شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهګیلاني: بې عقله خليلزاد افغانستان او امريکا دواړو سره خیانت وکړ

ګیلاني: بې عقله خليلزاد افغانستان او امريکا دواړو سره خیانت وکړ

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) د افغانستان د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني په يوه ټلويزيوني مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بی عقله وباله او په دې يې تورن کړ، چې له افغانستان او امريکا دواړو سره يې د دوحې د سولې تړون کې خیانت کړی دی.

ګیلاني له اریانا نیوز ټلویزیون سره د مرکې پر مهال په واضح ډول ونه ويل، چې خليلزاد په څه ډول د ده په نظر دغه تړون کې خیانت کړی، خو د تړون د ناکامۍ ټوله پړه يې پر هماغه واچوله.

د اسحاق ګیلاني په وينا، خليلزاد له طالبانو سره د دوحې د لاسليک کړي تړون ډېر جزيات له امریکا او افغانستان څخه پټ وساتل.

دغه افغان سياستوال د خليلزاد تر څنګ په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د مذاکراتي پلاوي غړي او په خاص ډول د پلاوي مشر معصوم ستانکزی هم په دې برخه کې په خيانت تورن کړ.

ګيلاني د ياد شوي پلاوي په ټاکلو کې د سلیقوي چلند له امله بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني هم ملامت کړ.

د ملي نهضت ګوند مشر له امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په افغانستان کې د خليلزاد د ماموريت ټول اسناد او په خاص ډول یې بانکي اکونټونه او شتمنۍ وڅېړي، څو کري خيانتونه یې مستند او دی مجازات شي.

زلمي خليلزاد د اسحاق ګیلاني تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. ددی دا بی وخت خبری کوم زای ننیسی او هسی وخت تیرول دی دا گیلانی مخکی چیرته وه چی اوس دا خبری کوی په هغه دا په کوم کنج کی ناست وو چی صرف تماشه یی کوله چی اوس یی خوله خلاص کری ده او دا خبری کوی

  2. خلیلزاد خیانتونه د ۱۹۸۱ کال څخه د پنجابی پاکستان ISI په تامه مرسته شروع شوی دی او د نوموړی پر له پسی خیانتونه په ۲۰۰۱ او د مصنوعی صلحی ډرامه په دوحه کښی بهترین ژوندی مثالونه دی ، ددی خائين تماسونه د تربیه شوو قاتلو جاهلو مزدورو تنظیمونو سره د ترجمانی څخه شروع او ددوی بی اتفاقیو رول لرلو او همدارنګه ددی قاتلینو د کابل ښاریانو قتل ، چور چپاول او د میرمنو بی عزتی سبب کیدو کښی شریک وو او وروسته دی شارلتان د بل ډول تربیه شوی جاهل قاتل طالبان په بی شرمانه فریبی سره په ۱۹۹۶ کال کښی روی کار کړل او ددوی وحشت د کابل اوسیدونکیو ډیر ښه په یاد دی او اوس ئی بیا دا قاتل طالبان وحشیان د پنجابی پاکستان په کومک په عجیبه ډرامیی شکل سره د کابل په ارګ داخل کړل او شورای نظار او دوستمیانو قاتلانو په خپله چټلی چلبازی کښی بند پاتی شول او چیغی وهوونکۍ او کلنکار دوکتور اشرف غنی په درواغو دلایلو سره تیښته وکړه ( اما دده دا تیښته د قاتلو تنظیمونو په تباهی هم تمامه شوه دده دا اقدام بد نه وو ) او د خلیلزاد امر ئی په ځای کړ ( شارلتان خلیلزاد همیش د بی اتفاقیو او مناقتونو رول د افغانستان موضوعاتو کښی لوبولۍ دی او دده شیطانی او ابلیسی خصلت باندی د ترمپ او دده مشاور ترمینځ هم بحث صورت موندلۍ وو او باالاخیره ترمپ اظهار وکړ چی مونږ د افغانستان موضوع لپاره همداسی شیطان په کار دی ) نو دداسی تعجب اورو حالاتو سره خلیلزاد امریکا جهان ته ډیر سپک او بی اعتباره ښکاره کړ او خپله د افغان ملت په وینو او تباهی ملیاردر شوۍ دی !!!!

  3. سلام
    په سیاسی او دېپلوماتیک لحاظ به دا تحلیل د ګیلانی له سوچه ډېر لوړ وی چې د خلیل زاد منافقت ،دامریکا ء احساساتی مداخلې، او دافغانستا ن برخلیک په کې وارزول شی. ځکه دافطرتا یوفردی مسله نه ده چې یوازې په بیعقلی پای ته ورسیږی خو په سیاست کې ډېر داسې هم پېښ شوی چې بې عقلی خو لا پریږده له بشبړ حماقت هم اوړی.
    د خلیل زاد درسوایی عوامل اوعلتونه:
    ۱- زلمی خلیل زاد دافغانستان له ولس سره او دولس په فرهنګی ابعادو کې ماهر سړی نه وه.
    ۲-زلمی خبلې مرتبې نه اوچتو مسولیتونو ګوتې ووهلې او امریکایان دافغانانو په ژبه پوه نه کړل.
    ۳- که ماهر دېپلومات وای ده ته دبن به مردارخوره معامله کې بهترین چانس او فرصتونه ول خو ده دسفارت په نوم له لاسه ورکړل.
    ۴- امریکا ر لومړی باید پرافغانستان برید نه وای کړی چې دالوی بحث دی خو وروسته له شلو کلو ،تریلیون دالرو ،تلفاتو او طوفانو راستنېدل بل سرخوږی اوحماقت. وایی عاقل چراکند کارې که عاقبت ارد پشیمانی۱
    ۵- خلیل ،غنی، احدی، جلالی دیوه اخور خوسکی دی دافغانستان به درد نه خوړل کېدل.
    ۶- ما مخکې څو ځلی تبصره کې ویلی دی چې خلیل په بډ بډ بډ ویلو کور په کور ګرځیده او د مافیا دلوته یی نور هم امتیاز ورکړ.
    ۷- خلیل زاد دیو کشمش او څلوښت قلندره افسانه کی دسیاف چارک غونډاری مڼې هم وخوړې.
    ۹- داتول دیوې سوړې ماران دی رنګونه او څېرې توپیر لری.
    ۱۰- ماهر مکار او ډېر مغرور زوړ جمهوری غوښتونکی امریکایی دی.
    ۸- خلیل به هغه وخت د مظلوم ولس لپاره د خبلې مور وصیت خبره په ۲۰۰۱ کال کړې وه.

  4. EVERY ONE KNOWS AMERICAN MUST BRING KHALIL ZAD TO JUSTICE.
    KHALILZAD IS RESPONSIBLE FROM ALL SENARIO FROM 2001,
    THIS WAS KHALIL ZAD,HE REPLACE MARKHOOM ZAKHIR SHAH TO Hamid Karzai AND SOME MUJAHIDIN
    KHALILZAD ALWAYS FALLOW PAKISTANI ISI AGENDA,ANY TIME IN ANY PROCESS.
    PAKISTAN DID NOT LIKE ASHRAFGHANI AND KHALIL ZAD TOO.THIS WAY IN DUHA CONFERENCE AFGHAN GOVERNMENT DID NOT ENTER TO PROCESS.
    KHALILZAD IS ONLY CORRUPT AFGHAN AMERICAN.
    IN AMERICA MANY INDIAN/PAKISTANI&AFRICAN AMERICAN.BUT THEY LOVE THEIR OWN PEOPLES TOO.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب