جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: د الیکترونيکي تذکرو او پاسپورټونو وېش بیرته پيلوو

طالبان: د الیکترونيکي تذکرو او پاسپورټونو وېش بیرته پيلوو

تاند:( دوشنبه، د ميزان دولسمه) د طالبانو سرپرستې کابينې په هېواد کې د الیکترونيکي تذکرو او پاسپورټونو د بهير د بيا پيلولو خبر ورکړی.

د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټویټر ليکلي، چې یاده پريکړه نن د سرپرستې کابينې په غونډه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې برخه کې د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه شوې، څو یاد شوی بهیر را پيل کړي.

ذبيح الله مجاهد د دغه بهير د پيل دقیق وخت نه دی په ډاګه کړی.

د الیکترونيکي تذکرو او پاسپورټونو د وېش د ځنډ له کبله ګڼو افغانانو د ګڼو ستونزو له کبله شکايت درلود.

طالبانو نه دي ويلي، چې تذکرې او پاسپورټونه به د افغانستان د پرځول شوي اسلامي جمهوريت او که د خپل اعلان کړي اسلامي امارت په نوم ورکوي؟

مخکې د دوی وياند ذبيح الله مجاهد ویلي و، چې پخوانۍ تذکرې او پاسپورټونه هم اعتبار لري، خو دوی ممکن د خپل امارت په نوم تذکرې او پاسپورټونه ووېشي.

د دغې برخې متخصصين بيا دا بدلون ممکن نه ګڼي او زياتوي، چې تذکرې او پاسپورټونه به په پخواني نوم او لوګو ورکړل شي، ځکه طالبان یې د نوم او لوګو بدلولو اقتصادي او نړیوال حقوقي امکانات او پرستیژ نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب