جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمقاومت جبهه: طالب ضد مقاومت به زر نورو ولايتونو ته وغځيږي

مقاومت جبهه: طالب ضد مقاومت به زر نورو ولايتونو ته وغځيږي

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې په راتلونکو اونیو کې د افغانستان مختلفو ولايتونو ته د خپلو فعاليتونو د غځولو خبر ورکړی دی.

د دغې جبهې د بهرنيو اړيکو مسوول علي ميثم نظري د فرانسې راډيو ته ويلي، چې دوی د یوې روښانه او منظمې پوځي تګلارې له مخې خپل فعاليتونه نورو ولايتونو ته غواړي وغځوي.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مقاومت جبهه، چې طالبان يې د بشپړې ماتې او تاجيکستان ته يې د مشر احمد مسعود د تېښتې ادعا لري، په پنجشير ولايت او د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې اوس هم د طالبانو پر ضد د مقاومت ادعاوې کوي.

طالبانو د دوی د فعالیتونو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ټوله کې د افغانستان پر لویشتې- لويشتې د بشپړ حاکميت ادعا کوي.

ځينې شنونکي بيا سره له دېژ چې د طالب ضد مقاومت جبهه ډېره پیاوړې نه ګڼي، خو وايي که طالبان د ملايي رژيم جوړښت، د واک انحصار او لنډپاريو ته يې دوام ورکړي، دوی نه د غچ اخيستو او له اوج ته رسېدلي بشري او اقتصادي بحران څخه د ځان ژغورلو لپاره به زرګونه کسان د مقاومت جبهې تر څنګ د داعش ډلې او نورو ګروپونو په لیکو کې منظم او افغانستان به د يوې اوږدې خونړۍ جګړې خواته بوځي.

طالبان بيا د افغانستان د راتلونکي برخليک په اړه خلکو ته روښانه پيغام او ډاډ نه لري، چې د دوی په اړه يې عامه افکار ډېر منفي کړي دي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب