دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهای‌ ايم ايف: افغان اقتصاد ۳۰ سلنه غورځي، ۱۰ ميليونه کډوال زياتوي

ای‌ ايم ايف: افغان اقتصاد ۳۰ سلنه غورځي، ۱۰ ميليونه کډوال زياتوي

تاند:( چار شنبه، د ميزان اته ويشتمه) د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف خبرداری ورکړی، چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد تر 30 سلنې پورې را کم او ورسره به له دې هېواده د کډوالۍ بحران نور هم شديد شي.
د سرچينې په حواله،  د دې بحران له کبله به د افغانستان ګاونډي هېوادونه، ترکيه او اروپايي ټولنه ډېره اغېزمنه شي.
يادې ادارې د دغه وضعيت دليل په افغانستان کې د طالبانو واکمنيدل او له دې کبله دغه هېواد سره د بشري مرستو کمیدو او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کيدل ګڼلي.
يادې ادارې د وچکالۍ شدت، د کرونا ټکانونه او نور لاملونه هم د افغانستان د اقتصادي وضعيت د کړکېچن کیدو سبب یاد کړي.
ويل شوي، چې د افغانستان سوداګري هم ډېره زيانمنه شوې او صادرات او واردات يې په شدت سره کم شوي دي.
د ای ايم ايف په راپور کې وړاندوینه شوې، چې تر ۱۰ ميليونه پورې به نور افغانان هم له هېواده کډواليدو ته مجبوره شي.
د پيسو نړيوالې ادارې وړاندوينه کړې، چې په تاجيکستان کې به د يو ميليون کډوالو کلنی لګښت تر ۱۰۰, په ايران کې ۳۰۰ او پاکستان کې ۵۰۰ ميليونه ډالره وي.
تاجکستان تېره میاشت ویلي ، تر هغه وخته چې نړیوالې مالي مرستې ورسره نه وي شوې نه شي کولای چې د زیات شمېر کډوالو بار پر خپلو اوږو واخلي، له دې سره سره د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو هم ویلي چې کډوالو ته د ځای ورکولو څه پلان او اراده نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له خلکو غوښتي، چې هېواد نه ونه وځي او بهر ته تلي کډوال هم بیرته افغانستان ته ستانه شي.
دا ډله، چې ټولې چارې يې د مدرسو فارغین هخته وړي، په عمومي خبرو کې د هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کیدو ډاډ ورکوي، خو په مشخص ډول نه وايي، چې د افغانستان برخليک،‌ په خاصه توګه اقتصادي ناورين به څنګه حل کړي؟
ډېری طالب مطبوعاتي مسوولين په خپلو ټولنيزو رسنيو کې د خپلو جنګیالیو هغه عکسونه خپروي، چې له اوبو سره ډوډۍ خوري او په دې توګه خلکو ته له بشري ناورين سره د ځان برابرولو پيغام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب