چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+اسمانڅکالي / محیب رحمتي

اسمانڅکالي / محیب رحمتي

دا عجیب و غریب حيوانان په اصل کي خپلو بچو ته شېدې ورکوي. شېدې ورکوونکو ژوو ته ساينس ممال (mammals) تیوال ژوی وايي. اسمانڅکالي هګۍ نه اچوي بلکي بچي زېږوي. د هغوی د نفوس زیاتېدل ډېر ورو دی ځکه چي تقریبا په کال کي يو ځل بچي زېږوي. د دوی منځنی عمر 30 کاله دی.

اسمانڅکالي په درې ډوله دي. ميوه خوړونکي يا رس زبېښونکي یعني سابه خوړونکي.

حشرات، ماهيان او واړه حيوانان خوړونکي.

د ژونديو څيزونو وينه زبېښونکي.

د وينه زبېښونکو اسمانڅکالو يوازي درې نسله دي هغوی هم د جنوبي امریکا په لویه وچه کي اوسي. مېوه خوړونکي اسمانڅکالي تقریبا 200 نسله لري او حشرات خوړونکي اسمان څکالي د ټولو اسمان څلوکو 70 فیصده دي. که ټول سره راجمع کړو نو تقریبا 1441 نسلونه تر اوسه موندل سوي دي. ویل کېږي چي له ټولو ممالیه حيوانانو څخه هر پنځم حيوان اسمان څلوکی دی. د اسمانڅکالو کورنۍ د تیوالو (پستاندار) ځناورو دوهمه غټه کورنۍ ده. لومړۍ لويه کورنۍ د موږکانو Rodent Family ده. ساینس د اسمانڅکالو ټولي کورنۍ په يوه ارډر پوري تړلي دي چي chiroptera نومېږي.

دوی په داسي ځایونو کي اوسي چي ډېر تیاره وي، پټ وي او لږ رڼا ولري. نو ځکه په غارونو، د پلونو لاندي سوريو کي، د کورنو د چتونو په غارونو کي اوسي. ډېر اسمانڅکالي په خاص ډول ميوه خوړونکي بیا په ونو پوري ځانونه راځړوي. هسي خو دوی د ټراپیکل سیمو یعني د ځمکي د منځنيو سیمو خاص ځناور دي خو بیا هم په ټوله نړۍ کي ددوی نسلونه اباد دي. په زیاتو سړو سیمو کي نه اوسېږي لکه انټارکټکا.

د مېوه خوړونکي اسمان څلوکو نسلونه تر نورو غټ دي. څومره چي دوی غټ او خطرناک دي همدومره له انسانو لري ځغلي. هغوی یوازي له مېوه خوړلو سره کار لري. ویل کېږي که اسمان څکالي ووژل سي نو له نړۍ څخه به چاکلیټ هم ختم سي. چاکلیټ د يوې ميوې کوکوا له زڼو څخه جوړېږي چي ګرده افشاني اسمانڅکالي کوي. نه يوازي چاکلیټ بلکي کاجو، آم او کيلا به هم ورک سي ځکه چي ددې ټولو ونو د مېوې ګرده افشاني په اسمان څلوکو پوري تړلې ده.

وينه زبېښونکي اسمانڅکالي د کورنيو څارويو وينه زبېښي. د انسان وينه زبېښل لا تراوسه د دوی په Menu کي نسته که څه هم څوک له څارويو سره پرېوځي. که له يوه ویده انسان څخه په ساعتونو ساعتونو وينه وزبېښي هغه به بلکل نه سي خبر. دوی کوي څه؟ پوست ډېر باریک پرې کوي چي له هغه ځایه د ويني په زبېښلو پیل کوي او پورته خپله ژبه باندي ږدي. په ژبه کي اوږده اوږده د پایپونه دي چي وينه پورته کشوي. هغوی پوهېږي چي په وينه کي موجود پلیټ ليټس له امله زخم دستي جوړېږي. هغوی خپلي لاړي له زخم سره ګډوي تر څو وينه نرمه وي. معده يې له ويني یوازي سره خلیات هضموي او باقي مواده خارجوي. خو بیا هم د ويري خبره نده ځکه چي دا ډول اسمان څکالي د جنوبي امريکا په براعظم کي ژوند کوي.

په نړۍ کي تر ټولو زیات د حشراتو خوړونکو اسمانڅکالو نسلونه اباد دي. دوی بې شمېره حشرات خوري. دومره ډېر چي يو اسمان څلوکی له 1000-600 پوري غوماسي په يوه ساعت کي له مالګي پرته خوري. که ټوله شپه الوځي نو فکر وکړئ چي څومره به وخوري. دوی د خپل جسم د وزن تقریبا 50 فیصده په اندازه حشرات خوري. له فصلونو حشرات داسي له منځه وړي لکه چا چي په همدې دنده باندي ګمارلي وي. په امریکا کي د لويو  کرنیزو فارمانو خاوندان د کيمياوي درملو د سپرې کولو په ځای اسمان څکالي استعمالوي. د ېوې اندازې له مخي تقریبا 23 بیلیونه ډالره چي په درملو لګېږي بچتوي. که زموږ په هيواد کي حشرات او غوماسي زیات سوي دي نو دا وجه ده چي اسمان څکالي کم سوي دي.

د زیاتو اسمانڅکالو نسلونه ماهيان او د مرغانو بچي خوري. د دوی وزر په اصل کي د پوستکي برخه ده. په وزرانو کي يې د ګوتو هډوکي داسي خپاره سوي دي تر څو د همدې وزرو په مرسته والوځي. که په اوبو کي لوېږي نو لامبو ووهي، که په ځمکه باندي وي نو په ټوپ وهلو سره الوځي، په ډبرو پسي راوڅړېږي او ځان په وزرو د څادر غوندي پټ کړي.

خدای دوی ته يوه ځانګړې وسله ورکړې ده چي هغه د دوی غږ دی چي په هغه باندي شیان پېژني. دوی يو ډول خاص غږ کوي چي د مختلفو فریکوينسيو له امله يې موږ نه اورو. دا غږ له کوم شي سره د ټکر کېدو وروسته بیرته د دوی غوږو ته رسي، دماغ له همدې اواز څخه د هغه شي خاکه جوړوي او دا معلوموي چي مخامخ څه شی دی. دې طریقه کار ته Echo Location وايي. سمندري اوبتلونه له همدې طریقې کار اخلي. ټول اسمان څکالي له خولې غږونه، نه باسي بلکي ځیني له پزو څخه هم دا ځانګړي غږونه باسي. د دې ډول اسمان څلوکو پزي د پاڼې غوندي وي. نو ځکه ورته leaf nose bats وايي. د دوی د لويو غوږونو مقصدا هم همدا دی چي هغوی بیرته راتلونکي غږونه په سمه توګه واوري. دا غږونه د دوی عام چي چي والا غږونه، نه دي بلکي ځانکړي اوازونه دي.

ميوه خوړونکي اسمانڅکالي چي کله د کومه ميوه وخوري يا يې رس وزبېښي نو د ميوې پوستکي وغیره بیرته د خولې له لاري راباسي. په لیدو د میتیازو غوندي ښکاري خو په اصل کي دا د ميوې پوستکي او فایبر دي چي دوی يې نه سي هضمولی.

اسمانڅکالي بچي اچوي او د هغوی بولو ته Guano وايي. دا ده نړۍ له بهترینه فرټیلايزرز يا امبارونو څخه ده. د انډونيشيا او فلپیان وغیره هیوادونو کي Guano له غارونو راټولېږي په بازارونو کي خرڅېږي، په Guano کي نایټروجن، فاسفیټ او پوټاشیم په زیات مقدار کي موجود دي چي نباتات ورته ضرورت لري. اسمان څکالي تر لري لري پوري الوځي کله چي په ونو او بوټو باندي میتازي کوي نو دا قدرتي امبار د نباتاتو سره په وده کي مرسته کوي او د هغوی غذايي ضرورت پوره کوي. کله چي دوی ميوه خوري نو د ميوې زڼي نسي هضمولی نو دا زڼي هم له دې امبار سره يوځای په ځمکه باندي لوېږي او د ځنګلونو د اضافه کېدو سبب کېږي. اسمان څکالي د ځنګلونو په ډېروالي کي او د حشرو په خوړو سره د ونو روغتيا ساتي.

آیا اسمانڅکالي کرونا خپره کړه؟ کرونا وایرس يوه پوره کورنۍ ده او په ډېرو حیوانانو کي اوسېږي. دا چي د اسمان څلوکو سوپ د کرونا وایرس سبب سو ثابته نه ده، خو په چين کي چي په کوم مارکيټ کي د اسمان څکالي غوښه خرڅېږي دا وبا ضرور له هغه ځایه خپره سوه. څو کاله وړاندي د افريقا په کانګو کي د ایبولا ناروغۍ خپره سوه چي سبب يې اسمان څلوکی وګڼل سو خو کوم ثبوت پيدا نه سو. په کومو مارکيټونو کي چي د اسمان څکالي غوښه خرڅېږي له هغه ځایه وایرس ولي پیدا سو؟ دا خبره خو معلومه ده چي د اسمان څکالي معده ډېر وایرسونه نسي هضمولی او دا وایرسونه د دوی په بدن کي دننه اوسي. له غوښوانسانانو ته د وایرس انتقالېدو يو سبب دا هم دی کله چي غوښه سمه پخه نه سي نو ویرس له منځه نه سي. د آسیا په ختیځو هيوادونو کي چېرته چي د يو ډول شکلونو خلک اوسي مثلان چین او  د افریقا په ملکونو د اسمان څلوکو غوښه په پراخه پیمانه باندی خرڅېږي.

د اسمانڅکالو  په اړه مشهوره ده چي له دوی څخه د سپیانو Rabies وایرس خپرېږي. لومړی خو دوی له انسانانو ډېر لري ګرځي او د چيچلو چانس يې تر 1 فیصد څخه هم کم دی. بل که مو وچيچي هم نو د رېبيز وایرس چانس تر 1 فیصد هم کم دی. په نړۍ کي د Rabies وایرس 99 فیصده د سپیانو له چیچلو خپرېږي. دا ناروغۍ ډېر کمو خلکو ته پېښېږي. اسمان څکالي خو نه ستاسو په غوږونو کي د ننوتو شوق لري او نه هم ستاسو د ويښتانو. که چېري تاسو ساکت ولاړ ياست نو شاید راسي او په سینه باندي مو کيني. د ويرېدو ضرورت نسته، تر څټ ونیسئ او په هوا کي يې ایله کړئ لاسونه مو پرېمنځئ. د اسمان څکالي وچي میتیازي له تنفس سره د داخلېدو ډېري نوري د تنفسي ناروغيو سبب کېدی سي. ښه داده چي لري ترې و اوسئ.

اسمانڅکالي زموږ د چاپیریال ملګری حيوان دی او د دوی له وجي زموږ فصلونه او مېوې وني ابادي دي. ددوی په بقا کي زموږ بقا ده. دا ده بزګر په ډول شپه او ورځ زموږ لپاره کار کوي. بغیر له کومي وجي يې مه وژنئ دوی مو له غوماسو ساتي او ستاسو فصلونه له حشراتو ساتي. که دوی غوماسي نه خوړل نو هرکال به په کروړونو خلک د ملریا، زیکا او ډینګي له امله وژل کېدل.

اسمانڅکالي ولي سرچپه راڅړېږي؟ په اصل کي ددوی پښې کوچنۍ دي او د لاسونو ګوتي يې په وزرانو کي دننه فټ دي. خپل وزرونه د الوت لپاره په سمه توګه پوره نسي خلاصولی، نو ځکه سرچړۍ راځړېږي تر څو د ضرورت په وخت کي ځان لاندي غورځار کړي او سیده په هوا کي وزرونه خلاص کړي. په سړو سیمو کي اوسېدونکي اکثره اسمانڅکالي هایبرنیټ کوي یعني د ژمي خوب کوي. تر ننه پوري تر ټولو زیات هایبرنیټ هم د اسمانڅکالي ثبت سوی دی چي 344 ورځو پوري ويده و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی