جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د موسیقۍ د ملي انستتیوت غړي پرتګال ته لاړل

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستتیوت غړي پرتګال ته لاړل

تاند(سې شنبې، د میزان ۱۳) له کابل څخه په یوه بله الوتکه کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ۱۰۰ غړیو په شمول ۲۳۵ تنه بهر ته ووتل.

د تاند د معلوماتو له مخې، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت سل غړي له کابل څخه پرتګال ته لاړل. دې هیواد ته تر دې وړاندې د فوټبال ټیم لسګونه لوبغاړي او د هغو د کورنیو سلګونه غړي تللي دي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت د سلو غړیو په ګډون ۲۳۵ تنه د یکشنبې په ورځ د کابل له نړیوال هوايي ډګره قطر ته لاړل.

دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي او کابل یې نیولی، تر ټولو ډېر افغانان دي چې په الوتکه کې له افغانستان څخه ایستل کېږي. تر دې وړاندې په مخکینیو الوتنو کې ډېری بهرنیان ایستل شوي دي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ريیس او بنسټګر ډاکتر احمد سرمست، چې مخکې لا استرالیا ته تللی دی، د دوشنبې په ورځ په ملبرن کې په دې خورا خوښي ښکاره کړه چې د ده ترلاس لاندې روزل شوي هنرمندان په خیر له خپل هیواده ووتل «تاسو تصور نه شئ کولی چې زه څومره خوشاله یم. پرون ما د څو ساعتونو لپاره وژل.»

سرمست، چې په استرالیا کې هوسا ژوند ته شا اړولې وه او د افغانستان د اصیلې موسیقۍ د بېرته ژوندي کولو لپاره افغانستان راغی او په ۲۰۱۰ م کال کې یې د موسیقۍ ملي انستیتیوت په ډېرو زحمتونو جوړ کړ، تر وروستیو اوونیو پورې هیله من و چې طالبان به بدل شوي وي او اجازه به ورکړي چې د افغانستان ملي او اصیله موسیقي وده وکړي.

د سرمست په نوښت د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ارکستر له لوري د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې کنسرتونه جوړ شول او افغاني موسیقي یې نړیوالو ته وروپېژندله.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان له هیواده وتلي. د هغوی په منځ کې هنرمندان، انځورګران، ورزشکاران، ډاکتران، انجینیران او نور مسلکي او تجربه کار کسان شامل دي.

ښاغلی سرمست اوس غواړي چې په پرتګال کې د افغانيٍ موسیقۍ ښوونځی جوړ کړي څو افغاني موسیقي له مړینې وژغوري.

3 COMMENTS

  1. پدی عکس کی ټول هزارګان او لنډغری ښکاری. تیر دولت خو پښتو هسی وژلی وه لانورکاریی ورته کاوو چی داموسقی هم تاجکی او زاریګی ته واړوی. ده دی پردیوموسیقیو نه خو ده طالبانو ترانی ښی دی اقلان ژبه خو به مو غښتلی شی.

  2. SHAME FULL
    NOW ALSO SOME ONE SAYING TALIBS ARE PUSHTOONS,

    TALIBS IS SLIVER OF PUNJAB/NON EDUCATED/NOT STANDARD WITH 21 CENTURY.
    TIME OF TECHNOLOGY/BUT THEY BRING QARY/TALIBS/GAYS//MULA AHUND TO THE IMPORTANT POST/.
    HOW BUILD THIS COUNTRY.
    THIS IS PAKISTANI AGENDA. WEAKUP
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب