جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې بيا د داعشیانو خلاف عمليات شوي

کابل کې بيا د داعشیانو خلاف عمليات شوي

تاند:( دوشنبه، د ميزان دولسمه) د طالبانو اسلامي امارت په کابل کې د داعشیانو خلاف د تازه عملياتو خبر ورکړی.

د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد نن ناوخته لیکلي، چې ياد شوي عمليات د کابل د پینځمې حوزې په کمپنۍ سیمه کې شوي.

سرچينې په دغو عملياتو کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور د ۱۱ تنو د نيولو خبر ورکړی.

تېره شپه د کابل په اوولسمه حوزه کې هم د طالبانو د ورته عملياتو خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو وياند په دغو عملياتو کې د داعشيانو د پټنځای د ختمولو خبره کړې وه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه و ویلي.

د کابل په شمال کې د يادې سيمې اوسېدونکو ويلي، چې تېره شپه د طالبانو او داعشیانو جګړې نيږدې ۴ ساعته دوام درلود.

پرون د کابل ښار په زړه او ارګ ماڼۍ ته نيږدې د عید ګاه جومات مخې ته په داسې حال کې چې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د مور فاتحه واخیستل کیده، يوه چاودنه وشوه، چې تر ۱۳ پورې د ملکيانو د وژل کيدو خبر پکې ورکړل شو.

د پرونۍ تروريستي چاودنې مسؤولیت په لومړي ځل د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې پر غاړه واخيست.

په وروستيو ورځو کې د طالبانو خلاف دا ډول پېښې او وسله والو ډلو فعاليتونه له ولایتونو څخه پلازمېنې کابل ته را رسيدلي دي.

د طالبانو د سرپرستې کابينې په نننۍ غونډه کې پريکړه شوې، چې د درې ګونو امنيتي ادارو يو کميسيون به يې جوړ او د وضعيت مهارولو لپاره ګډ کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب