یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني فیسبوکپاڼه له لاهوره هک شوې وه

د ولسمشر غني فیسبوکپاڼه له لاهوره هک شوې وه

تاند (سې شنبه، د میزان ۶) پخواني ولسمشر ته یوه نژدې سرچینه ادعا کوي چې د محمداشرف غني فیسبوکپاڼه له لاهوره هک شوې وه. سرچینه وايي چې د آی پي ادرس له مخې د هکرانو ځای ورته څرګند شوی دی خو په عین حال کې وايي چې هکرانو د ارګ له کمبیوټرونو کار اخیستی دی.

سرچینې دا نه دي ویلي چې څرنګه پوی شول چې د ارګ له کمپیوټر څخه کار اخیستل شوی دی.

د (آی پي) له ادرسه د هکرانو ځای څرګندېږي.

د ولسمشر غني په رسمي فیسبوکپاڼه کې لیکل شوي چې فیسبوک یې د جنوبي اسیا د ادارې په مرسته د پاڼې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.

پرون د ښاغلي غني پر فیسبوکپاڼه یوه اعلامیه خپره شوه او د ده له لوري پکې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي و چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل او مرسته وکړي.

د ولسمشر غني پر فیسبوکپاڼه د دې اعلامیې له خپرېدو شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته د ده پر ټویټرپاڼه اعلان وشو چې فیسبوکپاڼه یې هک شوې ده، په هغې کې خپاره شوي مطالب جعلي دي او هڅه روانه ده چې بېرته ترلاسه شي.

ولسمشر غني وايي، فیسبوکپاڼه یې هک شوې ده

1 COMMENT

  1. دا خو کومه نوی خبره نه ده بلکه هرڅوک چی د جګړی او یا دسیاست په ډګر ی ماتی وخوری په دا ډول حالت کی قرار لری. او بیا ولسمشر غنی خو په دواړه ډګرو کې ماتی وخوړه.
    بلې خوا ولس مشر غني په حکومت کی ډیرو چارواکو او سیاسی لیډرانو او لوی سهم درلودونکو د اشرف غنی په راپرزولو کی هیڅ ډول سستی ونه کړه. دا ټول هغه شیان دی چی پخوانې ولسمشر يي په رنګارنګ فکرونو کی اچولی او ورباندې فکرونه کوی او ډول ډول نتیجی تر لاسه کوی او وړاندی کوی يي.
    د هغو دسیسو او چالونو قیصی خو لا ځای په ځای پاتی دی چی ابر قدرتونو پکی رول لوبولی او د افغانستان کاونډی هیوادونو د خپل ګاونډیتوب پوره حق ادا کړی دی.
    تاریخ به شاید د هریو په هکله درست قضاوت وکړی. د بده مرغه دا وخت یړازی او یوازی د بی وزلی افغانانو د کړاونو قیصی شروع شوی او دعام وګړی فکر د خپلو بچیانو او کورنیو د ژغورلو په محور راڅرخی او د وړه او پړه قضاوت ته لا وزګار شوی ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب