یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو د داعش په اړه د پوتین خبرې رد کړې

طالبانو د داعش په اړه د پوتین خبرې رد کړې

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي په افغانستان کې د داعش ډلې د موجوديت په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین و وروستۍ څرګندونې رد کړي.

پوتین تازه ويلي وو، چې داعش ډلې د افغانستان په شمال کې تر ۲ زرو پورې جنګيالي ځای پر ځای کړي او منځنۍ اسيا ته د لار موندنې په هڅو بوخت دي.

د هغه په وينا،‌د داعش تر څنګ ځ ازبکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصار الله، القاعده او نورې ترهګرې ډلې هم په دغو سيمو کې فعاله دي.

د پوتين د معلوماتو په اساس، يادې ډلې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په پولو کې حاضر دي او د قومي او مذهبي نښتو د‌ رواجولو هڅې کوي.

روسي چارواکو مسکو ته د طالبانو د بللو او ورسره د روانې اونۍ د ناستې عمده دليل هم د دغه وضعيت په اړه د خپلو انديښنو شريکول ښودلي.

دا ناسته به د روانې میلادي میاشتې په شلمه ترسره شي.

د طالبانو يوه وياند بلال کريمي ويلي، چې افغانستان ته له سوریې او عراق څخه د داعش وسله والو راتګ واقعيت نه لري.

د هغه په وينا، ياده ډله دومره ځواکمنه نه ده، چې له هغو هېوادونو افغانستان ته راشي.

طالبانو ويلي، چې د رئيس الوزرا د‌ مرستيال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ به یې یو لوړپوړی پلاوی د روسیې په ترسره کیدونکې ناسته کې برخه واخلي.

د ناستې د ګډونوالو هېوادونو شمېر شاوخوا ۱۰ هېواده ښودل شوی.

طالبانو د داعش ډلې خطر تر څه مودې مخکې پورې جدي نه باله او يوازې يوه مزاحمتي ډله یې ګڼله.

خو دغې ډلې د تېرې جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د کندهار د شيعه ګانو او ور تېره جمعه په کندوز کې د شيعه ګانو پر یوه جومات له خونړيو ځانمرګو بريدونو سره سلګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

1 COMMENT

  1. هلته د داعش په نوم خلک نيسی، بیا په يوه هفته کې په جومات کې خلک شهيدان کړل، اوس وايي خدای دې نکړي.
    نو څوک دي؟؟ نو تاسې خپله يي چې دا آفت مو په کوم رنګ او روغن تر سره نه که، جومات، مکتب، د سر پرې کول، کوم وحشت تاسې نه ده کړای؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی