Homeخبرونهطالبانو بګرام اډې ته د چينايي سرتېرو راتګ رد کړی

طالبانو بګرام اډې ته د چينايي سرتېرو راتګ رد کړی

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) د طالبانو د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي بګرام اډې ته د چينايي سرتېرو د راتلو آوازې رد کړي.

نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم او بې بنسټه ګڼلي.

د هغه په وينا، د چینایانو په ګډون د هيڅ هيواد سرتېرو ته به افغانستان ته د راتلو اجازه ورنه کړل شي.

د راپورونو مطابق، تېره شپه د بګرام اډې مړه څراغونه د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته په لومړي ځل روښانه شول.

دا پوځي اډه مخکې له مستقلې بريښنا څخه برخمنه وه او د ازبکستان وارداتي بريښنا څخه نه روښانه کيده.

ځينو سرچينو د ځايي خلکو په حواله وويل، چې د دغې اډې مخته یې چینایي سرتېرو ته ورته بهرنيان هم لیدلي.

طالبانو بيا دا راپورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

بګرام پوځي اډه په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په وخت کې د دوی تر ټولو لویه پوځي اډه وه.

دا پوځي اډه د کابل په شمال کې ‌موقعیت لري او په تشکیلاتي لحاظ د پروان د بګرام ولسوالۍ اړوند دی.

چین افغانستان ته د خپلو سرتېرو د استولو ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده مخکې يو شمېر بهرنيو رسنيو ويلي وو، چې د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته به د بګرام پوځي اډه چین ته وسپارل شي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې وه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...