دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهلاروف: افغان ټول ګډونه نظام جوړیدل هم د مسکو ناستې يوه عمده...

لاروف: افغان ټول ګډونه نظام جوړیدل هم د مسکو ناستې يوه عمده غوښتنه ده

تاند:( چار شنبه، د ميزان اته ويشتمه) ټاکل شوې، چې نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په اړه يوه مهمه ناسته د طالبانو او سيمه ييزو هېوادونو په ګډون ترسره شي.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او يو شمېر نورو چارواکو په ملتيا په دې ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته رسیدلی دی.

له دې ناستې مخکې، پرون د افغانستان لپاره د روسیې، چين او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ ځانګړې ناسته شوې، چې پکې درې واړو هېوادونو د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره د عاجلو مرستو استولو ته چمتووالی ښودلی دی.

نننۍ ناستې ته د سيمه ييزو هېوادونو تر څنګ د امريکا متحده ايالاتو استازی هم بلل شوی و، خو دغه هېواد دې ناستې ته خپل استازی نه دی لیږلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف پرون ناوخته وويل، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو اندیښنې شریکې او د بشري ناورين د مقابلې پر لارو چارو خبرې وشي.

د دې ترڅنګ به روسیه او نور هېوادونه طالبانو ته په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

طالبانو بيا ويلي، چې په دې غونډه کې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د واکمن جهت په توګه خپل نظرونه او غوښتنې شريکوي.

يوې باخبرې سرچينې تاند ته ويلي، چې روسيه د دې ناستې له ترسره کولو سره، طالبانو ته د نړیوالې رسميت پېژندنې لپاره لابي او تاجيکستان سره د طالبانو د ترينګلو شويو اړيکو د ترميم هڅې کوي.

په روسيه کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام سفير سيد طيب جواد بيا مسکو ټایمز ته ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ د نه په رسميت پېژندلو ډاډ ورکړی او دوی د افغانستان په استازيتوب خپلو دندو ته دوام ورکوي.

روسيه په افغانستان کې د داعش ډلې پراخو شويو فعاليتونو انديښمنه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ وویل، چې د افغانستان په خاوره کې تر ۲ زرو پورې داعش جنګیالي منځنۍ اسيا ته د تلو په هڅه کې دي او که اړتيا شوه، دوی به يې د سیمې د هېوادونو په ملتيا پر ضد افغانستان کې دننه عملیات وکړي.

طالبانو بیا ویلي، چې داعش کوم خطر نه دی او د پياوړي ښودلو لپاره يې بې ځايه تبلیغات روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی