شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاته دیرېش نور قاریان او ملایان په لوړو چوکیو وګومارل شول

اته دیرېش نور قاریان او ملایان په لوړو چوکیو وګومارل شول

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۲) د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په حکم ۳۸ نور ملایان په لوړو دندو وګومارل شول

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د کمیسیون د مرستیال ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په حکم د حکومت د ۳۸ لوړو چوکیو لپاره کسان ګومارل شوي دي.

ټول ګومارل شوي کسان ملایان او قاریان دي.

نوي ګومارل شوي کسان:

۱ ــ مولوي صاحب عبدالکبیر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په توګه

۲ ـــ  ملا عبدالمجید اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست په توګه

۳ ــ  ملا عبدالرزاق اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال په توګه

۴ ــ  مولوي سخاو الله د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه

۵ ــ  مولوي شمس الدین پهلوان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په توګه

۶ ــ  مولوي مطیع الحق د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه

۷ ــ  ملا نور الدین ترابی د سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه

۸ ــ  مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د مرستیال په توګه

۹ ـ مولوي سردار محمد د جنوب لویدیځې حوزې د رئیس په توګه

۱۰ ـــ  شیخ محمد حنیف د جنوب ختیځې حوزې د تمیز د رئیس په توګه

۱۱ ــ  ملا محمد علي اخند د ملي دفاع وزارت د استخباراتي چارو د رئیس په توګه

۱۲ ــ  نصر الله مطیع د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو د رئیس په توګه

۱۳ــ  تیمور شاه اخند د ملي دفاع وزارت د لوژیستکي چارو د رئیس په توګه

۱۴ــ ملا امیر خان حقاني د ملي دفاع وزارت د ساختماني ملکیتونو اوتأسیساتو چارو د رئیس په توګه

۱۵ ــ ملا مهر الله حماد د کندهار قول اردو د قومندان په توګه

۱۶ ــ  ملا ولي جان حمزه د کندهار قول اردو د مرستیال په توګه

۱۷ ــ  مولوي حزب الله افغان د کندهار قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۱۸ ـــ مولوي حمد الله د کابل قول اردو د قومندان په توګه

۱۹ ـــ  مولوي نصرت د کابل قول اردو د مرستیال په توګه

۲۰ ـــ  قاري بریال د کابل قول ارد و د رئیس ارکان په توګه

۲۱ ــ  مولوي عطاء الله عمري د مزار د قول اردو د قومندان په توګه

۲۲ ــ مولوي امان الدین د مزار قول اردو د مرستیال په توګه

۲۳ ـــ ملا عبدالرزاق فیض الله د مزار د قول اردود رئیس ارکان په توګه

۲۴ ــ محترم مولوي محمد ظریف مظفر د هرات قول اردو د قومندان په توګه

۲۵ ــ ملا عبدالشکور بریالی د هرات قول اردو د مرستیال په توګه

۲۶ ــ  مولوي عبدالرحمان حقاني د هرات قول د مرستیال په توګه

۲۷ ــ ملا شرف الدین تقي د هلمند قول اردو د قومندان په توګه

۲۸ ــ  ملا محب الله نصرت د هلمند قول اردو د مرستیال په توګه

۲۹ ــ ملا محمد خان دعوت د هلمند قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۳۰ ــ ملا رحمت الله محمد د کندز د قول اردو قومندان په توګه

۳۱ ــ قاري محمد اسماعیل ترکمن د کندز قول اردو د مرستیال په توګه

۳۲ ــ  قاري محمد شفیق د کندز قول اردود رئیس ارکان په توګه

۳۳ ــ  ابودجانه د لغمان د قول اردو د قومندان په توګه

۳۴ ــ  ابراهیم د لغمان د قول اردو د مرستیال په توګه

۳۵ ـ  ملا عبدالرحمان منصور د لغمان د قول اردو د رئیس ارکان په توګه

۳۶ ــ قاري محمد ایوب د پکتیا قول اردو د قومندان په توګه

۳۷ ــ ملا روح الامین د پکتیا قول اردو د مرستیال په توګه

۳۸ ــ ملا احمد الله مبارک د پکتیا قول اردو د رئیس ارکان په توګه

په دې کسانو کې مسلکي نه لیدل کېږي.

د چارو د کتونکو په باور طالبان، چې رژیم یې تراوسه پورې هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د خپل حکومت د مشروعیت لپاره نه یوازې اقدام نه کوي بلکې د وخت په تېرېدو ځان لا منزوي کوي.

لا هم بې دلیله د نجونو لېسې بندې دي او ښځې اجازه نه لري چې د کار لپاره دفترونو ته لاړې شي. پر دې سربېره د ښځو د چارو له وزارت څخه یې د امربالمعروف وزارت جوړ کړی دی.

دې ته په پام چې له هیوادونو سره له اړیکو پرته د یوه هیواد چارې په یوازې توګه پر مخ نه شي تللی، نړیواله انزوا به د طالبانو د سقوط او د افغانانو د ناورین سبب شي.

4 COMMENTS

  1. And here is the very bad news : Almost none of the new appointed upper governmental appointees may not have enough working skill to utilize, in order to feed their own families for a week!

  2. DA WATAN MILI QYAAM TAH ZARORAT LAREE.
    HOW IN EGEPTION
    THE NATION REMOVE THE MOHAMMED MERCI. IKHWANY FROM PRESIDENCY.

    PEOPLES NEED JOBS/FOODS/SAFETY/AND MEDICATION FOR ILLNESS.
    MULAHA/QAREE/TALIBS//AHUNDS/HAQANI/ AND OTHER JAHILIN CAN NOT BRING SUCCESS FOR PEOPLES,
    STANDUP AGAINST PAKISTANI SLIVERY,
    THANK YOU

  3. ګرانو هیوادوالو منئ که نه د هیواد ټولی چاری د آی ایس آی له خوا پر مخ بیول کیږي پنجاب قصدأ بیسواده ، ناپوه او د نني عصر د تحولاتو نه بی خبره ملایان زموږ د هیواد پر چارو وګماري، تر سو له یوی خواه زموږ هیواد بیرته پاتی وساتي او بیا وروسته زموږ د هیواد د قیم په حیث ځان نړی والو ته معرفی او امتیازات تر لاسه کړي، کابل ته د آی ایس آی د مشر راتګ او ملا حسن د ریئس وزرا او څو نور ناپوه ملایان د وزیرانو په توګه ګمارل د همدی موخی پخاطر سوی ، که داسی نه وي آیا پدی نني عصر کی ملا حسن د یو هیواد د لمړي وزیر او ملا باقی د لوړو تحصیلاتو د وزیر وړتیا لري؟؟؟؟
    شپږ کاله کیږي چی ملا هیبت الله چا ندی لیدلی د هغه د خبرو دوه دقیقه ویدو خپور شوی ندی خو هغه کولی شي په یوه امضا ۳۸ تنه قاری او ملا د دولت په مهمو چوکیو وګماري.
    نوره نړی کی په مهمو چوکیو کی د یوه نفر په ګمارولو ورځی او اونئ فکر او مشوری کیږي چی آیا هغه د دی مقام وړتیا لري او یا نه ، وروسته بیا د هغه نفر کاندیدیدل د هر هیواد پارلمان ته چی د ولس استازي دي وړاندی کیږي د ولس استازی بیا د هر کاندید مسلکي تحصیلات، سوابق او تجربی څیړي او د رای ګیرئ نه وروسته هغه کاندید یا تائید او یا بیرته ردیږي.
    خو دلته زموږ هیواد کې داسی یو پیری چی نه یی ځای معلوم دی نه یی اصل او نسب چاته څرګند ده نه چا پدی شپږو کلونو کې لیدلی او نه په رسنیو کې چا ورسره کومه مصاحبه یا خبری کړي حتی څرګنده نه ده چې مړ دی یا ژوندی هغه په خپل یو امضا ۳۸ ملا او قاري د هیواد په مهمو چارو ګماري، او ولس هم په بیوسئ د دی ( ریشخندئ ) ننداره کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب