شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان: افغانان له ګیټ پاس پرته هم پاکستان ته راتلی شي

عمران خان: افغانان له ګیټ پاس پرته هم پاکستان ته راتلی شي

تاند ( پنجشنبه، د ميزان اتمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د ګیټ پاس په نوم له هغې اجازه پاڼې پرته هم دغه هېواد ته د افغانانو د ورتلو د اسانتيا خبر ورکړی، چې په ترلاسه کولو يې تر زر امریکايي ډالرو پورې له مجبورو افغانانو اخيستل کیدې.

د عمران خان يوه سلاکار شهزاد ارباب ويلي، چې دا پريکړه نن د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د کابينې په غونډه کې شوې ده.

ياده اجازه پاڼه له هغو خلکو هم غوښتل کیده، چې د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ويزه به يې لرله.

په تورخم او سپين بولدک کې سلګونه افغانان له دې کبله سختو ستونزو سره مخامخ وو.

له افغانستان څخه راپورونه وايي، چې بهرنيو هېوادونو او په خاص ډول سيمه ييزو هغو ته د ورتلو په خاطر له افغانانو څخه په تور بازار کې پریمانه پيسې ترلاسه کيږي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د دغې پريکړې په اړه څه نه دي ويلي.

دا هم نه ده معلومه، چې د پاکستان د کابينې دا پریکړه له څه وخته او تر کومه حده عملي کیږي؟

د طالبانو له واکمنیدو سره ډېری افغانان په قانوني او ناقانوني ډول له هېواده د تېښتې په هڅه کې دي.

له طالبانو ډار او اوج ته رسېدلی اقتصادي او بحراني وضعيت د دغه بيساري مهاجرت له عمده دلایلو ګڼل کېږي.

طالب چارواکي له خلکو غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي، خو د سفارتونو او سياحتي شرکتونو مخته د سلګونه تنو کتارونه ښيي، چې د دې غوښتنې په عملي کیدو نه دي توانېدلي.

2 COMMENTS

  1. عمران خانه زویه موږ افغانان که مجبوره نشو یا مو په شیطاني حرامزادګیو مجبوره نکړي خپل جنت نشانه وطن به پرېنږدو چي بیا تاسو مردارخورو ته پناه در وړو. تاسو به هم هيڅکله دې مرحلې ته و نه رسئ چي افغانان او یا د هغوی ټاټوبئ که هر څومره هم حرامزاده شئ، هغه قابو کړی. دا سختي ور ځي به تیري شي، خو ستاسو اشغال شوې خاوره باید و خپلو حق دارانو ته و رسي!

  2. FIRST IN BORDER GET MONEY FROM AFGHANS AND WHEN INTER TO PAKISTAN POLICE ALSO TAKE MONEY.
    IF STAY IN COUNTRY IS MUCH BETTER.
    STAY IN AFGHANISTAN.THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب