شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرچينه: مولوي کبير په ارګ کې د ملا برادر د رول کمولو...

سرچينه: مولوي کبير په ارګ کې د ملا برادر د رول کمولو لپاره ګومارل شوی

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) ‏د طالبانو د اسلامي امارت له منځه يوه باوري سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، د طالبانو تر منځ د ملا برادر او حقاني ډلو تر منځ د اختلافاتو د دوام خبر ورکوي.

دغې سرچينې ويلي، چې د همدې اختلافاتو په اساس د طالبانو د رئيس الوزرا لپاره مولوي عبدالکبیر د سياسي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

څو ورځې وړاندې تاند وېبپاڼې يو تحليلي راپور خپور کړ، چې د مولوي کبير ټاکنه پکې د ملا برادر د ګوښه کولو يا منزوي کولو هڅه ګڼل شوې وه.

طالبانو د مولوي کبير له تاکل کيدو څخه وروسته د ملا برادر موقف د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ښودلی.

له دې سره، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزيز کاملوف چې پرون کابل ته راغلی و، په ارګ کې يې د رئيس الوزرا له نوي ټاکل شوي سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر او بل مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره، چې د هغه د مرستيالۍ ټایټل لا نه دی معلوم، لیدلي وو.

د يادونې وړ ده، چې د مولوي کبير له سیاسي مرستیال کیدو څخه مخکې د طالبانو د رهبرۍ په کچه سياسي موضوعات تر ډېره ملا برادر مخته وړل.

ملا برادر څو کاله وړاندې، همدا چې د پاکستان له بنده خوشې شو، د طالبانو د امیرالمؤمنین سياسي مرستيال او په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

هغه له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې خبرو مشري وکړه او له برياليتوب وروسته یې له امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره دا تړون لاسليک کړ.

سرچينې وايي، چې د ملا برادر څنګ ته په ارګ کې د مولوي کبير ګومارنه په ډېر ګومان د حقاني ډلې په فشار شوې، څو برادر کمرنګه او کمزوری کړل شي.

د حقاني شبکې مشران د لوی پکتیا له ځدراڼو قوم څخه دي، په داسې حال کې چې مولوي کبير هم د همدغې سيمې او قوم اړوند کڼل کيږي.

طالبانو د دغو ادعا شویو اختلافاتو خبرونه مخکې رد کړي او بې بنسټه یې ګڼلي دي.

نيږدې مياشت وړاندې د ملا برادر او حقاني ډلې د مشرانو ترڅنګ په ارګ کې د وسله والې نښتې او دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې ادعاوې هم وې، چې طالبانو او خپله ملا برادر رد کړې.

1 COMMENT

  1. MULA BROTHER IS REPRESENTATIVE OF LOYEE KANDAHAAR/UROZGAN&HELMAND,
    THIS THREE STATE HAVE MAJORITY POWER IN TALIBS MULABROTHER IS ANTI PAKISTAN,
    BUT HAQANI NETWORK IS SOLDOUT HONEST TO ISI.
    AFGHANS KNOWS HAQANI FAMILY IS CLOSED TO ISI.
    AFGHANS ARE AGAINST PAKISTAN/PAKISTAN IS OUR ENEMY.
    ALWAYS BE AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب