شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهدوه زره روغتیايي مرکزونه بند شوي، ۲۰ زره روغتیاپالان کار ته نه...

دوه زره روغتیايي مرکزونه بند شوي، ۲۰ زره روغتیاپالان کار ته نه ځي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۸) د نړیوال سره صلیب کمېټه وايي، په افغانستان کې تر ۲ زره ډېر روغتیايي مرکزونه بند شوي دي.

د سره صلیب او سره میاشت نړیوالو ټولنو خبرداری ورکړ چې د بودجې کموالی د افغانستان روغتیايی سیستم د سقوط درشل ته بیولی دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اسیا پیفیک رييس الکساندر ماتیو په کابل کې یوې خبري غونډې ته نن / پنجشنبه وویل «خلک ممکن څو میاشتې نور بې معاش کار وکړي. خو کله چې درمل بیخي خلاص شي، کله چې نور څراغونه نه شئ لګولی، کله چې یو ناروغ مو کلینیک ته راځي او هیڅ شی نه شئ ورکولی، بیا به نو دروازې بندوي.»

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نړیوالو مرستو له درېدو سره د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ شوی دی.

دې وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان پر روغتیايي سیکتور، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې تر ډېره د غیرحکومتي موسسو له لوري پر مخ وړل کېده، بد اغېز کړی دی.

ښاغلي متیو فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په افغانستان کې تر ۲۰ زره ډېر روغتیايي کارکوونکي نور کار نه کوي، یا بې معاشه کار کوي.

د دغو روغتیاپالانو په منځ کې تر ۷ زره ډېرې ښځې وې.

په همدې منځ کې د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په پنځو کې تر یوه لږ برخه روغتیايي مرکزونه فعال پاتې شوي، په درو کې دوه یې ضروري درمل نه لري.

د دې سازمان پر اساس، دا به د کووید نولس په وړاندې د مبارزې په شمول په هره برخه کې ناوړه اغېز ولري.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اسیا پسفیک د ريیس په وینا، په هغه هیواد کې چې شاوخوا یو سلنه وګړي یې واکسین شوي، تر یو ملیون ډوزه زیات واکسین توزیع کېدو ته انتظار دی.

ماتیو وویل، دا واکسین به د سږ کال تر پایه تاریخ تېره شي.

ماتیو وايي، د افغانستان سره میاشت ټولنې، چې له لسیزو راهیسې حتي د طالبانو د جګړې په دوره کې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې هم کار کاوه، په ټول افغانستان کې ۱۴۰ کلینیکونه لري.

په دغو کلینیکونو کې، چې د کال له پیله یې شاوخوا یوملیون وګړو ته خدمات وړاندې کړي، درست فعال دي او اوس چې نور کلینیکونه بندېږي، بیروبار پرې زیات شوی دی.

د روغتیايي مرکزونو او روغتیايي تاسیساتو د بندېدو ستونزه پر هغو بحرانونو سربېره ده چې د وچکالۍ او د جګړو له کبله په پراخه پیمانه د افغانانو د بې ځایه کېدو په نتیجه کې د خوراکي موادو کموالي رامنځته کړي دي.

ملګروملتو ویلي چې تر ۱۸ ملیونه ډېر افغانان مرستو ته شدیده اړتیا لري او د افغانستان په درو کې یوه برخه وګړي د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

نړیوالې ټولنې تېره میاشت له افغانستان سره د څه باندې یو ملیارد ډالره بشري مرستې ژمنه وکړه، خو تر څو چې دا پیسې اړوندو ادارو ته سپارل کېږي، وخت ته اړتیا ده.

په جینیوا کې دېره د سره صلیب د نړیوالو کمېټو فدراسیون پرون (پنجشنبه) د ۳۶ ملیون سویسي فرانکو، چې ۳۸ ملیونه او ۵ سوه امریکايي ډالر کېږي، غوښتنه وکړه چې په وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې له څه باندې نیم ملیون وګړو بیړنۍ مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب