شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+سم اند / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

سم اند / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

 درېمه برخه

Aussage(logik) وینا (سم اند)

یوه وینا د اریستوتالس د اند سره سم یو ژبنی جوړښت دی، موخه ور دی، له هغې څخه وپوښتو، چې ایا دا ریښتیا او که ناریښتیا ده (د اریستوتالس د دوه ارزښتوالي پرينڅیپ). دا غوښتونې نه ده، چې وویلی شو، چې ایا دا جوړښت سم یا ناسم دی. دا بسیا کوي، چې ریښتیاوالي (داسې ده) یا ناریښتیاوالی (داسې نه ده) موخه -وره ده، دا سي حالت د بیېلګې په توګه په پوښتنغونډالو، همداسې په غږکولو (یوچا ته) او غوښتنو کې نه دی. له دې سره ویناوي غونډلې دي، چې شي حالت یا شي څنګه والی روښانه کوي او هغې ته یو ريښتیاارزښت ترتیبولی یاتنظیمولی شي.

منځپاګه

۱ – ډېرځلېوالی
۱ . ۱ – ویناغونډله او وینا
۱ . ۲ – غونډله- پرېکړه- وینا
۲ – رابندونه
۲ .۱ – غوښتنه(ثبوت)
۲ .۲ – ارزښتپرېکړه یا – قضاوت
۲ .۳ – وینابڼه
۲ .۴ – ویي
۳ .۵ – کلمه
۲ .۶ – پایونه
۳ – د ویناو ډولونه
۳ .۱ – ساده – یوځای ايښول شوې(ګډوله)
۳ .۲ – شننیزې- سینتاکتیکي
۴ – ویناوي په ویتاسماند کې
۵ – وینا په پرېدیکات (ارزښتونې) سم اند کې

Mehrdeutigkeit ډېرپرې پوهېدنوالې (یوه نخښه، چې ډېرې پرېپوهېدنې یا ډېرې معناوې ولري):
د ویېنې(افادې) وینا د مخه ویل شوې پرېپوهېدنه(معنی د وینا واکمنه پرېپوهېدنه (معنی) ده.

دا د وینا بللشوی نوم ډېرپرېپوهېدنیز (یوه نخښه، چې ډېرې پرېپوهېدنې یا معناوې ولري) لپاره کارول کيږي.
دا په څلور بنسټیز پرېپوهېدنو رالڼدولی شو:۱ – وینا د ویناغونډلې (غونډله) په موخه (یا،، د یوپه بل پسې راغلو ویناو ډېرۍ).

۱ – د پروپوزېشن ( وینا موخه، ،، داویل شوي، ( د وینا څخه) موخه ییز شي حالت، پرېکړې موخه، فکر، فکر پرې شوی، پرېبوزېشن)، ،، لېدنوړ غونډله،،.

۲ – ویناوې د یوې غونډلې د څرګندونو په موخه،
۳ – یوه وینا د پرېپرېکړې عمل په څېر( پرېکړه یا قضاوت)
۴ – د ویېنې(افادې) وینا د پرېپوهېدنې په واک کې ده، چې د ريښتیاوالي او ناريښتیاوالي ،، د سم اند ټیک د خبرو اله ،،او څه شی وړونی،، دی. د سم اند د تخنیکي اړتیاو لپاره د دې پوښتنو روښانه ونه په پوښتنه کې نه راځي.

Aussagesatz und Aussage ویناغونډله او وینا له پراخه شوې، مګر پوره نه منل شوي یا یا لا جنجالي فکر وروسته ویناوې غونډلې نه دي، خو دوینا ( یواځې) ژبنیزې ویېنې ویناغونډلې دي. یوه ویناغونډاله د وینا لپاره د نمائینده په څېر غوره شوې یواځې د وینا لپاره یوه نخښه ده او یواځې ،، د وینا ژبنیز کوریلات یا (بدیل) اړیکي دی،،. د ویناو او ویناوغونډلو د برابرايښونو په مخامخ به وکارول شي، چې د غونډلبڼې او د هغوې د څرګندونو ویناوې توپیر شي، ،، کومې چې له دې څرګندونو سره جوړې شوي دي،،.

بېلګه ۱ : ( برابر پرېپوهنیزئ غونډلې): ،، دا کور درېپوړیز دی.،، – ،، دا کور درې پوړه لړي.،، – “This house has three floors.”: د یوه شي حالت لپاره درې غونډلې د یوې وینا سره.

بېلګه ۲ : که سپین او خوږه ووایي ،، زه ناروغ یم،، ، نو دوي دواړه همغه غونډله وایي او بېلابېلې غونډلمخ ته راتلنې جوړوي او د خپلو څرګندونو سره بېلابېلي ویناوې جوړوي.

Satz – Urteil – Aussage غونډله – پرېکړه – وینا Tugendhat (الماني فیلوسوف) په شډلویېنه د سم اند له یوه ژبنیز، سایکولوژیک او اونتو لوژیک بنسټ څخه خبرې کوي. ژبنیزه ویناغونډله له پرېکړې سره وینا د سایکولوژیک کړنې( اکت) او اونتولوژي په څېر ليږدوي، له فکر(فرېګې: یو فیلوسوف) سره، د شیڅنګه والی (Husserl: Wittgenstein I) یا پروپوزېشن(englische Philosophie) سره.

د ،، غونډلې،، – ،،پرېکړې،، – ،، وینا،، په منځکې یو proportionalitäts- und attributionsanaloges وړاندیز اړیکې شته، داپه دې پرېپوهېدنه چې لیدنیزه ( په لید ولاړه) ( الماني، عربي، فارسي objektive هدف، واقعگرایانه) پرېکړه. فکر (وینا، پروپوژېشن) به په فکرکونې (سایکولوزیکې پرېکړېکونی) را ټول او په یوه ویناِ غونډله کې وویل شي. ویناغونډلې له دې امله په یوه ورته موخه په لیدنیزه ویناخوندیونې همداسې سایکولوژیکي ویناکړنې، او په څت تړاو لري. په زیاتو اړوندوالو کې له دې امله یوه نږدې توپیر ته نه راځي.

پېژندپوهنې پسې لوریزوالی کېدی شي اړونده ترمینولوژي ته لومړيوالی ورکړل شي. د لاس ته راوړوني لپاره په دې پرېپوهېدنه چې دا، چې په هغې شي اړوند په همغه خبرې وشي، که د کومو پېژندتیوريو وړاندنیونو سره هم وي.

Behauptung غوښتنه (عربي: ثبوت)

له Frege(فیلوسوف) سره دې یوه وینا د یوې وینا له غوښتنې سره توپیر شي: ،، په یوه غوښتنه کې دې دوه ګوني (یا دوه پرېپوهنیزـمعناییز)) سره توپیرشي: منځ پانګه، چې هغه د اړونده غونډلپوښتنې سره موخه وه، او غوښتنه. هغه دا فکر دی یا لږترلږه فکر خوندي لري. نو دا کېدی شي، چې یو فکر ووایي، داسې چې سړی ټوټه –ونوالی ونه ویني. موږ د دې له مخې توپیروو

۱ – د فکر رانیونه – فکرکونه
۲ – د یوه فکر ريښتیا پېژندنه – پرېکړه
۳ – د دې پرېکړې څرګندونه – غوښتنه
ارزښتپرېکړه یا – قضاوت Werturteil
د ویناسم اند لپاره دا غوره دی، چې ایا خوی یوه ارزښتونه خوندي لري، داپهدې پرېپوهېدنه چې وینا یوه ارزښتپرېکړه ده.

د فورمال سم اند (Formale Logik) لاندې په ټولیزه توګه یو سم اند پوهیږو یا په نخښه کیږي، چې دا د سم اندیزووینابڼو منځ کې او د رابیلیدنې په باوري کیدو او د دې پسې لاس ته راوړنو اړیکو بڼو منځ کې بوختیږي. په دې تنګې یا نږدې یا راټولې موخه په ټوله کې سم اند داسې په نخښه کیږي، چې دا د ویناو اوپایلاسته راوړنو یو په دباندنۍ بڼه (فورمال) انځور کاروي.

یا دا: د فورمال سم اند په ورشوکې انتیتیزې د هغې د اړونده تیزې په نه-والي کې پوهیدل کیږي. تیزې یعنې پ پورې انتیتیزې هم اړه لري (،، نه پ). د انتیتیزې رښتیاوالی ،، ناسم یا نارښتیا،، دۍ تر هغې پورې چې همغه تیزې ،، رښتیا یا سمه،، وي، او په څټ. له دې امله هرې انتیتیزې ته ټیک یوه تیزې شته. تیزې او انتیتیزې نه شي کیدی هممهاله ،، رښتیا،، او نه هممهاله ،،ناسم یا نارښتیا،، وي.

بیلګې:
تیزې: دا کور سور دۍ.
انتیتیزې: دا کور سور نه دۍ
تیزې: سپین په ۱۳۰۶ کې مړ شو.
انتیتیزې: سپین په ۱۳۰۶ کې مړ شو ی نه دۍ.
دا قناعت بیرته د فیلوسوف هیګل تریادي Triade تیزې، انتیتیزې اوسینتیزې ته ځي.
پراګماتیکي: د هغې کړنې کړنه ده چې اړیینه وي باید وشي او ښوول شوی وي، چې په رښتیا کار ورکوي یا په رښتیا کیدی شي.

لنډ: هغه څه چې کړوني وي، باید وشي

Aussageform وینابڼه

وینا( ویناغونډله) دې له وینابڼې توپیر شي. یوه وینابڼه یوه ویېنه ده، کومه چې یوه (یا ډېرې) خپلواکې اووښتونې (واریابلې، که غواړۍ متحولې) (تش ځایونه) لري او د ټولو خپلواکو اووښتونو په ځای ايښوونو یا بدلېدنو سره یوه (ريښتیا یا ناريښتیا) وینا کیږي. وینابڼه وینا کیږي یا په وینا بدلیږي، کله چې اووښتونې واوښتل یا بدلې شي.

Wort ویې

یو یوګونی ویي ، چې د یوې وینا لپاره نه دی ځای په ځای شوی یا نه دی ايښول شوی، ،، دا نه وایي،، دا نه وایي چې دا وینا،، ريښتیا یاناريښتیا ده،،، ،، ټیک که د لنډښت لپاره یو ویي د یوې غونډلې لپاره ځای په ځای شوی وي، نو کړی شو دهغه له ريښتیاوالي او نارأښتیاوالي څخه و غږېږو،،.

Begriff کلمه

دا چې د ویې د رابندوالي ویل شوي ورته د کلمې لپاره باور لري:
د هرې کلمې و شاته یوه یا ډېرې ویناوې ځای په ځای دي، کومې چې د خپلې منځپانګې پېژند ورکوي او دا کلمه د نورو سره یوې اړیکې کې راولي. ،، له دې امله مو کره کونه، چې کلمه په خپله منځ پانګه کې د نخښو یو یووالي دی، لارښودوي یا بیايي، فکر ته، چې هره کلمه د ویناوو ګډې اړیکې انځوروي.،، دا په ځانګړې توګه دCohn او Fregeله خوا یا په اند ویل کېدل، چې کله به یې وویل، چې یو ویې یواځې په یوه غونډله کې پرېپوهېدنه یا معني لري.

Schluss پایونه

،، هره وینا، چې په هغې کې یوې الې یا شي ته څه ورکړل شي، سړی کړی شي دا د یوې پایونې په څېر وګڼي، چې د هغې نیونې د پوښتونې شي وینا پېژند ورکوي او هغې پېژند ورکړ شوي کلمې ته یو خوي ور کړي او یا ترې واخلي.،،

4 COMMENTS

  1. هیله ده پښتو داسې ولیکئ چې نه یوازې پښتانه بلکې پاړسیوانان هم پرې پوه شي. خفه کیږئ مه خو ستاسو په لیکنه حتی پښتانه صحیح نه پوهیږي نو ګاونډیان به څنګه پرې پوه شي. تاسو پوهیږي چې د خوست له تڼیو نه رانیولې د ننګرهار تر شینوارو او مومندو د کونړ تر ساپیو، اخوا د کندهار تر اڅکزیز او اسحاق زیو… پورې ټول چې هر یو کابل ته ورسیږي په میاشت کې دننه دننه په پاړسو خبرې شروع کړي. د دې علت دا دی چې هغوی خپله ژبه اسانه کړې ده. د داسې ډبرینو او ملا ماتوونکیو کلیمو د کارولو پرځای په دې کار وکړئ چې څنګه له:
    یوه سړی مڼه وخوړله
    یوې ښځې مڼه وخوړله
    دوه سړیو مڼې وخوړلې
    دوو ښځو مڼې وخوړلې…
    په څېر لفظونو او فعلونو په یو کولو باندې کار وشي او ژبه صیقل شي. زه د نوي نسل د یوه فرد په توګه له تاسو نه د دې غوښتنه کوم چې زموږ ژبه اسانه کړئ، سختوئ یې مه. مونږ د دوه سپیو ژبو پاړسو او اردو تر منځ پراته یو چې هره ورځ هر ساعت هره دقیقه او هره ثانیه د پښتو د خوړلو لپاره خوله را اچوي. هیله ده چې خفه نشئ.‌

  2. د تاند د منلې خپرونې بیا هم منه او بخښنه، چې لا نورې ستونځې هم راسره ګالي.
    ډېر ګران ځوان احمد ته سلامونه او مننه چې لیکنه مې دې لږ یا ډېره کتلې.
    زه ډېر خوښېږم، چې په لیکنه مې ګوتنیونې شوې وي. دا له یو بل سره د پوهېدنې لار ده.
    څو ټکي او دا ۱ – یې د لومړي ځل لپاره لیکم:
    ۱ – ما د درې یا فارسي ژبې – له ښونځې پرته – هيڅ کتاب نه دی لوستلی، نو د پوهنیزو ادبیاتو سره یې ښه بلد نه یم. د ترې ګټې پورته کونې ژبه مې الماني او د لیکلو پښتو ده، نو دا مې هغه – په ځانګړې توکه د پښتنو سره – څرګندې ستونځې.
    ۲ – دا چې پښتانه له هرځایه کابل ته راځي او درې زدکوي، اړتیاورته لري او پښتو ولې باید د بلې ژبې ویونکی زده کړي؟ پښتانه همداسې له هیواده دباندې هم فارسي زده کوي.
    ۳ – دا دوه نورې ژبې، چې ګوته دې ورته نیولې، د پښتنو لپاره اړینې شوې ژبې دي، د کرښې هه خوا خو پښتو د سرکار ژبه هم نه ده او دې خوا خو ده، خو بیایې هم هغه خپل ځای نه دی نیولی. دا چې درې خورا اسانه ژبه هم ده، شک په کې نه شته، زموږ جنګ لا تراوسه په دې کې دی، چې ګوډی الف په ځنو تورو ولیکو او کهڅنګه او دې مو لا نور هم پوره وخت لږيږي.
    ۴ – د داسې وینو سره چې لکه تاسو کارولی،، صیقل،، ما هک پک کوي، چې دا به تراشل وي او که یا بل څه؟ زه د لکه چې ومې ویل د داسې ادبیاتو سره نه یم بلد.
    ۵ – دا چې دا دموږ هیوادوال دما د لیکلو سره نا بلد دي یا دما لیکنې ورته بالده برېښي،، یو بلامل یې همدا دی، چې دوی د پښتو ورسره بلدو ادبیاتو سره بلد دي او دا زه داسې لږ بې لاې یم او موخه مې هم همدا ده، چې پښتو، موږ په پښتو لیکلی شو او هره پوهنیزه لیکنه په پښتو کولی شو.
    ۶ – دما مشوره: له دا دسم اند یا منطق لیکنه دې په انګرېژي یا بله کومه ژبه کې ولوستله او له هغې څخه په پښتو ورته فکر وکړې، نو وبه ګورې، چې هغه په پښتو ورته فکرکول او بیا پرې پوهېدل یې څومره ستونځمن دي او لا زیات یې په پښتو لیکل.
    ۷ – زه هڅېږم دا هم روښانه کړم، چې موږ هم هر څه په پښتو لیکلی شو.
    یادونه: د ما لیکنې داسې پوهنیزې لیکنې نه دي، چې داسې غورځنګي ویونه په کې وي لکه ،، صیقل،، او داسې نور.
    بریالی اوسې

  3. اصلاً بله خبره:
    دا څو ورځی می په ذهن کی ده چی وپوښتم ښاغلئ عبدالخالق رشید هیڅ نه ښکاری. که ناروغ وی ور ته د روغتیا هیله لرم او که سخت مصروف وی د روزګارتیا هیله ور ته لرم.

  4. اصلآ دې بلې خبرې ته:
    زه ورسره هېڅ بلد نه یم. ګومان مې دی یو ځل به مې لیدلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب