شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه سلو کې ۷۲ امریکایان افغانانو ته د پناه ورکولو ملاتړ کوي

په سلو کې ۷۲ امریکایان افغانانو ته د پناه ورکولو ملاتړ کوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۲) د امریکا د متحدو ایالتونو د خلکو اکثریت په دې راضي دي چې حکومت یې هغو افغانانو ته په امریکا کې پناه ورکړي چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی.

په دې تازه نظرپوښتنه کې، چې اسوشیتید پریس خبري اژانس او د عامه څېړنیزو چارو مرکز کړې، په سلو کې ۷۲ پوښتل شویو امریکایانو ویلي چې دوی هغو افغانانو ته چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکا له پوځ یا د افغانستان له حکومت سره کار کړی دی، د پناه د ورکولو ملاتړ کوي.

په اوکلاهما ښار کې د کاتولیکانو د خیریه موسسې رييس پیتریک راګلو د ۱۸۰۰ افغان پناه غوښتونکو د مېشتولو او ملاتړ چارې پر مخ وړي. دی وايي چې سلګونو ځايي خلکو د افغان پناه غوښتونکو لپاره مرستې ورکړي یا یې د مرستو وړاندیز ورته کړی دی.

تېره اوونۍ د کرایي کورونو او اپارتمانونو انلاین کمپنۍ’Airbnb’  اعلان وکړ چې د امریکا په متحدو ایالاتونو کې شل زره نورو افغان پناه غوښتونکو ته وړیا موقتي کورونه ورکوي.

دې کمپنۍ، چې مرکز یې د امریکا په سانفرانسسکو کې دی، تر دې وړاندې هم ۲۰ زره افغانانو ته وړیا موقت هستوګنځي برابر کړي وو.

‘اییر بي این بي’ د امریکا د خلکو له سخاوت او مېلمه پالنې مننه کړې چې د لسګونو زره افغانانو لپاره یې وړیا کورونه ورسپارلي دي.

سره له دې چې په اوس وخت کې د امریکا د ګوندونو ترمنځ اختلاف زیات دی او هر ګوند د بل له هر راز اقداماتو سره مخالفت کوي خو نظرپوښتنه ښيي چې د دواړو ګوندونو د غړیو اکثریت افغانانو ته د پناه ورکولو ملاتړ کوي.

خو تر جمهوریپالو د دیموکراتانو زیات شمېر افغانانو ته د پناه ورکولو ننګه کوي.

په مجموع کې یوازې په سلو کې ۹ امریکایانو ویلي چې افغانانو ته دې پناه نه ورکول کېږي.

په اوهایو کې د جمهوریپال ګوند غړي ۶۲ کلن اندریو ډافیس وویل «موږ د دوی (افغانان) پوروړي یوو. دوی ته خپل هیواد خطرناک دی، نو فکر کوم موږ باید ورسره مرسته وکړو.»

 په سلو کې ۷۲ پوښتل شویو ویلي چې امریکا دې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې له امریکایانو یا د افغانستان له حکومت سره یې کار کړی او په سلو کې ۴۲ ویلي چې هر هغه افغان ته دې پناه ورکړل شي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ځان ته خطر ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب