شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروسيه: د طالبانو پر وړاندې د تاجيکستان دفاع کوو

روسيه: د طالبانو پر وړاندې د تاجيکستان دفاع کوو

تاجيکستان د وروستيو ناندريو په اړه خپل دریځ روښانه کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاړووا په يوه خبري ناسته کې په دې اړه د يوه افغان خبريال له پوښتنې سره مخامخ شوه.

روسۍ ویاندې وویل، چې که په ګډه پوله کې د دواړو لوريو ترمنځ د جګړې احتمال شديد شي، ړوسيه به د تاجيکستان د ملاتړ لپاره تر ټولو سخت ګامونه واخلي.

نوموړې د دغو ممکنه سختو ګامونو جزییات روښانه نه کړل.

روسيې تېره اونۍ له طالبانو او تاجيکستان دواړو وغوښتل، څو خپل اختلافات په خبرو حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله، طالبانو له تاجيکستان سره د اړيکو ترينګلتيا په څنډه کې خپل زرګونه وسله وال د تاجيکستان پولې ته لېږلي او تاجيکستان هم زرګونه ځانګړي ځواکونه تيارسئ درولي.

روسيې دا هم ويلي، چې په تاجيکستان کې شته پوځي اډه به يې د وضعيت خرابيدو په صورت کې د دغه هېواد دفاع وکړي.

 تاجيکستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره، د دوی مخالفت او د احمد مسعود په مشرۍ د طالب ضد مقاومت جبهې ملاتړ وکړ.

طالبانو دا کار په کورنيو چارو کې لاسوهنه وګڼله او توند غبرګون يې پر وړاندې وښود.

ويل کيږي چې احمد مسعود، امرالله صالح او ځينې نور مشهور طالب ضد کسان اوس هم په تاجيکستان هېواد کې مېشت دي.

پاکستاني چارواکو بيا د تاجيکستان په ملتيا د طالبانو او مخالف مقاومت جبهې تر منځ يې د سولې د منځګړتوب وړانديز کړی و، چې دواړو لوريو چندان لېوالتيا نه وه ورته ښودلې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان څو ورځې مخکې د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې او دافغانستان پر روان وضعيت وغږیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب