شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد والیبال د ښځینه ملي لوبډلې د غړې سر پرې شوی

د والیبال د ښځینه ملي لوبډلې د غړې سر پرې شوی

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اته ويشتمه) د العربية وېبپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د والیبال د ښځینه ملي لوبډلې یوې غړې ویلي، چې د دغې لوبډلې د یوې بلې غړې سر غوڅ کړل شوی دی.

والیبالرې مژګان سادات ویلي، چې دا کار د طالبانو جنګیالیو کړی.

هغې نه دي ویلي، چې د کومې والیبالرې سر چېرته او څنګه پرې شوی؟

 نوموړې پرخپل ټویټر لیکلي، چې د افغان ښځینه والیبالرانو غږ باید واوریدل شي او بهرني هېوادونه زر ورته د پناه بندوبست وکړي.

سرچینې ویلي، چې ډېره برخه ښځینه والیبالرانې دا اوس په افغانستان کې پټ ژوند کوي او ګواښونو سره مخامخې دي.

طالبانو په مشخص ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې ډېر داسې تورونه په بهرنیو هېوادونو کې د پناه غوښتنې لپاره کیږي.

د ده په وینا، دوی حتا د خپلو جنګیالیو قاتلانو ته چې د تېر نظام په امنیتي او دفاعي برخو کې یې دندې وې، عمومي بښنه کړې او نور چا سره خو هیڅ کوم کار نه لري.

له دې سره ویل کیږي، چې ډېر خلک د اقتصادي او بشري ناورین له کبله افغانستان نه په مختلفو قانوني او ناقانوني بڼو د وتو هڅې کوي.

د دې ترڅنګ له مختلفو ولایتونو څخه د مخکیني نظام د ځینو اړوندو کسانو د مرموزو وژنو خبرونه هم ورکول کیږي، چې پړه یې پر طالبانو اچوي، خو طالبان دا ډول پېښې د شخصي دښمنیو اړوند ګڼي او د مخنیوي لپاره یې په لازمو تدابیرو ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب