جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعادله راز: افغانان به بیا پر جو بایډن اعتماد ونه کړي

عادله راز: افغانان به بیا پر جو بایډن اعتماد ونه کړي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۲) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیره عادله راز وايي، باور نه لري چې افغانان به په لنډ وخت کې د امریکا پر ولسمشر جو بایډن په اسانه اعتماد وکړای شي.

د بیزنس انسایډر ورځپاڼې د راپور له مخې، اغلې راز په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانان به بیا کله د امریکا پر ولسمشر اعتماد وکړي؟ وویل «احتمالاً ژر به یې ونه کړي. بخښنه غواړم چې دا خبره کوم.»

له مېرمن راز څخه وپوښتل شول چې ایا بایډن د افغان ښځو د برخلیک پروا وکړه؟ دې په ځواب کې وویل «فکر نه کوم. ده (بایډن) وویل، امریکایان د نړیوالو لپاره د پولیس رول نه شي لوبولی چې په بل هیواد کې د ښځو ساتنه وکړي.»

بایډن په پیل کې ظاهراً له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت ښوده خو ناببره یې د مې په ۱۵ مه اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه د سپټمبر تر یوولسمې باسي.

امریکايي پوځیان تر اعلان شوې نېټې مخکې د اګست په ۳۱ مه ووتل.

بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل په داسې حال کې یو فوق العاده بری وباله چې د امریکا د اروپايي متحدانو په شمول ډېرو امریکایانو د وتلو پروسه ناکامه وبلله.

په وروستیو نظرپوښتنو کې د امریکایانو اکثریت بایډن د افغانستان په تړاو ناکام ولسمشر بللی دی.

عادله راز وايي، دا او همکاران یې د جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د جو بایډن په رسېدو ډېر خوشاله شول او باور یې درلود چې بایډن به ځواکونه تر هغو نه باسي چې د خبرو له لارې یوه حللار موندل کېږي او یا لږترلږه به د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر تړون له سره کتنه وکړي.

د امریکا دفاعي مشران وايي چې له طالبانو سره د ټرمپ موافقې طالبان زړه ور کړل او د افغان امنیتي ځواکونو روحیه یې کمزورې کړه.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیره وايي «فکر کوم هر چا هیله لرله چې دی (بایډن) به طالبانو ته سخت شرطونه کښېږدي، خو دا کار یې ونه کړ.»

دا زیاتوي «دا ما او ټولو بیخي منلې وه چې امریکايي پوځیان به وځي، خو د طالبانو لپاره به شرطونه اېښودل کېږي چې د افغانستان د بریاوو د ساتنې ژمنه به کوي.»

اغلې راز، چې اشرف غني په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې په توګه ټاکلې، د طالبانو حکومت نامشروع ګڼي او وايي چې ځان د افغانستان سفیره ګڼي.

2 COMMENTS

  1. امریکایان اړتیا نلري چې د عادلې راز په شانې خلکو، د هغو غلاوو ساتنه وکړي چې د سفارت د یوه کوچني دېوال په جوړونه کې په لکونو ډالر غلا کړي. مرګ دې وي پر ټولو غلو او هېواد پلورونکو. مننه

  2. دې خو فاسدې خو ښې مزې چړچې وکړې.بس دغه هيواد دا ديرس کاله دداسي جاهيلانو د لاسه تباه سول. امريکايي دموکراسي هم له خلکو پرتوګ ويستل او طالبي جاهليت به هم له خلکو پرتوګ وباسي. دريغا ددغه جاهيل ملت په حال سي هر يو ناره تکبير وايي ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب