جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپخوانۍ امريکايي ديپلوماته: حقاني شبکې طالب امارت سره د امریکا جوړجاړی ستونزمن...

پخوانۍ امريکايي ديپلوماته: حقاني شبکې طالب امارت سره د امریکا جوړجاړی ستونزمن کړی

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) د امريکا متحده ايالاتو يوې مخکينۍ لوړ پوړې ديپلوماتې ویلي، چې د طالبانو په امارت کې د حقاني شبکې پراخ برلاسي توب له طالبانو سره د متحده ايالاتو جوړجاړی ستونزمن کړی دی.

ديپلوماتې اني فورسايمر په يوه تازه مرکه کې وویل، چې حقاني شبکې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو هر ډول جوړجاړی نا شونی کړی دی.

د نوموړې په خبره، د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني، چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير دی، اوس هم د متحده ايالاتو د فيدرالي پوليسو تر څارنې لاندې دی.

مېرمن فورسايمر زیاتوي، چې د طالبانو په ليکو کې د داسې خلکو موجوديت به دوی سره د امریکا جوړ جاړی ناشونی کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی د امريکا متحده ايالاتو په اړه محتاطانه غبرګونونه ښيي، تر دې چې پرون يې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر ضد د متحده ايالاتو د بريدونو شلمې کلیزې ته هم غبرګون محتاطانه و.

دغه کليزه پرون پوره شوه او طالبانو يې په مناسبت له نړيوالې ټولنې څخه دوی سره د مرستې غوښتنه وکړه.

پرونۍ اعلاميه کې طالبانو د پخوانيو ادبياتو برعکس، د متحده ايالاتو د ماتولو ادعا نه لرله او نه یې هم پر افغانستان د ياد شوي هېواد د بريد او زيانونو تاوان غوښتی و.

سراج الدين حقاني، چې د حقاني شبکې مشري کوي او د طالبانو د کورنيو چارو وزير ټاکل شوی، تر اوسه يې په اړه ډېر معلومات نشته.

طالبانو د خپلې سرپرستې کابينې له اعلان وروسته، د هغه له تصوير خپرولو پرته وويل، چې د کورنيو چارو وزير په توګه يې دنده پيل کړې ده.

نوموړی، تر هغې وروسته چې وزير اعلان شو، متحده ايالاتو يې د نیولو او وژلو په سر اعلان کړې جايزه دوه برابره او ۱۰ ميليونه ډالره کړه‌.

حقاني شبکه، چې پاکستاني استخباراتو ته په ډېر نيږدې والي تورنه ده، په کابل کې د امريکا د سفارت په ګډون پر ډېرو مهمو ځايونو او پېچلو بریدونو پړه ګڼل کيده ‌

طالبانو له متحده ايالاتو په ټينګار سره غوښتي، چې د مذاکراتو دروازې ورسره ونه تړي او تفاهم ته ورسره کيني‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب