جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمک ماسټر وايي، باید پاکستان ته د دوه مخۍ په خاطر سزا...

مک ماسټر وايي، باید پاکستان ته د دوه مخۍ په خاطر سزا ورکړل شي

تاند(جمعه، د میزان ۱۶) د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر د خپل هیواد د کانګریس له غړیو وغوښتل، دې ته په پام چې پاکستان دوه مخې پالیسي لرله، دې هیواد ته نور هیڅ مرسته ورنه کړي.

متقاعد جنرال مک ماسټر، چې د دوتالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په موده کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار و، د افغانستان په اړه د کانګریس د کمېټې د سوال او ځواب په غونډه کې وویل، د امریکا متحدو ایالتونو ته پکار ده چې په اګست کې د کابل له سقوطه وروسته د پاکستان صدراعظم د خپلو ځینو ژمنو په خاطر مسوول وګڼي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار وویل، د ده په باور باید پاکستان ته هیڅ ډول مرسته ورنه کړل شي ځکه چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې هم له امریکا سره متحد و او هم یې د طالبانو ملاتړ کاوه. «فکر کوم پاکستان ته د خپل هغه چلند په خاطر چې له کلونو راهیسې یې درلود، باید سزا ورکړل شي. فکر کوم دوی باید د حقاني شبکې، طالبانو او لشکر طیبه په شان د جهادي تروریزم د ملاتړ په خاطر، چې بشریت ته ګواښ دي، له نړیوالې انزوا سره مخامخ شي.»

ده، چې د کانګریس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې خبرې کولې، د یوې پوښتنې په ځواب کې دا نظر ښه وباله چې له پاکستان څخه باید له ناټو دباندې د لوی متحد نوم واخیستل شي.

د ټرمپ د ولسمشرۍ په مهال د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستان سره مرستې ودرولې. د بایډن حکومت هم تراوسه پورې له پاکستان سره امنیتي مرستې بېرته نه دي پیل کړي.

ماسټر دا تصور رد کړ چې د بشري مرستو لپاره د طالبانو لاس ته د پیسو رسېدل به د هغوی د پیاوړتیا سبب نه شي.

1 COMMENT

  1. MAC MASTER IS RIGHT;
    PAKISTAN SUPPORTED TALIBS IN LAST 20 YEARS AND ALSO PAKISTAN RECIVED FINANCIAL AIDS FROM United States.
    PAKISTAN PRODUCE TERORISTY DELEGATES AND SEND THAT ANYWHERE.
    THIS IS A BUSINESS FOR PAKISTAN AND TREATED MUST COUNTRY.
    WORLD MUST GIVE FREEDOM TO BALOOCH LIBRAL ORGANISATION.
    PASHTOONS ALSO KILLING BY PAKISTANI MILITARY FORCE.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب