ژباړه: محب زغم
د فروید په باور، شخصیت له درېو لویو سیسټمونو رغېدلی دی: «id یا هغه»، «ego یا زه» او «superego یا برزه».که څوک په اروايي لحاظ سالم وي، دا درې واړه سیسټمونه په کې یو همغږی او متحد جوړښت جوړوي او د دې سیسټمونو تر منځ همکاري روانه وي. د دې همکارۍ په برکت انسان کولی شي له محیط سره ګټور او اغېزناک اړیکي ټینګ کړي. له محیط سره د دې راکړې ورکړې هدف دا وي چې د انسان اساسي اړتیاوې او غوښتنې ورپوره کړي. برعکس، که د شخصیت دغه درې سیسټمونه له یو بل سره په ټکر کې وي، انسان ناسازه ګڼل کېږي. داسې کس له ځانه او له جهانه ناراضه وي او ګټورتوب به یې راکم شي.
۱. اېډ ID
د اېډ ټول کار دا دی چې د داخلي یا بهرني تحریک په وجه په بدن کې راپیدا شوی هیجان یا ټنشن ژر رفع کړي. یعنې اېډ د ژوندانه اساسي یا لومړنی اصل چې فروید یې «د لذت یا د خوند اصل» بولي، ارضا کوي. د لذت د اصل هدف دا دی چې وګړی له ټنشنه خلاص کړي، یا که دا کار ممکن نه وي – چې اکثراً هم دغسې وي – نو ټنشن راکم کړي او د امکان تر حده یې ثابت وساتي. ټنشن د ناکرارۍ او رنځ په بڼه حس کېږي او له هغه څخه خلاصون د خوند او لذت سبب ګرځي. نو ویلی شو چې د لذت اصل غواړي له رنځه مو خلاص کاندي او خوند راپه برخه کړي.
د خوند اصل د جهانشموله تمایل خاصه قضیه ده چې په ټولو ژوندیو موجوداتو کې ځکه شته چې د دروني یا بهرني مزاحمتونو په مقابل کې یې ثبات وساتي.
د اېډ هغه خورا لومړنۍ بڼه ریفلکسي دستګاه ده چې هر ډول حسي تحریک سملاسي په حرکي عمل سره دفع کوي. مثلاً، کله چې تېزه رڼا د سترګو پر شبکیې لګېږي، سترغلي بندېږي او پر شبکیې د رڼا د لګېدو مخه نیسي. نتیجه دا چې د تېزې رڼا په سبب د عصبي سیسټم تحریک راکمېږي او سړی آرامېږي. بدن په ډېرو داسې غبرګونونو یا ریفلسکي سیسټمونو سمبال شوی دی. ریفلکسونه هغه انرژي چې په بدن کې له یوه حسي غړي سره د یوه محرک یا لمسوونکي د لګېدو په وجه تولیدېږي، اټوماټ دفع کوي. د دې حرکي غبرګونونو نتیجه د محرک لرې کول دي. مثلاً، په پرنجېدلو سره هغه څه چې د پوزې حساسه مخاطي غشا تحریکوي، بهر ته شړل کېږي – یا سترګې چې اوښلنې شي، له سترګو څخه ګرد او دوړه وباسي. د تحریک عامل کېدای شي بهرنی وي او کېدای شي د بدن له دننه راټوکېدلی وي. د دروني تحریک یوه نمونه د مثانې د وره د خلاصېدلو ریفلکس دی. کله چې په مثانه کې د میتیازو فشار معین برید ته رسېږي او دغه فشار د ټنشن (ناکرارۍ) سبب کېږي، د مثانې ور خلاصېږي او د میتیازو په شړلو سره ټنشن رفع کېږي.
که د بدن ټول ټنشنونه د ریفلکسي اعمالو په واسطه دفع کېدلای، نو تر لومړني ریفلکسي سیسټم ورهاخوا هېڅ ډول اروايي ودې ته به اړتیا نه وه. خو داسې نه ده. ډېر داسې ټنشنونه دي چې د دفع کولو لپاره یې کافي او مناسب غبرګونونه نشته. مثلاً، د لوږې په وجه د ماشوم په معده کې انقباضونه تولیدېږي خو دغه انقباضونه پخپله خواړه نه شي برابرولی. په بدل کې يې د ماشوم د ناکرارۍ او ژړا سبب کېږي. که ماشوم ته خواړه ونهرسېږي، دغه انقباضونه ورو ورو زیاتېږي، تر هغې پورې چې د ستړیا په وجه له منځه لاړ شي خو په دې حالت کې به ماشوم هم له لوږې مړ وي.
ماشوم هغه لازم غبرګونونه نهلري چې خپله لوږه ورباندې رفع کړي او که لویان خواړه ورنهکړي، دوی به هلاک شي. خو همدا چې خواړه په مناسب ډول د ماشوم خولې ته ورسول شي، د رودلو، تېرولو او هضمولو غبرګونونه پخپله – بې له بهرنۍ مداخلې – فعالېږي او د لوږې ټنشن ختموي.
که چېرې همدا چې ماشوم د لوږې ټنشن حس کولای، بې له ځنډه خواړه وررسېدلای او که چېرې د ماشوم د ټولو دروني تحریکونو په وجه راپیدا شوي ټنشنونه د مور و پلار په همکارۍ یا په ریفلکسي عملونو وار له واره رفع کېدای، نو هېڅ ډول اروايي وده به نه رامنځته کېده. خو سره له دې چې مور او پلار غواړي د ماشوم ټولې اړتیاوې ورپوره کړي، دا کار په چټکۍ سره نهشي کولی. حقیقت خو دا دی چې مور او پلار د انضباطي او روزنیزو پروګرامونو په وسیله، که له یوې خوا د ماشوم ټنشن کموي، له بلې خوا پخپله ورته ټنشن جوړوي. نوزېږی خامخا له ځینو ناکامیو او ناکراریو سره مخ کېږي او همدا شیان دي چې د اېډ د ودې او تکامل سبب کېږي.
د اېډ هغه نوی تکامل چې د ناکامۍ او محرومیت په نتیجه کې رامنځته کېږي، لومړنۍ پروسه نومېږي. د دې له پاره چې د لومړنۍ پروسې په ماهیت پوه شو، باید د انسان ځینې اروايي ظرفیتونه وڅېړو. د انسان سایکولوژیکه دستګاه حسي غړي او حرکي اندامونه لري. حسي سیسټم له حسي اعصابو، چې د تحریکونو د اخیستلو ځانګړي ساختمانونه دي، رغېدلي دي. حرکي غړي پخپله عضلات دي چې وظیفه یې حرکت او عمل دی. د غبرګون یا ریفلکسي عمل لپاره درې شیان په کار دي: حسي اعصاب، حرکي غړي یا عضلات او د دوی تر منځ د رابطې یو عصبي سیسټم چې پیغامونه له حسي غړو څخه حرکي اندامونو ته لېږدوي.
پر حسي او حرکي جوړښتونو سربېره، وګړی د درک کولو (ادراک) سیسټم او د خاطرو مرکز (حافظه) هم لري.
ادراکي سیسټم له حسي غړو څخه تحریکات راخلي او په ذهن کې د هغه شي تصویر جوړوي چې حسي غړي ورسره مخ شوي دي. دغه ذهني تصویرونه بیا په حافظه کې د خاطرو په بڼه ساتل کېږي. وروسته بیا کله چې دغه خاطرې رافعالېږي، موږ وایو چې وګړي د درک کړي شي خاطرهیي تصویر مجسم کړی دی. [مثلاً، ګل په سترګو وینو، دا ادراک دی خو کله چې په ذهن کې د ګل بڼه مجسم کوو، دا د هماغه ادراک خاطره ده. زغم] د همدې خاطرهيي تصویرونو په وسیله تېر مهال حال ته راوستل کېږي. ادراک د یوه شي ذهني انځور دی، حال دا چې خاطرهیي تصویر د ادراک ذهني انځور ګڼل کېږي. مثلاً، کله چې یو شي ته ګورو، یو ادراک راپیدا کېږي او کله چې یو لیدل شوی شی رایادوو، دا خاطرهیي تصویر دی.
اوس به د نوزېږي د لوږې څېړلو ته راوګرځو. هر وخت چې ماشوم وږی وي، خواړه ورکول کېږي. ماشوم د تغذیې په ترڅ کې خواړه ویني، څکي یې، بویوي یې، او احساسوي یې. دغه ادراکونه د ماشوم په حافظه کې ځای نیسي. د دغې پروسې د تکرار په وجه، په ذهن کې دخوړو او د ټنشن د له لرې کېدلو ترمنځ رابطه جوړېږي. نو، وروسته که چېرې ماشوم ته خواړه ور هم نهکړل شي، د لوږې ټنشن د هغه په حافظه کې د خوړو تصویر رایادوي. په دې توګه اېډ د خوړو د خاطرې په مرسته د لوږې ټنشن راکموي. هغه پروسه چې د ټنشن د کمولو لپاره لازم خاطرهیي تصویر تولیدوي، لومړنۍ پروسه بلل کېږي. [دا د هغه متل خبره ده چې وايي: ګوړه ګوړه وایه، خوله به دې خوږه شي. م. ز]
لومړنۍ پروسه هڅه کوي ټنشن د هغه شي په وسیله رفع کړي چې فروید یې «له ادراک سره یو شان ګڼل» بولي. د فروید مطلب دا دی چې اېډ خاطرهيي تصویر له ادراک سره ورته ګڼي. مثلاً، د اېډ لپاره د خوړو خاطره پخپله د خوړو حیثیت لري. په بله وینا اېډ د خاطرهيي تصویر (ذهني تصویر) او د واقعي شیانو د عیني ادراک تر منځ په توپير قایل نهدی. د لومړنۍ پروسې یوه نمونه د تږي مسافر په ذهن کې د اوبو تجسم دی. خوبونه یې بل مثال دی. خوبونه د تېرو خاطرو او شیانو د تصویرونو هغه لړۍ ده چې ټنشن راکموي. وږی په خوب کې خواړه او هغه شیان ویني چې له خوړو سره تړلي دي. حال دا چې تر جنسي ټنشن لاندې ویده وګړی، د جنسي فعالیتونو خوبونه ویني. په ذهن کې د ټنشن د کموونکي شي د تصویر جوړېدل، ارمان پوره کوونه بلل کېږي. فروید په دې باور و چې موږ په خوب کې ارمانونه پوره کوو، یعنې په خوب کې هغه شی وینو چې غواړو یې.
ښکاره خبره ده چې وږی د خوړو په تصور کولو سره خواړه نهمومي او تږی په خیالي اوبو تنده نهشي ماتولی. د ویده کس په باره کې هم فروید باورمن دی چې په خوب کې د مطلوبو شیانو او حالتونو لیدل، ایله د راویښېدو مخه نیسي. دغه لومړنۍ پروسه ان په ویښه کې هم بې ګټې نه ده. ځکه یو کس مخکې له هغې چې پسې وګرځي، باید پوه شي چې څه شی غواړي، یعنې د مطلوب شي تصور باید په ذهن کې ولري. هغه وږی چې په خپل ذهن کې د خوړو یو ذهني تصویر لري، تر هغه کس په بهتره وضعیت کې وي چې نهپوهېږي په څه شي پسې ګرځي. که لومړنۍ پروسه نه وای، سړی به خپلې اړتیاوې یوازې د بېهدفه لټون او په تېروتنې سره د هر څه د ازمویلو له لارې پوره کولی شوای. [کله کله د سړي زړه هسې تنګ وي او چې هر څومره فکر کوي علت یې نهشي موندلی. دا حالت سړی سخت ځوروي ځکه چې نه یې درد ورمعلوم وي، نه یې درمان. که سړی وځورېږي خو په دې ونهپوهېږي چې د لوږې په وجه کړېږي یا د تندې په سبب نو څه به کوي؟ لومړنۍ پروسه راسره مرسته کوي چې خپل ضرورت وپېژنو او د پوره کولو لاره یې ولټوو. م. ز]
خو څنګه چې لومړنۍ پروسه ټنشنونه په موثره توګه نهشي کمولی نو ثانوي پروسه وده کوي چې دا بیا په ایګو پورې تړلې ده او وروسته به بیان شي.
فروید د اېډ په اړه نورې خبرې هم لري. دی اېډ د لومړنۍ اروايي انرژۍ منشأ او د غریزو اډانه بولي(غریزې او انرژي به په درېیم څپرکي کې توضیح شي). د ایډ سر و کار د بهرنۍ نړۍ په نسبت زیاتره د بدن له دروني بهیرونو سره دی. د ایګو او سوپرایګو په پرتله ایډ بې نظمه دی. د اېډ انرژي خوځنده وي چې کولی شي له یوې موضوع بلې ته ورانتقال یا دفع شي. ایډ د وخت په تېرېدو سره نهبدلېږي او له تجربې او آزمایښت سره تغییر نهکوي ځکه چې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نهلري. خو اېډ د ایګو په وسیله کنټرولېدای او تنظیمېدای شي.
اېډ اخلاق، ارزښتونه، منطق او استدلال نهمني بلکې د لذت له اصل سره په رابطه کې یوازې د غریزي غوښتنو ارضا کول غواړي. اېډ د هرې پروسې لپاره دوې لارې په مخ کې لري: یا دا چې خپله غوښتنه په عمل یا په خیال کې پوره کړي او یا دا چې ایګو ته تسلیم شي چې په دې صورت کې ټنشن د دې پر ځای چې سملاسي رفع شي، مقید پاتې کېږي.
فروید وايي، اېډ حقیقي اروايي واقعیت دی. مطلب یې دا دی چې اېډ لومړنی ذهني واقعیت دی، دا د انسان په دننه کې مخکې له دې چې د بهرنۍ نړۍ کومه تجربه یې کړی وي، شته وي. [یعنې اېډ یو فطري واقعیت دی چې د انسان په خټه کې وي. م. ز]. نه یوازې غریزې او ذاتي ریفلکسونه بلکې هغه تجسمونه چې د ټنشني حالتونو محصول دي، هم ممکن فطري وي. معنا دا چې ماشوم ان بې له دې چې د لوږې او خوړو تداعي تجربه کړي، په خپل ذهن کې خواړه مجسم کولی شي. ځکه چې د فروید په باور، په ایډ کې هغه تجربې هم نغښتې دي چې په تېرو پرلهپسې نسلونو کې په شدت او په کراتو تجربه شوې دي (جمعي لاشعور). [کېدای شي د فروید دا نظر سم وي چې ماشوم مخکې له هغې چې د واقعي خوړو د خوړلو تجربه وکړي، د خوړو تصویر او تجسم په ذهن کې لرلی شي. خو دی وايي، وجه یې دا ده چې د خوړو د تداعۍ او تجسم تجربه د انسانانو په تېرو نسلونو کې په کراتو کراتو بیا بیا تکرار شوې ده او د جمعي لاشعور برخه ګرځېدلې ده نو دا هم په اېډ کې وي. خو زه فکر کوم، ممکن علت یې دا وي چې ماشوم د مور په نس کې مدام امنیوټیک مایع (amniotic fluid)، چې په رحم کې د جنین چارچاپېره وي، تېروي او بېرته یې د رڼو او ډکو میتیازو په وسیله تخیله کوي. نو ماشوم تر زېږون له مخه هم د خوړلو کافي تجربه لري. م. ز]
د ژوند په بهیر کې پر فطري غریزي او ریفلکسي پدیدو سربېره، په اېډ کې نوې پدیدې هم د ځپلو یا پر شا تمبولو د میکانیزم په وسیله زېرمه کېږي. (دا موضوع په څلورم څپرکي «د شخصیت وده» کې سپړل کېږي).
اېډ نه یوازې دا چې د بشر د تاریخ د راپېلېدو هومره لرغونی دی، بلکې د هر وګړي په ژوند کې هم لرغونی دی. اېډ د وګړي د شخصیت بنسټ دی. اېډ په ټول ژوند کې خپل ماشومانه خوی ساتي. دا ټنشن نهشي زغملی او سملاسي رفع کول یې غواړي. اېډ فوري عمل غواړي، غیرعقلاني، غیر اجمتاعي، ځان غواړی او د خوندونو تږی دی. اېډ د شخصیت ناخلف او کورګډی زوی دی. دی مطلق قادر په دې دی چې جادويي ځواک لري؛ وهم، تخیل، خیال پلو، او خوبونه د اېډ جادويي ځواک دی. اېډ سمندر بلل کېږي ځکه چې د سمندر په شان هر څه لري. اېډ له خپل ځانه بهر هېڅ شی نه مني. دا د ذهني حقیقت دنیا ده چې کار یې یوازې د خوند موندل او له رنځه لرې کېدل دي.
فروید وايي، اېډ د شخصیت تیاره برخه ده چې لاس مو نه ور رسي او دغه لږ معلومات هم چې د اېډ په باره کې لرو، د خوبونو او د عصبي عوارضو له مطالعې څخه ترلاسه شوي دي. خو بیا هم اېډ عملاً هغه مهال لیدلی شو چې یو څوک په یوه غیرعقلاني عمل لاس پورې کوي. مثلاً، هغه څوک چې هڅه کوي یوه لویه ډبره له کړکۍ څخه لاندې راوغورځوي، یا هغه چې یو څوک غولوي او یا پر چا د جنسي تېري اراده کوي، د اېډ تر اثر لاندې وي. همدارنګه هغه کس چې ډېرکله خیال پلو وهي او په هوا کې ماڼۍ جوړوي، د اېډ تر کنټرول لاندې وي. اېډ فکر نه کوي، بلکې یوازې غواړي او عمل کوي.