دى، چي “شاه باز” نومېږي. تر دا نورو مرغانو لږ كم وي. سترګي يې ژيړي او وزرونه يې لنډ دي، سور نه لري، په لكۍ كي اوږد دى، له 15_ 16 انچو پوري اوږدوالى لري. لومړى چي خلكو د بازانو ښكار پيل كړ، نو دا ډول مرغان به يې نيول، وروسته په دا نورو بازانو اموخته شول، “

شين كار” د بازانو پاچا او په ټولو كي د نامي زوى دى. دا مرغه په خپله پلنه ككرۍ كي د يوې بټې ګوتي په كچه كډى (ژور) ځاى هم لري.

په افغانستان كي څه له پاسه د دوو لسيزو خپل سريو، د غرونو بازان هم كنډو كړل، د حيدر خان په وينا: “په افغانستان كي 150 لكه ښكاريان د بازانو په ښكار روږدي وو، چي دغو ښكاريانو تر اوسه تقريباً پنځوس لكه مرغان نيولي دي”.

دا چي د بازانو ښكار څنګه كېږي، حيدر خان په دې اړه وايي: “ښكاريان د باښې يا كوتري سترګي وروګنډي. د سترګو پورته خوا يې لږ چوله ولري، چي اسمان ويني، خو ځمكه نه شي ليدلاى، وزر هم لږ وروتړي، چي ډېر ليري ولاړ نه شي. ټمبوسكى (د وړوكي توپ غوندي ګردى شى دى، چي شا و خوا يې په لومو پوښلى وي) يې په پښو پوري وروتړي، باز چي له پاسه ورته وګوري، داسي فكر وكړي چي ګوا كي د مرغه په پښو كي ښكار دى.

 د باز دا عادت دى، چي كله ښكار كوي، نو ځان مړ ورباندي راپرېږدي. كله چي راشي، وزر نه ښوروي، له بريد سره سم په لومو كي ونښلي. كه ښكاري ژر ورونه رسېږي، نو كوتره، يا باښه خوري او پر خپله مخه ځي. كله چي باز څپ شي، نو ښكاريان ورباندي نارې وهي، چي غلى شي”.

حيدر خان زياتوي: “باز چي كله ونيول شي، نو بيا توره غوښه وركوو. په سپينه غوښه مري، ځكه چي دى زياتره وخت په غرونو كي اوسېږي، ډېر وخت اوبه نه وررسېږي. كه سپينه غوښه او يا مالګه وخوري، بيا تږى كېږي او له تندي مري. ده ته بايد د كوفتې غوندي ميده غوښه وركړه شي، ځكه چي غوښه يې بڼه تازه كوي”.

باز چي كله ښكار وكړي، كه سپك وي، له ځان سره يې پورته كوي او كه دروند وي، ځمكي ته يې راخوشي كوي، چي ميده شي، بيا نو پر كښېني، پاك يې وخوري. حيدر خان د باز سترګي تر هر مرغه تېزي بولي، نوموړى وايي: “باز له 50 كيلو متره ليري وړوكى مرغه ويني.

يو وخت له غزني څخه شپږ ساعته ليري، د خروار په سيمه كي تكه توره ورېځ وه. ما د غزني د ښار له څنګه كوتره ورپورته كړه، باز څپ شو، چي له لومو مي خلاص كړ، د باران څاڅكي تازه ورباندي پراته وو”.

بازان هم لكه د افغانستان نور قيمتي اثار، لومړى د پاكستان لاسته ورځي، چي زياتره ګټه يې هم پاكستان خوري. بيا له هغه ځايه نورو عربي هېوادونو ته لكه: قطر، كويت، عمان او مسقط ته وړل كېږي. د دې هېوادونو خلك باز زيات خوښوي، دولتي نښان يې هم د باز انځور لري. اكثره لوى، لوى پوهان يې د يو بل پر ضد ساتي. هلته لوى شيخ هغه دى چي ښه باز ولري. د بازانو د پېرودلو اصلي مركزونه د پاكستان سرحدي سيمي لكه: انګور اډه، عظم ورسك او واڼه دي. هلته عربي او پاكستاني ټېكه داران ناست وي، ښكاريان د افغانستان له بېلا بېلو ولايتونو څخه بازان راټولوي. تر ډېرو خواريو وروسته يې تر دوى پوري وررسوي او بيا يې دوى په ډېره كمه بيه ځني اخلي.

دا چي بازان تر اصلي مركزه څنګه رسول كېږي، د بازانو يو بل ښكاري، كريم باى په دې هكله وايي: “باز ته خولۍ ورپرسر كړو، د څراغ په پليته يې پښې وروتړو، په خپل لاس دستكښي واغوندو، باز مو ټوله لار پر لاس كښېنولى وي، كه مو چگېري يو ځاى شپه شي، يو سړى خامخا باز ته روڼه تېروو، چي څوك يې راڅخه غلا نه كړي، ځكه چي قيمتي شى دى او ډېر ښكاريان يې پر وژلي دي”.

د سوال ځاى دا دى چي بازان ولي دومره قيمتي دي او عرب ولي پر يوه باز په لكهاوو پيسې وركوي؟ په دې اړه موسى افغان چي شل كاله يې په عربي اماراتو كي تېر كړي دي وايي: “عرب له بازانو سره زياته مينه لري، كه اوس يو ښه باز د دوبۍ د مسلحو قواوو مشر، شيخ محمد ته ورورسېږي، په لس لكه درهمه يې اخلي”.

عرب په بازانو “څاړى” چي يو ډول مرغه دى، نيسي. د عربو په وينا، د څاړي غوښه خوړل، د اتياوو كالو سپين ږيرى ځوانوي او شهوت زياتوي. موسى افغان وايي: “عرب يو څاړى، تقريباً په يو لك درهمه اخلي.

څو كاله وړاندي عربو، د محمد زمان په نوم، يو افغان، د غزني ولايت د ګېرو ولسوالۍ ته، د څاړي معلومولو لپاره رالېږلى و. له باز سره يوازي عرب مينه نه لري، بلكي د دنيا نور ډېر غټان هم بازان لري. د خلكو په وينا، جورج ډبليو بوش هم يو سپين باز لري، چي دغه ډول باز له  عربو سره كم ليدل كېږي. بوش دغه باز كله، كله په لاس كي هم ګرځوي.

د عربو له اوښ او باز سره ډېره مينه ده؛ دوى پر دې دواړو قمار وهي، اوښان په منډه او بازان په ښكار كي په سيالۍ سره اچوي. ډېر بازان يو ځاى سره خوشي كړي، د هر چا باز چي لومړى ښكار راووړ، هغه قمار ګټلى دى. عرب بازانو ته په وچه او لمده دواړو كي ښكار ورزده كوي. هلته د بحر په اوبو كي يو ډول كبان دي، چي په خولو كي يې يو ډول غمي دي. عرب زياتره دا كبان په بازانو نيسي. په دغه بحرونو كي يو بل ډول كبان هم ليدل كېږي چي شهوت زياتوي.

د باز ټول كمال د وزرو په شپږو بڼكو كي دى. كه له دغو بڼكو څخه، چي درې يې په يوه او درې يې په بل وزر كي دي وخېژي، له يوې خوا يې قيمت رالوېږي او له بله پلوه كمزورى او سم ښكار نه شي كولاى. مثلاً: كه د باز لكۍ وتړل شي، نو نه شي الوتلاى. د باز د بدن نوري بڼكي كه وخېژي، بېرته راشنې كېږي، خو كه د لكۍ او وزرونو بڼكي يې ماتي او يا وخېژي، نو بيا نه راخېژي.

د بازانو د ښكار په وخت كي كېداى شي، ځيني بڼكي ماتي او يا وخېژي. په هغه ځاى كي چي بازان خرڅېږي، هلته د باز د بڼكو د رغولو لپاره مسلكي كسان ناست دي او بڼكي ورته جوړوي. كريم باى په دې اړه وايي: “پېرودونكى لومړى د باز وزرونه او لكۍ ګوري، موږ مجبوره يو چي تر پلورولو وړاندي يې د بڼكو غم وخورو. په انګورو اډه او واڼه كي خلك له كچه بازانو څخه بڼكي راكاږي، له ځان سره يې ساتي او بيا يې يوه بڼكه په پنځه سوه كلداري پلوري او په ايلفي سريښو يې د اصلي بازانو په لكيو او وزرونو پوري ورسريښوي”.

بازان بېلا بېل قيمتونه لري. حيدر خان د بازانو د نرخ په اړه وايي: هغه  چوز چي اوولس انچه، سر يې سپين، شاه يې بادامي او خالونه ونه لري، له پنځو لكو كلدارو نيولې، تر اتو لكو پوري ازرښت لري. كه بدرنګه وي، شاه يې خالونه ولري، سر يې سور وي، په دوه درې زره كلداري ارزي. د “ګرناس” كه سر سپين، شاه يې بادامي، سينې يې كټارې درلودې، ياني توري او سپيني كرښي په كي تېري شوي وې، ارزښت يې له دوولسو لكو كلدارو نيولې، تر دېرشو لكو كلدارو پوري رسېږي. “ترناك” له لسو لكو كلدارو نيولې تر پنځلسو لكو كلدارو پوري پلورل كېږي. د “توري تپي” چي سر يې سپين وي، له اوولسو نيولې، تر اتلسو انچو اوږدوالى ولري، له دېرشو تر پنځوسو لكو كلدارو خلك اخلي. “شين كار” باز چي اوږدوالى يې دوه ويشت انچه وي، تقريباً په 125 لكو كلدارو پلورل كېږي. د “بارۍ” باز چي وزرونه يې لنډ وي، چنداني ځواك نه لري، لوړه بيه يې پنځوس زره كلداري ده”.

بازان اصلي ځاى ته تر رسېدلو وړاندي، تر زياتو لاسونو وزي او قيمت يې لوړېږي. د موسى افغان په وينا، له افغانانو څخه د ډېرو لوړو بيو بازان، په ډېر ټيټ نرخ له ګوتو وزي او په دوه درې لكه كلداري يې پلوري. خو په دې كي داسي بازان شته، چي كه عربي هېوادونو ته ورسېږي، له يو لكو درهمو نيولې، بيا تر لسو لكو درهمو پوري قيمت لري. دا چي بازان څنګه اندازه كېږي، حيدر خان وايي: “سور يې د يوه

وزر له څوكي، بيا  د بل وزر تر څوكي پوري دى، پر ملا باندي متر ورسره ونيسو، لكه خياط چي پر سړي كميس نيسي، ملا يې هم اندازه كوو، اوږدوالى يې د لكۍ له سره بيا تر اوږو پوري متر كوو”.

باز چي څومره لويېږي، هغومره هوښيارېږي، مثلاً: چوز چي يو كلن اكوڼى وي، ډېر شوخ وي، تر دوو مياشتو پوري زياته شوخي كوي، چي دويم كال ته ورسېږي، عقل په كي پيدا شي. حيدر خان وايي: “ګرناك او ترناك چي د ښكاري لاس ته ورشي، په دې پوه شي، چي زه نور نيول شوى يم، ارام ناست وي، په خپل ځان كي ګوري، په بڼكو كي مښوكه وهي او هره بڼه پاكوي”.

حيدر خان زياتوي: “د افغانستان بازان مخ پر ختمېدو دي. اوس بېرته له عربي هېوادونو څخه راځي. نوموړى وايي، چي ښكاريانو داسي مرغان نيولي دي، چي په پښو كي يې د سرو زرو كړۍ وې. تېر كال ما (حيدرخان) خپله هم يو باز ونيو، چي په پښه كي يې د سرو زرو پر كړۍ د مصر نوم ليكلى و. زه پوه شوم، چي دا باز له مصر څخه، خپلي خاوري ته بېرته راغلى دى”.


*دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۰۷ د اکتوبر په ۱۶ په تاند کې خپره شوې وه.

3 COMMENTS

  1. د بازانو ښځینه بچي کوي او که هګۍ اچوي؟ دا یوه ټوکه ومنئ. په زړهپورې مالومت مو لیکلی، مننه. موږ چه د غرونو او وچې خلک یوو، یواځې غرني بازان مو لیدلي دي ، خ و څېړنې ښودلي دي ډول ډول بازان د جغرافیایي له نظره په شکل او غټوالي کې سره فرق لري، لکه انسانان او نور ژوي، ونې او ګلان هم.
    له ډېرو ليکو نه مې یو مالوومات کاپي کړ او کووز يې سره ګډوم. درناویو سره ګلوونه

    https://klexikon.zum.de/wiki/Adler

  2. ترنګ وروره مننه ډیر په زړه پوری معلومات وه،
    بلی د باز د لکۍ او وزر د بڼکی شاخه چه ماته شی نو لمړی د باز خپله د بڼکی شاخه د قیچی او یا تیز چاقو په وسیله په ډیره کمه اندازه غوڅوی، او بله یا پردي د پڼکی شاخه هم په داسی اندازه قیچی یا پریکوی چه د باز د ماتی شوی بڼکی شاخی څخه نه اوږده او نه لنډه وی، وروسته یی د ګنډلو ستنی یا سنجاق په زریعه دواړه شاخی سره ټینګوی. مثلا که د ګنډلو ساده ستنه یا سنجاق ته ورته کلک سیم 4 سانتی متره وی، اوس 2 سانتی د بڼکی په یوه شاخه او 2 سانتی په بله شاخه کی ننباسی او وروسته دغه شاخی په ایلفی سره مښلوی تر ځو مکمله پڼکه ټینګه شی،
    نوټ ـ شاخه، میله، بال یا بل شی چه په انګلیسی ورته راچیس rachis وای ماته یی په خپله پښتو کی نوم نه ده زده، خو شاخه هغی برخی ته وای چه دواړو خواوو ته یی پڼکی نښتی وی.
    دغه کار هغه وخت کیږی چه د باز د بڼکی شاخه ماته شوی وی، او که دغه شاخه د بیخه راوتلی وی یعنی د باز د وزر د پوستکی او غوښی ځخه راوتلی وی نو بیا یی جوړول نه په ستنو او نه په الفي کیږی،
    دخدای په امان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب